راپور: خالد نجیم
راپورونه وایي، په شمال کې يوځل بيا پخواني جنګسالاران د واک د تصاحب هڅې کوي، وسلې وېشي او په خپلو ليکو کې د جنګياليو د جذب ساحه پراخوي، ځوانان د دفاع په نوم په خپلو جنګي ليکو کې ګوماري.

په شمال کې د وسلو وېش او د جنګياليو منسجم کېدو ته په کتو سره اوس ويل کېږي، چې په حکومت کې دننه ځينې لوړ پوړي چارواکي د نور څه تر څنګ د نظام د نسکورېدو هڅې کوي او حکومت ننګوي.

اوس د هېواد په شمالي سيمو کې د وسلو نرخونه د تېر او وړم کال په پرتله څو برابره لوړ شوي دي. تېر کال د يوه کلاشنيکوف توپک بيه تر ۲۰ زره افغانيو پورې وه، خو سږکال دا بيه تر ۸۰ زرو افغانيو پورې جګه شوې ده.
افغان حکومت د بې وسلې کولو په پروګرام ميليونونه ډالره لګښت وکړ، خو اوس اوس جوتېږي، چې نه وسلې راټولې شوې او نه جګړماران په کورونو کېنول شوي دي.

قومي مشران او ځايي خبريالان وايي، د شمال په يو شمېر ولايتونو کې د پخوانيو جنګسالارانو له لوري د ځوانانو د جلب او جذب لړۍ روانه ده او دوی د دفاع په نوم جګړې ته وربلل کېږي.

د افغانستان په شمال کې پخواني جنګسالاران له دې امله چې يوځل بيا له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې امتيازات تر لاسه کړي، د خلکو او حکومت د ننګولو په خاطر دې چارو ته لاس اوږدوي او غواړي، خپل راج او باج بيا ژوندی کړي.
په شمال کې ازاد خبريال بهرام محور ورځپاڼې ته وويل، په دغه سيمه کې له وړاندې د دريو قوماندانانو، د بلخ د اوسني والي عطامحمد نور، د پکتيا والي جمعه خان همدرد او د جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم واک چلېده، چې اوس يوازې عطا پر دغو قوماندانانو بريالی معلومېږي او د واک ساحه يې پراخه شوې ده :((عطاء محمد نور اوس د ولسي ملاتړ تر څنګ پراخه اقتصادي او سياسي ملاتړ هم پيدا کړی دی، چې لامل يې په بلخ کې د حکومتي ماموريت پرمهال له خپلې څوکۍ نه ګټه اوچتول دي، چې اوس له پاکستان او ايران سره خوږه يارانه لري او له بل لوري ولس ترې ويرېږي هم.

خو عبدالرشيد دوستم خپل ټول کارونه د ټوپک په وسيله کوي او ان په خپل ګوند کې يې هم هغومره محبوبيت نه دی پاتې، لکه پخو به چې ورسره وو. د دوستم هڅې دا دي، چې وسلې ووېشي، په شمال کې خپله واکمي بيا راژوندۍ کړي او افغان حکومت وننګوي.

ددې تر څنګ جمعه خان همدرد هغه پخوانی قوماندان وو، چې تر ټولو غښتلی او په ځانګړې توګه د شمال د پښتنو پوره ملاتړ ورسره وو، خو کله يې چې ولس پرېښود، په پکتيا کې يې ماموريت پيل کړ، هرڅه يې په اوبو لاهو شول، حتی اوس يې نوم هم نه اخیستل کېږي، وار خو د واکمنۍ او پخواني راج او باج شو.))

د افغانستان په شمال کې د عطاء محمد نور او جمعه خان همدرد توپير په دې کې دی، چې ښاغلی عطاء د ولس تر شا ودرېده، له څوکۍ يې داسې ګټه پورته کړه، چې خپلې شخصي سياسي او اقتصادي ستنې يې پيا وړې کړې، خو ښاغلي همدرد هغه څه چې لرل هغه هم له لاسه ورکړل، ځکه ولس ته يې شا کړه.

خو اوس ويل کېږي، شايد جمعه خان همدرد بېرته شمال ته ستون شي او خپله واکمني بيا را ژوندۍ کړي.

د تېر زيږديز کال په وروستيو کې همداسې راپورونه خپاره شول، چې ګويا پخواني جنګسالاران يوځل بيا په شمال کې وسلې ويشي او د جګړې تابيا نيسي، خو هغه مهال ويل کېدل، چې دوی د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د ځان ساتنې په موخه دا کار کوي.

اوس د جوزجان ولايت چارواکي وايي، دوستم د دغه ولايت په آقچه، مینگجیک، مردان کلي، شبرغان او خواجه دوکو کې وسلې وېشلې، چې په وينا يې دغه څه ته د کورنۍ جګړې د پيل په سترګه کتل کېږي. دوی وايي، دوستم هڅه کوي له دې لارې ځان بيا واک ته ورسوي.

همدا تېره ورځ يوشمېر کورنيو رسنيو د عبدالرشيد دوستم د وياند کینجه کارگر له قوله داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګويا دوی دغه وسلې د دوستم له شخصي لګښت نه د شمال نه د دفاع په خاطر وېشلې دي.

په تخار کې يوه ازاد خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ورځپاڼې ته وويل، د وسلو د وېش او په شمال کې له خلکو سره د وسلو مسئله کومه نوې خبره نه ده. دی د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال قسيم فهيم خبرو ته اشاره کوي، چې تېره اونۍ يې ويلي وو، په شمال کې وسلې نه دي، ټولې شوې او اوس هم خلک پرېمانه وسلې لري. دی وايي، دې ټولو ته په کتو سره په خپله په حکومت کې د ننه کسان هم په ځينو دې ډول کارونو کې ښکېل دي، چې د نور څه تر څنګ د نظام د نسکورولو هڅې کوي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ډاکتر ګلالۍ نور ساپۍ محور ته وويل، افغان حکومت د بې وسلې کولو په پروګرام ميليونونه ډالره لګښت وکړ، خو اوس اوس جوتېږي، چې نه وسلې راټولې شوې او نه جګړماران په کورونو کېنول شوي او نه نور د شمال د ارمتيا خوب ليدل پکار دي :((نوې وسلې په کمه پيمانه ويشل شوې، پخوانۍ وسله ډېره پاتې ده او اوس يوازې جنګيالي سره منسجم کېږي.))

د جنګسالارانو د بيا وسلو د وېش پرمهال سيمه ييز خلک وايي، چې په شمال کې د وسلو نرخونه د تېر او وړم کال په پرتله څو برابره لوړ شوي دي. تېرکال د يوه کلاشنيکوف ټوپک بيه تر ۲۰زره افغانيو پورې وه، خو سږکال دا بيه تر ۸۰ زرو افغانيو پورې جګه شوې ده.

د سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ د طالب حاکمیت لپاره هم زمینه مساعدېدلی شي او طالبان د شمال د دروازې یعنې د نورستان د کامدېش او برګمټال څخه د یو فرصت په توګه استفاده کوي او په سلګونو طالب جنګیالي ددې دوازې په ماتېدو لګیا دي.

بلخوا جمعیت ګوند هم په شمال کې د خپل نفوذ لپاره په هڅو لګیا دی او د راتلونکو ټاکنو لپاره ددې ګوند ځینې غړي په لاسي نا امنۍ غواړي اوضاع د ځان په ګټه جوړه کړي او په راتلونکو ټاکنو کې پخپله ګټه صندقونه ډک کړي.

4 thoughts on “په شمال بیا جنګسالاران واکمنېږي / د محور ځانګړی راپور”
  1. ورکه ډنګ!!!!! اوس ورته ټنګ شه….. بیا به پر یو کیلومتر دري ګمرکه وي او پیسي به ټولیږي.

  2. په افغانستان کې زورواکی او هغه کسان چې د حکومت په لوړو څوکیو یې خپله خیټه اچولې ده او خپل شخصي شتمنې یې ګڼې هیڅ وخت هم د ملت په غم کې نوو او نه به هم په راتلونکي کې وي دا ټول د ځپلو شخصي ګټو لپاره په جګړه بوخت دي او خپل جیبونه ډکوي اود دې بیلګه مو په تیرو دولس کلونو کې ولیده الله دې په دې بې وسه ملت خپل رحم وکړي آمین ثمه آمین

  3. سلامونه او نيک هيلی ومني

    د وسلو د وېش او په شمال کې له خلکو سره د وسلو مسئله کومه نوې خبره نه ده
    له ٢٠٠٩ کال دا پروسه پيل شوی چي رهبری د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم په غاړه ده
    په کندز ولايت د خاناباد په ولسوالي کي مير عالم په زرها ميله توپک خپل پخوانی ټوپکيانو ته ورکړي
    نويد چي پخوا يو غل وو وس د مير عالم قوماندان دي په خاناباد کي او د ولسوالي د قومندان څخه د دي واک ډير دي
    امريکايان څو ځله د نويد کور معاصره کړل خو پس له څو ساعتو نه ور څخه ولاړل ، د امريکايانو ترجمان چي استاد نصیر نوميږي ځاي خلک ور څخه پوښتنه کړي وو چي ولي راځي او بيرته ځي په ځواب ي ويلي وو
    بعد از زنګ مارشال ما از معاصره دست کشيديم

    د نويد څخه شر او فساد هر راز کار اخلي په تيره انتخاباتوکي نويد جان ته قومانده شوي وه چي دپښتانه سمي نا امن کی تر څو پښتانه خپل رایه و نه کاروي چي همداسي هم وشول
    نويد د انتخاباتو په ورځ کي خپل کساني وليږل چاربولک ، بوينګ کلی او چهاردره تر ولسوالي څخه
    ولاړه د انتخاباتو ورځ نا ارامه کړو

    مير عالم د شر او فساد پخوانی قوماندان وو
    مير عالم د د فهيم په اشاره د کندز ټول پښتانه يي ووژل او يا يي بي وسلي کړل تر څو خپل ساحه پراخه کړي
    ولسي ملاتړ تر څنګ له د فهيم ، قانوني پراخه اقتصادي او سياسي ملاتړ هم لری
    د کندز دپښتانه کلی بانډونه سخت نا ارامه ده د ورځي اربکي دي او دشپي بيا د طالب په نوم خلک ځوروي.
    بيا په تخار ولايت کي همداسي لوبه روانه ده چي يو خوا جمعيت او بلخوا جنبش کش کوي
    په تالقانو کي د دوستم خاص کس قوماندان ملک چي په قوماندان مله مشهور دی دوستم ته کار کوي
    په زرهاو ټوپکيان لري او تاسو هم شاهد ياستي چي څوځله د حاجي اغا ګل او د جنرال داود د ورور سره
    ښکر په ښکر شوي وو چي د فهيم په منځګړي توپ ختم شو
    قوماندان مله د تخار په سرای سنګ کي مرکز یی دي او د سرای سنګ نه شروع د بهارک ولسوالي ، خواجه غار ولسوالي واک لري
    ينګي قلعه ولسوالي ، دشت قلعه ولسوالي ، رستاق ولسوالي ، خواجه بهاوالدن ولسوالي ، چال ، نمک اب ولسوالي ټول د دوستم وسله والو شتون لري او هر وخت پښتانه ځوروي او په انتخاباتوکي سخت پښتانه يي وځپل
    دوستم د بنيات امير علي شير نواي په نوم يوه بنسټ هم لري هلته د زدګړي ترځنګ سياسي کارونه هم اخستل کيږي د مثال په ډول خير محمد چرک د قومنداني امنيه نه لري شو حاجي اغا ګل د مرکزي حکومت لخواه قوماندان ټاکل شو جنبش يانو ٥ ورځي لاريون کړل
    دا پلان په هرات ي هم عملي شوي دي تور اسماعيل وسلي وېشلې دي

    توره شپه
    پښتون حیران په دې جهان کې دی نـن
    په تــوره شپــــه په بیـابـان کې دی نـن
    دغـه دنیا کــې ترې مـکان ورک شـوی
    ستړی ستومان په دې زمان کې دی نن
    د ژوند ناخــوالـو پرې نخره ده کـــړې
    دهـری خـواه نه په تــــاوان کې دی نن
    هغـه پښتـون چـې تـرې جهان ویــریده
    دهغـی دښمـــن په بــدخشـان کې دی نن
    وردګــــه وکـــــــړه د بــــــري دعـــاوې
    ستا هـر ورور په امــتحان کــې دی نن

ځواب ورکول Abdul ghani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *