دا جایزه د افغان ښځو د وضعیت په اړه د پخوانۍ لومړۍ مېرمن لورا بوش د لومړنۍ راډیويي وینا په پنځلسمه کالیزه کې ورکړل شوه.

ژباړن: شریف افغانمل

دولس کاله پخوا له همدې وخته یوه اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو رژیم سقوط شو. ماشومانو په کامل ډول ازادي ترلاسه کړه، چې په کوڅو کې باډیوکې یا پتنګ والوزوي.

ښځې د برقو یا چادریو له محدودې راووتې او نجونو وکولای شول یو ځل بیا خپل هغه خوب رښتیا کړي، چې ښوونځیو ته به ځي او زده کړې به کوي.

افغان مېرمنې تر سختو شرایطو زغملو وروسته د پرمختګ پر لور په حرکت کې دي. اوس دوی د مققنه قوې یا ملي شورا غړې دي، سوداګرۍ کوي، د پولیسو په لیکو کې له نارینه و سره اوږه په اوږه جګړه کوي او همدا ډول د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پارک ساتنې مسوولیت اخلي ـ د لومړي ځل لپاره د بند امیر پهره دارۍ ته څلور ښځینه ساتونکې مقررې شوې دي.

د ښځو ددغو کارونو په مقابل کې د طالبانو واکمني په نړۍ کې په یو وحشي رژیم پېژندل کېږي، چې ټول یې په اړه معلومات لري.

د طالبانو دغه میراث په افغانستان کې د ژوند لومړني بنسټیز آرونه هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړل. د افغان مېرمنو او نجونو لپاره نن ورځ تر دې بل اسانه کار نشته، چې په پوره زړورتوب او ډاډ زده کړې وکړي او د پوهنې په بهیر کې برخه واخلي.

د ۲۰۰۸ میلادي کال په نومبر کې د شمسیه حسیني پرمخ هغه مهال یو څو مخ پټو کسانو تېزاب وشیندل چې د زده کړې لپاره ښوونځي ته تله؛ اما دې کارونو د شمسیې په هوډ کې تغیر رانه وړ. د نومبر په ۲۲ هغې طالبان مقاومت ته راوبلل او یو ځل بیا یې د زده کړې په موخه ښوونځي ته مخه کړه او نن ورځ هغه یوه استاده ده. شمسیې پدې اړه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي :((زه غواړم وښیم چې زده کړه د مېرمنو لپاره ډېره مهمه ده او افغان مېرمنې ددې لپاره ندي پیدا چې یوازې په پخلنځیو کې کار وکړي.))

د دا ډول ډېرو مشکلاتو با وجود افغان نجونې هڅه کوي زده کړه وکړي. د شمسیې په ډول دا مهال د کندهار ۲،۶۰۰ نجونې د زده کړې لپاره ښوونځیو ته ځي، چې د دوی عمرونه له ۶ تر ۲۰ کلونو پورې ښودل کېږي.

سره له دې چې ډېری کندهاري نجوني تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې زده کړې کوي او په کندهار کې جوړو شویو ښونځیو کې نه ځاېږي، مګر بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او دا شمېر په زیاتېدو دی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په ټول افغانستان کې یوازې ۵۰۰۰ نجونې ښوونځیو ته تللې؛ مګر دا شمېر په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۲،۴ میلیونه نجونو ته رسېده.

نن ورځ دا ننګونې ډېرې عادي شوې دي او د افغان نجونو د زده کړې پر وړاندې ډېر نور رښتیني مخالفتونه شته باید حل او له منځه یې یوسو.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی لیدل کېږي او دلیل یې هم د ځای پر ځای شویو ماینونو، هدفي وژنو او ریموټ کنترول په واسطه د تهیه شویو چاودېدونکو توکو چول دي، چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له لوري ترسره کېږي.

د تېر کال د همدغه وخت په پرتله د افغان مېرمنو او نجونو په مرګ ژوبله کې هم ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ډېری مشهورې افغان مېرمنې د طالبانو له لوري هدف ګرځي او وژل کېږي. تېر کال د ښځینه حقونو دوه فعالانې په لغمان کې د طالبانو د بریدونو نښه وګرځېدې. په تېر اګسټ میاشت کې د پارلمان یوه ښځینه غړې وتښتول شوه او یوه بله سناتوره د هغه بم چاودنې له امله ټپي شوه، چې په موټر پسې یې نښلول شوی و، پدغه برید کې د هغې اته کلنه لور ووژل شوه.

په همدې پېښو پسې وروسته د ښځینه پولیسو یوه مشره افسره هغه مهال د برید نښه وګرځېده، چې له کوره خپل دفتر ته پر لاره وه.

تېره میاشت د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یوازینۍ ښځینه نومانده پدې دلیل له لسته واېستل شوه، چې معیاري اسناد یې ندي پوره کړي. خدیجه غزنوي غواړي پخپل هغه منشور مخ ته ولاړه شي، چې زده کړه، ځوانانو ته کار او هغوی ته ښه معیشت برابرول یې بولي او دا ټول ددې لپاره غوره بولي، چې ځوانان له طالبانو سره یو ځای نشي.

د افغانستان موجوده اوضاع د ډېری امریکایانو له خوا له سختو مخالفتونو سره مخ ده او سخت ستونزمن یې بولي.

زه د خپلې دې خبرې په اړه وېرېږم، چې هسې نه افغان ښځې، ماشومان او سړي درک کړي، چې د دوی د ژوند ساتل زموږ له دغو اندېښنو او مرستو ډېر ارزښت نه لري. دا پېغام به حتمي تغیرېږي. موږ کله هم دوی یوازې نه پرېږدو. که زموږ نظامي ځواکونه له افغانستانه و هم وځي، د افغان اقتصاد د پیاوړتیا او ښځو ته د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو لپاره به مو مرستې جاري وي.

ارزو یو له هغو افغان مېرمنو څخه ده، چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د یوې امریکایي مېرمنې په مرسته خپله شخصي وړه کمپنۍ جوړه کړه، هغې د همدغې کمپنۍ د تولیداتو له لارې چې قالینې پلوري او اوبي ښې پیسې ټولې کړې دي.

هغه مېرمنې چې له ارزو سره کار کوي ددې وړتیا ومونده، چې خپل ماشومان ـ نجونې او هلکان ـ د زده کړو لپاره ښوونځیو ته واستوي.

دغه ځای نه یوازې د مېرمنو لپاره خوندي بلل کېږي، بلکې د هغوی د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هم مهم دی.

له خپلو کورنیو سره د اقتصادي ملاتړ له وجې دغه مېرمنې د خپلو میړونو له متقابل احترام او درناوي سره هم مخ شوې دي، چې لامل یې د همدوی واړه سوداګریز پرمختګونه دي.

زه فکر کوم دا به د یو سمبول په توګه مهم وي، چې امریکا له ارزو څخه دغه قالینې د سپینې ماڼۍ لپاره و پېري. ترهغو چې ارزو په امریکا کې همداسې د چکر لپاره وخت تېروي زه ورته دعوت ورکوم، چې د بوش له انستیتیوت لیدنه وکړي او زما کور ته راشي، مېلمنه مې شي.

په ۲۰۰۵ کال کې ما د یو امریکایي پوهنتون د پرانستو خبر ورکړی و، چې دا پوهنتون به د ښځو او نارینه و دواړو لپاره وي او شخصي به وي، نه خیریه. دا پسرلی ددغه پوهنتون د محصلینو شمېر ۹۵۸ کسانو ته رسېدلی، چې نیمې یې ښځې دي.

پدې پوهنتون کې محصلین د اقتصاد، کمپیوټرساینس او نورو برخو په اړه زده کړې کوي. دا پوهنتون د افغان مېرمنو د اقتصادي پرمختګ او پرمختیا نړیوالې ادارې له لوري پرانستل شوی او ټول خلک کولای شي پدې پوهنتون کې د سکالرشپ ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي، که هغه ښځې وي او یا نارینه.

موږ د خپل شخصي تاریخ په اساس پوهېږو، چې له کورنیو جګړو د ښځینه حقونو تر ځپلو پورې ازادۍ ته څومره سخته لاره مو تېره کړې. همدغه شان افغانان هم باید په پوره عزم ازادۍ ته تر رسېدو دا لاره طی کړي. دوی پوهېږي، چې موږ له دوی سره یو.

One thought on “په شجاعت او زړورتوب زده کړه وکړﺉ)) لیکواله: لارا بوش”

ځواب ورکول Laiq hemat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *