ان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال انجنیر ګلبدین حکمتیار د خلکو له سترګو پناه شو، وروسته دی د بهرنیو ځواکونو، حامد کرزي د واکمنۍ او د ولسمشر غني د دوه کلونو مودې پر مهال لومړنی وسله وال مخالف رهبر و، چې کله ناکله به په رسنیو را څرګندېده.
ما د حکمتیار شل کاله وړاندې وینا مخامخ نه وه لیدلې؛ خو ډيرې ویډیوګانې او غږیز کلیپونه مې یې اوریدلي، چې نسبت نورو رهبرانو ته به یې په ویناوو کې نوي ټکي او زوږ زیات وو، همدا لامل و، چې ځېنو ملګرو مې د حکمتیار تر راتګه هم پر دې ټینګار راته کاوه، که یو ځل د حکمتیار خبرې مخامخ واورم نو بیا تل د هغه ویناوې لټوم، هغه څه چې اوس مې حس نه کړل.
د انجینر حکمتیار تنظیم له هغه ډلو وو چې له افغان مجاهدینو سره د امریکا تر نیمايي زیاتې مرستې به یې تر لاسه کولې؛ تر نیمايي کمې مرستې په شپږو نورو جهادي ډلو او څو افرادو ویشل کېدې نو ځکه د حزب اسلامي په راس کې د همداسې چا اړتیا لیدل کېده چې خبرې یې لا زیات افراد د مجاهدینو لیکو ته جذب او نړیوالې مرستې هم له ځان سره وساتي.
ګلبدین حکمتیار له نړۍ سره په اړیکو جوړولو او د سولې د تړون ښه تجربه لري؛ خو په اړه یې د عام ولس یو ذهنیت دا هم دی چې د ځانغوښتنې د حس څرک هم په کې شته.
د سردار داووخان جمهوریت بیا د کمونیستي رژیم څو واکمنان، د مجاهدینو حکومت، طالبان او د حامد کرزي حکومت یو هم بریالی نه شو، چې انجنیر حکمتیار په حکومت ور ګډ کړي، چې ښايي د ځانغوښتنې دلیل یې هم په دې یو څه رول ولري.
له حکمتیاره ځکه د خلکو تمه ډيره وه، چې هغه د طالب مشرانو خلاف د کومې مدرسې چړي، یا د کوم جومات ملا نه و، هغه د کابل د پولي تخنیک پوهنتون په نیمايي کې پرې ايښی و، په څو ژبو خبرې، فصاحت او ډيره مطالعه یې ځانګړنې وې.
د جهاد د کلونو پر مهال د حزب اسلامي ډير قوماندانان نه بریالي کېدل چې په اونیو هم انجینر ګلبدین حکمتیار مخامخ وګوري او دا نیوکه هم شته چې له غیر حزبیانو سره به حکمتیار خورا لږ خو مهمې لیدنې لرلې.
اوس چې تر شل کاله ځنډ وروسته حکمتیار بیا سیاسي ډګر ته راغی، د هرکلي په دریو ورځو کې ورته د حزب اسلامي له غړو پرته ډیر څوک ورنغلل.
د یوه لوی، مهم او تاریخي ګام په توګه باید د ټولو جهادي ګوندونو استازي لږ تر لږه ددې لپاره هم د ګلبدین حکمتیار هر کلي ته ورغلي وای، چې یوه ورځ یې د یوه هدف لپاره په سنګر کې ورسره تېره کړې ده.
ددې مانا دا هم کیدای شي، چې د حزب اسلامي پلویانو هیڅ هڅه نه وه کړې چې غیر حزبي کسانو ته د حکمتیار د هر کلي بلنه ورکړي او په تېرو پلونو ګامونه ږدي.
مهترلام کې د حزب اسلامي هغه غړو چې د جهاد د کلونو پر مهال یې سختې قربانۍ ورکړې وې ساعتونه انتظار ایسته، چې خپل امیر وګوري؛ خو د قوماندان زرداد په څېر کسان د سترګو په رپ کې تر حکمتیاره رسیدل.
ښايي تر څلور زره زیاتو کسانو تېرو دریو ورځو کې حکمتیار لغمان کې لیدلی وي؛ خو ځېنې سپين ږیري د هغه له لیدو ناهیلي هم ولاړل.
هغسې چې ګنګوسه وه، چې د حزب اسلامي د مشر ساتونکي په پرمختللو وسلو سبمال او ښه روزل شوي دي داسې څه مې تر سترګو نه شول یا هم له خلکو پټ بله ډله ساتونکي وي.
ما حکمتیار ته د ور ننوتلو په دروازه کې څو ساتونکي ولیدل، چې چا به یې لاس تر ملا نیولی و او چا به له ورغلو میلمنو سره بانډار روان کړی و.
د سولې د دښمنانو له لوري حکمتیار د متوجه ګواښونو کچې ته په کتو امنیتي تدابیر باید د حزب اسلامي تر هر څه لومړیتوب وای؛ خو داسې ښکاریده چې ځېنې ساتونکي یې همدا شیبه په شمشتو کمپ کې له کومې هټۍ سودا پېري.
لغمان کې د حکمتیار له لومړۍ وینا له ورایه ښکاریده، چې لا هم د معاصر او پېچلي سیاست ریښتنی تصویر او ادبیات نه دي ورته رسیدلي.
حکمتیار اوږدې، د کاغذ له مخې؛ خو د زړه خبرې وکړې، د سولې موضوع یې په دریو مختلفو ځایونو کې په یوه ډول یاده کړه او ډیر ادبیات یې د نویمې لسیزې و.
د یوې مهمې سیاسي مهرې په توګه ګلبدین حکمتیار باید په لومړۍ وینا کې له هیڅ وسله وال یا غیر وسله وال جهت سره ځان د تقابل ډګر ته نه وای غورځولی، ځکه د هغه لپاره اوږد مزل په مخکې دی، تر څو هره ورځ د ځان بازار پرې ګرم وساتي.
حکمتیار یوې کوچنۍ غونډې ته په یوه وینا کې پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړې، چې دا کار له ده دا فرصت اخلي، چې په راتلونکې کې نوې خبرې ولري، چې د نړۍ لوی سیاستوال دا کار د بریا د یوه راز په توګه کاروي.
د هغه له خبرو له ورایه ښکاریده چې ژوره مطالعه لري؛ خو د بیان الفاظ یې لا هم هغسې و چې ما په زړو ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو کې لیدلي او اوریدلي و.
د حکمتیار په خبرو کې څو ځله د یوه ادرس هدف ګرځولو ځېنو ته دا پیغام هم رسولی و، چې ښايي د هغه د نوي ماموریت برخه وي.
خو د افغان جهاد بریالي کول او اوس پر سیاسي ډګر د حکمتیار مهم اغېز هغه څه دي، چې سترګې نه شي پرې پټېدای.
شه لیکنه.الله دی هغه دادترکیی اردوغان وگرزوی