تاند- په کابل کې د ایران سفارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران په شېراز کې د پولیسو له لوري د نیول شویو غیرقانوني افرادو د عکس خپرېدا، چې قصداً د نورو عکسونو له منځه غوره کړای شوی، د افغانانو په منځ کې غلط تصور رامنځته کړی دی.
په کابل کې د ایران سفارت په شېراز کې د ایران د پولیسو له لوري د کشف کړیو شرابو، چرسو، تریاکو او نورو بدو شیانو ترڅنګ د افغانانو د نیولو او په قفس کې د هغوی د اچولو په وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د غندنې پر اعلامیې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه وزارت له بیړې کار اخیستی او ویلي یې دي چې دې اعلامیې ناسم تصورات د افغانانو په ذهین کې پیدا کړي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران سفارت وايي«په دې برخه کې پکار ده چې وویل شي، د پولیسو له لوري نیول شوي کسان په قفس کې نه بلکه په سرخلاصي ځای کې د کټارو په منځ کې ساتل شوي ول او په هیڅ ډول څوک په قفس کې نه ول اچول شوي او د چا سپکاوی نه دی شوی.»
د ایران سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې نیول شوي افغانان د چرسو، تریاکو او شرابو ترڅنګ د ایران د پولیسو له لوري د مضرو کشف شویو شیانو په برخه کې د پولیسو بریاوې بلل شوي دي او په همدي مقصد نندارې ته وړاندې شوي وو.
سره له دې چې په پیل کې د ایران د سفارت په اعلامیه کې د نیول شویو کسانو افغان ملیت تایید شوی خو وروسته راغلي چې حتمي نه ده دا کسان دې افغانان وي.
اعلامیه وړاندې وايي، دا کسان په دې خاطر نیول شوي چې ایران ته په غیر قانوني ډول داخل شوي نو مهاجر یا پناه غوښتونکي نه ګڼل کېږي او د ایران پولیسو له هغوی سره د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو مقرراتو مطابق اقدام کړی دی او دا په هیڅ صورت د نړیوالو کنوېشنونونو، او دوه اړخیزو موافقو خلاف نه دی.
له بلې خوا په هرات کې د مدني ټولنې لسګونو غړیو په شېراز کې له افغانانو سره د ایران د پولیسو چلند ناوړه وباله.
دوی چې په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخته راټول شوي ول، د یوه پرېکړه لیک په خپرولو د ایران له حکومت او د بشري حقونو له ادارو وغوښتل چې د دې پېښې په اړه څېړنه وکړي.
په هر حال سره دا عمل له بشری حقوقو سرغړونه ده . که افغانان په غیر قانونی ډول د ایران خاروی ته داخل شوی هم دی باید د ایران پولیس او نور مسوول مقامات له خپلو ختیزو ګاونډیانو سره په نرمښت چلند وکړی کیدای شی له هغوی پوښتنی وشی او د ضرورت په وخت کې بیرته خپل هیواد ته راستانه شی.
زیاتره افغانان د ایران له لاری نورو غربی هیوادونو ته غیر قانونی سفر کوی ، مګر دوی مخدره مواد ، نیشه یی توکی ایران ته نه انتقالوی.
په تیرو 40 کلونو کې په زرګونو افغانان د ایران هیواد ته تللی ، هلته یی په خپلو خولو سره په ډیر کم مزد کار کړی ، ډیرو ته یی د کار اجوره هم نده ورکړل شوی، ایرانی سرمایدارانو دوی استثمار کړی . مګر افغانانو د دوی هیواد ورته آباد کړی دی . ډیر کم افغانان په جنایی او غیر اخلاقی کارو تورن دی.
د ایران له سفارت او نورو مقاماتو نه افغانان د یوه اسلامی هیواد د ورورولی او نیک ګاونډی په شان هیله لری. له دوی سره زور زیاتی له ښه ګاونډیتوب، اسلامی ، اخلاقی او ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. هیله ده پدی هکله د افغانستان دولت د ایران له مسوولو مقاماتو سره په دوامداره توګه په تماس کی وی. د دواړو هیوادنو ترمنځ ښه روابط د دواړو ګاونډیو په ګټه دی. راځی اسلامی ورورولی ، ښه ګاونډیتوب او همزبونی په عمل کې تطبیق کړوچې نورو ته نمونه او سرمشق شی.
شاهین افغان
د دي مجوسيانو، د متعي د اولاد ( اېرانیانو) خو
يو ظلم نه دی چي پټ يې کړی
دی هر وخت په افغاناو ډول ډول ظلمونه او هغوي ته سپکاوی کړی
مرګ په مجوسیانو
مرګ د متعي په اولاده
هر قدر اشخاص فروخته شده و مجهول الهویه چون آقایون مجیب الرحمن رحیمی، لطیف پدرام و دهها دیگر که فریفته و شیفته ایران صفوی اند؛ و خودرا از نژاد ایرانی میدانند ، باز هم ایران این اشخاص سُست عنصر را ، مانند افراد داخل این قفس ، اتباع بیگانه خواهند دانست .
من در این کوچکترین شک ندارم که اکثریت مطلق این قفس شده گان هموطنان تاجک ما استند ،نه پشتون ، و همین همزبانی شان باعث قفس شدن شان شده است . اینها “اتباع بیگانه ” خطاب شده اند، نه همنژاد فارسی زبان !!! ا
امید است این درس تلخِ باشد برای آن عده ایکه هنوز پروسه “فقدان هو یتیِ” شان تکمیل نشده پند باشد ، و بهوش بیایند وخیال پلو های بیمفهوم را از کله برون کنند
باور کامل دارم اشخاصی که اسامی شان در بالا ذکر شده، از این نصیحت مستثنی میباشند زیرا انها سالیان زیاد است که از سرطان بحران هویت رنج میبرند و با یک سرعت سرسام آور به سوق پرتگاه تاریخ در حرکت اند