لیکوال: فضل الحق طاهرزی وردګ

ملاله د لوی افغانستان په رامنځته کېدو کې رغنده رول لوبولی شي.

ملاله یوسفزۍ چې اوسمهال په نړیواله کچه د تنکیو ځوانانو په منځ کې یوه وتلې او مشهوره څېره ده، د افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ یې سیاسي ژانر غوره کړی. کله چې ملاله د سوات په مینګوره نومي سیمه کې د 2012 کال د اکټوبر په نهمه د طالبانو لخوا له ښوونځي څخه کور ته د تګ پر مهال د ښوونځي په بس کې سخته ټپي شوه، نوم یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر چا له خولې واورېدل شو. هغه مهال د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ او پخواني ولمسمشر ښاغلي حامد کرزي به د هرې وینا په ترڅ کې له ملالې یادونه کوله، د روغتیا دعا به یې ورته کوله، دې ته به یې ((یوه افغانه تنکۍ پېغله ملاله د طالبانو لخوا ویشتل شوې ده)) خطاب کولو، او آن تر یوې اوونۍ پورې به د ټول افغانستان په ښوونځیو کې د دې لپاره د قرآنکریم ختم کېدلو او معصومو ماشومانو او د زده کړې د کاروان تنکیو ځوانانو او پېغلو به د دې د روغتیا لپاره خپل لاسونه د خدای (ج) دربار ته لپه کړي وو. همدارنګه سږ کال د ښوونکي د ورځي په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې نوي ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني آغلې ملالې ته د نوبل جایزې د ګټلو مبارکي ورکړه، ده وویل: ((ملالې ته د نوبل د جایزې مبارکي وایم او هیله لرم نورې افغان خویندې هم دغه جایزه وګټي.)) خو د دې ټولو پېښو سرچپه ملالې په خپل کتاب کې (زه ملاله یم) چې په شاوخوا ۳۲۵ پاڼو کې لیکل شوی دی، نه له حامد کرزي او نه هم د پوهنې له وزیر څخه مننه کړې ده، پداسې حال کې چې دې په خپل کتاب کې له نورو ټولو هغو چارواکو او هېوادونو څخه مننه کړې چې له دې سره یې ډېره وړه مرسته کړې او یا یې دې ته د روغتیا پیدا کولو کوم تش پیغام لېږلی. دا پداسې حال کې ده چې دې په خپل کتاب کې له بلې هرې کلیمې د افغانستان کلیمه ډېره یاد کړې ده. دې همدارنګه په خپل کتاب کې د خپل نوم د اېښودو لامل چې پلار یې پرې اېښی، ملاله میوندۍ یاد کړی او حتی چې په لمړیو کې یې همدا میوندۍ تخلص په ځان اېښی ؤ ، خو بیا یې وروسته بدل کړ. د دوی ژوند، د مور له خوا یې د لنډیو ویل، او په کور کې د افغانستان د کیسو کول او دا چې دوی خپله تاریخچه بیان کړې چې په ۱۷مه پېړۍ کې له افغانستان څخه کډه شوي؛ ټول دا په ګوته کوي چې دوی اوس هم ځانانونه افغانان بولي، خو دا چې له سیاسي اخ او ډب سره مخ دي، نشي ویلی چې د افغانستان دي.

ملاله او پلار یې د پاکستان له خلکو او دولت هېڅ خوښ نه برېښي ځکه دوی د پاکستان له عامو خلکو ډېر داسې لیکونه ترلاسه کړي چې دوی ګڼې ټاپې پرې لګولې، پاکستانیانو ورته ویلي چې دا هرڅه د دې لپاره وو چې په بهر کې یو ښه ژوند ځانته غوره کړي، همدارنګه پاکستان دولت یې انګلستان ته د دوی په تګ کې ناغېړي کوله. دا چې د پاکستان دولت یې په وروستیو کې ټول لګښتونه په غاړه واخیستل، لوړ پوړو چارواکو یې د ملالې سره هر ځای منډې ترړې وکړې او تل به د رسنیو په پردو ښکاره کېدل، یوازینی لامل یې دا ؤ چې د افغانستان پخواني ولسمشر او د پوهنې وزیر ملاله د افغانستان بلله او دوی نشوی زغملای.

دا چې ملالې د افغانستان د خلکو، د پوهنې وزیر او یا هم له تېر افغان ولسمشر څخه مننه نه ده کړې، ملاله ملامته نه ده، بلکله همداسې ورته ویل شوي دي. د ملالې له کتابه په ښکاره معلومېږي چې ملاله افغانه ده، خو ځان د افغانستان نه شي بللی.

ملاله د لوی افغانستان په رامنځته کېدو کې رغنده رول لوبولی شي ځکه چې نړیواله څېره ده، د مْبارزې په نوم پېژندل شوې، خبره یې په ټوله نړۍ اغیره کولی شي او هر څوک یې غږ اوري؛ خو افغان دولت په ځانګړې توګه د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت باید لږ ځان وښوروي. له هر څه مخکې باید افغان دولت د دوی ژوند تضمین کړي، هغه که په افغانستان کې وي یا په لندن او یا هم په کوم بل هېواد کې. ورپسې د کوزې پښتونخوا د مشرانو سره یو ځای د ملالې او له پلار سره یې ځانګړې خبرې وکړي او د ملالې په شان یو څو نور کسان هم که دا ډول مبارزه وکړي، ښایي ډېر زر به د لوی افغانستان درلودونکي شو. که په ډېره نږدې کې لوی افغانستان ونه لرو، دومره خو حتماً کولی شو چې ملاله په ښکاره د زړه دا خبره وکړي چې زه افغانه یم، او د کوزې پښتونخوا ټول خلک به راویښ شي چې همدا به د لوی افغانستان د درلودلو زرینه پیلامه وي.

2 thoughts on “په سیاسي طوفان کې ښکېله ملاله او په هکله یې افغان لوري ته وړاندیزونه”
  1. وردګ صیب وایم په ګوتو مو برکت شه. ډیره ښکلی او په حقیقت ولاړه خبره مو کړی ده. ملاله د افغانستان ده او وی به. زمونږ ویاړ دی.

  2. زما په نظر ملالۍ یا یې کورنۍ په دې باندې دا کار نه ونه کړ چې د افغان یا لوی افغانستان له پاره ترې کار واخلي. هغې په ښکاره د پاکستان د پوځ ستاینه کړې ده چې په یوټیوب یې ویډیوګانې شته، په داسې حال کې چې همدغه پاکستانی پوځ دی چې هم لر افغانان وژني او هم بر. سربېره پر دې هغه هر چېرې ځان پاکستانۍ معرفي کوي او هیڅکله یې هم ځان د افغانې په توګه نه دی معرفي کړی تر دې چې په ملګرو ملتونو کې یې په خپله وینا کې دا هم وویل چې په سر پړونی یې د بې نظیرې پړونی دی چې په دې کار سره یې پښتنې وشرمولې په داسې حال کې چې پړونی نه پنجابیانو ته هومره اهمیت لري او نه سندیانو ته. زما په نظر دغه نجلۍ نه کومه خاصه وړتیا لري او نه په دې ارزي چې داسې وړاندې وړاندې شي. د افغان ولس او افغان وطن هره ښځه ملاله او هر ځوان یې ایوب دی. پرېږدئ هسې پردیو پړسونګیو ته چې د پنجاب په هوا ډک شوي وي خوښي مه کوئ.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *