تاند- د پېښور د صنایعو او سوداګرۍ د خونو ريیس وايي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ سبب شوی چې د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په سلو کې ۸۰ کمه شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په کال کې دوه نیم ملیارد ډالره وه، خو اوس۵۰۰ ملیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د پېښور د صنایعو او سوداګرۍ رييس زاهد الله شینواري د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۲۴/ په پېښور کې له سوداګرو سره د کتنې په مهال وویل، پکار ده چې حکومتي چارواکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

افغان سوداګر او دولتي چارواکي وايي چې پاکستان تل له سوداګرۍ څخه د سیاسي هدفونو او سیاسي فشارونو لپاره کار اخیستی دی؛ هرکله چې د دوو هیوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې شوي پاکستان د افغان سوداګرو د سوداګرۍ د لارې خنډ شوی دی.

همدااوس د افغان سوداګرو دوه کانتینره مېوه د پاکستان له لوري بې دلیله نه پرېښودل کېږي.

پاکستان تر دې وړاندې په ځلونو د مېوو د صادراتو په فصل کې د افغان سوداګرو مېوه خپلې خاورې ته نه ده پرې ایښې او افغان سوداګرو ته یې زیانونه اړولي دي.

همداراز یې د پاکستان له لارې افغانستان ته د غوښې په شان د خوسا کېدونکو موادو د تګ مخه په چمن او تورخم کې نیولې ده.

په وروستیو کې پاکستان په یو اړخیز ډول له افغانستانه خپلې خاورې ته د وارداتي مالونو ګمرکي تعرفه ۳ برابره زیاته کړه او له بلې خوا یې له افغانستان څخه د ۱۲۰ ډوله مالونو واردات منع اعلان کړل.

2 thoughts on “په سیاسي دلایلو د افغانستان – پاکستان سوداګري ۸۰ کمه شوې”
  1. دا بهترین ټکی دی چې افغانستان یې باید په پام کې ونیسي. په دې هیله چې دا پاتې ۵۰۰ میلیونه ډالر چې پاپړ او ګل شالي په کې دي بند شي. د افغانستان حکومت باید ژر تر ژره له چټلستان څخه ټول افغانان راستانه کړي او ورته ووایي چې څوک چې مثلا په شپږو میاشتو کې دننه راستانه نشي هغه حق نه لري چې بیا افغانستان ته راشي. په خدای قسم چې یو مخ به د ترهګرو د روزنځایونو مخه ونیسي ځکه چټلستان له همدغو کډوالو څخه د پاړسیوانانو خبره عسکر ګیري کوي او چې دا خلک راشي هر څه سمیږي.

  2. دا ډير بې شرمه خلک دي، له يوې خوا مو لکه ايسرايل چې فلسطينيان وژني زموږ واړه ماشومان را وژنې او بيا چې د ګټه يې د نس په درد واوړي بيا شرم نه لري او خپل له وخته تېر مواد پر افغانانو پلوري چې هغه هم پاکستاني سپيان لا نخوري او لګيا دي چې افغانان نور هم له ډيرو مرضونو سره مخ کړي.افغانان بايد چی هيڅکله دوي سره نوره داسي چارو ته دوام ورنکړي او دروزې ورسره بندې کړي ، مړه دې سو خو نو افغانان بايد چې خپله په ځان بسيا سي..

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *