تاند – د افغانستان په شمال کې د جنبش پلوي فعالانو د لاریونونو په ترڅ کې د ښځو څادرۍ اغوستې دي.

مخکې داسې ګڼل کېده چې ګواکې د فاریاب د زورواکي قوماندان، نظام قیصاري، په ننګه د سړیو تر څنګ یو شمېر ښځې هم د هغه د خلاصون او د دوستم د راستنېدلو غوښتنه کوي.

دا راز هغه وخت افشا شو چې د جنرال دوستم د پلوي لاریونوالو څادري پوښو یو شمېر لوڅ مخ عکسونه ټولنیزو رسنیو ته راووتل.

ویل کیږي چې نظام الدین قیصاري چې محلي خلک یې نظام ګاو بولي په سیمه کې د لسګونو خلکو په وژنه، د خلکو د مال او حال په لوټ او تالان کې لاس لري.‌

د فاریاب زورواکی قیصاري د روان کال د جولای په ۴مه وروسته له هغه د افغان کمانډو د یوه برید په ترڅ کې په فاریاب کې ونیول شو او لاس تړلی کابل ته راوستل شو چې په یوه غونډه کې یې د ملي اردو افسران او د دغه ولایت والي په مرګ وګواښل.

3 thoughts on “په شمال کې د جنبش پلوي نارینه لاریونوالو د ښځو څادرۍ اغوستې دي”
  1. دا دی د دوستم باحجابه ملیشې موهم ولیدلی خو مخونه ترې لوڅ شوي. خیردی ملامت نه دي، کمبختانو به ګرمي شوي، هغه ورځ هوا ډیره ګرمه وه

  2. د دوی دې کور وران شي، اوس بازار کې چادرې کړې ښځې هم راته د قیصاري ملیشې ښکاري

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *