شینډنډ

تاند- د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په جګړه کې ۷۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

دا جګړه، چې د ملا محمد رسول اخوند او ملا اختر محمد منصور د پلوي قوماندانو ترمنځ نښتې، د دوشنبې په ماسپښین پیل شوه او لا هم دوام لري.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې جګړه له تیرې ورځې راهیسې سخته شوې ده.

تر پرون پوري د دواړو خواوو د ۲۶ کسانو وژل کېدل تایید شوي وو.

د طالبانو سرچینو هم په خپل منځ کې جګړه او پکې مرګ ژوبلې تایید کړي دي.

قاري یوسف احمدي، چې د ملا اختر محمد منصور د ډلې ویندويي کوي، دا جګړه د افغانستان د حکومت دسیسه بللې ده.

خو ملا محمد رسول ویاند او د سیاسي چارو مسوول ملا عبدالمنان نیازي ادعا کړې د شینډنډ زېر کوه سیمه یې له مقابل لوري له دې سره سره تصفیه کړې چې مقابل لوري د ځان د ملاتړ لپاره پنجابیان راوستي دي.

په همدې حال کې دفاع وزارت د ملي اردو ځواکونو ته امر کړی چې د نښتې پر سیمه د هاوان ګولۍ وولي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د دوی ترمنځ اختلاف د ملا منصور او ملا رسول اخوند د مشرتابه پر سر راپورته شوی دی.

څه باندې درې میاشتې پخوا هم په شنډنډ کې د دواړو ډلو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

وروسته دواړو خواوو هڅه وکړه چې د بې پرې ملایانو په منځګړتوب په کوټه کې غونډه وکړي او لږترلږه خپل منځي جګړې ودروي.

د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو وروسته د طالبانو په منځ کې اختلافات رابرسېره شول.

3 thoughts on “په شینډنډ کې د دوو سیالو طالب ډلو په جګړه کې ۱۳۰ تنه مړه او ژوبل شوي”
  1. حکومت مسوولیت او قانونی دنده لری چی د سیمې د تصفیې لپاره منظم پلان جوړ کړی ترڅو سیمه د دو پردیپالواو افغان دښمنه تش په نامه ملایانو نه پاکه، هلته امنیت او ثبات راولی.
    د ملایانو جنګونه د تاریخي جنایاتو یوه برخه ده ، دوي نه په ځان رحم کوي او نه په ملت او ولس باندې . ملایان یو بل ته هم کافر ، کمونست ، پنجابی ، مزدور او غلام خطاب کوي ، همدا کفر یی بس دی چی په ځان شاهدي وایي.

  2. لکه الله تبارک وتعالی چی فرمایی الهم اشفل الظالمون بالظالمین.ط صدق اللعظیم.ژباړه، ای خدایه په ظالم باندی ظالم مسلط کړی. او ! یا هم هغه پښتو متل دۍ کوم چی وایی : نه عایشه ښه ده نه ګله!،دوی د وخوری یو د بله

ځواب ورکول مسلمیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *