تاند- د پاکستان حکومت او پوځ موافقه وکړه چې د طالبانو پرضد په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي.

د پاکستان پوځ له ډېرې مودې راهیسي په شمالي وزیرستان کې له عملیاتو سره په دې خاطر مخالفت کاوه چې په دغه سیمه کې د حقاني شبکه مېشته ده.

د پاکستان د صدراعظم نوازشریف ترمشرۍ لاندې تېره شپه/سې شنبه/ د دغه هیواد د ملي امنیت شورا په غونډه کې د پوځ جګپوړي چارواکي برید جنرال اشفاق ندیم د عملیاتو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

په غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د پوځ لوی درستیز راحیل شریف، او د هوايي، مځکني او سمندري ځواکونو عمومي قومندانانو ګډون کړی وو.

دوی د پاکستان پر کورني امنیت او دغه راز پر سیمه ییز وضعیت خبرې وکړې.

د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف ویندوی وویل چې په دې غونډه کې د تروریستي پېښو او د پاکستان د ملي امنیت په اړه غور وشو، د قبایلي سیمو، کراچۍ او بلوچستان پر حالاتو هم خبرې وشوې.

د نوازشریف ویندوی پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پرېکړه وشوه چې په شمالي وزیرستان کې به د «ترهکرو» پرضد عملیات کېږي.

د پاکستان حکومت او پوځ دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د کراچۍ پر هوايي ډګر د طالبانو په بریدونو کې په سلګونو ملیون ډالره زیان واوښت.

پاکستاني تلویزیونونو وویل چې له طالبانو سره د کراچۍ په هوايي ډګر کې د جګړې له کبله بوینګ ۷۴۷ او بوینګ ۷۴۳ هم د ګڼو نورو الوتکو ترڅنګ ویجاړې شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات د حقاني شبکې ته جدي ستونزې پېښولی شي. دا شبکه له کلونو راهیسي په شمالي وزیرستان کې دېره ده.

0 thoughts on “په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیلولو لپاره د پاکستان پرېکړه”
  1. کر د ګلو کړه چی سیمه دی ګلزار شی — اغزی مه کره پښو کی به دی لاړ شی
    کوهی مه کینه د بل سړی په لار کی — چی ستا به د کوهی په غاړه لارشی

    او بل ځای بیا وایی:
    نه زن به در کس به انګشت — تا نه زند به درت کس به مشت

    دا دشیطان ځاله ګندستان چی نورو ته کوهی وباسی ان شاءالله چی خپله به په همدی کوهی کی غوزیږی

  2. اوس دا وخت رارسیدلی دی چه باید ټول افغانی طالیبان شمالی وزیرستان ته ولاړشی او د خپلو مسلمانو وروڼو په څنګ کی ودریږی تر څو چه پنجابیانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکی

  3. Dalta bayad che likal shawiwai che da doy khpal jasosan, laka taliban aw haqani hm shton darlod pa de ghwanda , che hedayat worta shawai che doy yaw khwandi jay ta kpale dale inteqal kri… Da tol drogh di jahan ta kpal dool wahi…..

  4. څه چی کری هغه به ریبی، مارته په لستوڼی کی ځای مه ورکوه، کوهی مه کنه د بل سړی په لار کی چیر ی ستا به هم د کوهی په غاړه لار شی

  5. ناولئ سیاست ـ ـ ـ لمسي مې خندل ، ماورنه پوښتنه وکړه چې هلکه ولې خاندې ؟ ځواب راکړ چې بابا د هغې پښتو متل په مانا اوس پوه شوم ، ماویل کوم متل او کومه مانا ؟ هغې بیا وخندل او وېې ويل ( وېې واهه په سر ، وېې چاودې خ ، و ) چې د معنا پوښتنه مې ترې وکړه ، ویل ېې پاکستاني طالبانو اعلان وکړ چې د کراچۍ په هوائي ډګر حمله د دوی جنګيالو کړیده ترڅو د وزيرستان د شهیدانو بدل واخلي خو د پاکستان فوځ وايي چې حمله افغانانو کړیده ، د افغانستان سفير ېې هم احضار کړيدئ ، حيران شوم چې نـن ماشومان هم په ناولي سیاست پوهیږي اود پولې ، پټي بزګر هم پوهیږي چې هغوی ټر په پر بدلوی یعنې غواړي د کنړ ميزایل باران ته بهانه او لاسوند وړاندې کړي

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *