تاند – د غزني په اندړ کې د واده د ورا پر موټر چاودنه شوې ده چې اتلس تنه ملکیان پکې وژل شوې او وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.

دا پیښه نن یکشنبې د صاحبخان او حبیب ګوډلو د دوو کلیو ترمنځ هغه مهال وشوه چې د محلي پولیسو د یوه افسر د زوی د واده د ورا موټر تیریده.

په وژل شویو کې د تاند د معلوماتو له مخې ۱۴ ښځې دي، ۳ نارینه دي او یو هم کوچنی هلک دی.

د غزني د امنیه قومندان مرستیال اسد الله انصافي پېښه تایید کړه، ویې ویل په دې چاودنه کې، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې وشوه۱۴ ښځې، ۳ نارینه او یو ماشوم وژل شوي دي.

د انصافي په وینا په دې پېښه کې ۵ تنه ښځې ټپیانې شوي چې د دوو حال نازک دی.

په اندړ کې پاڅون کوونکو طالبان کمزوري کړې دي او طالبان هڅې کوي  چې په دې سیمه کې د ولسي خلکو او هغو وسله والو تر منځ اړیکي ټینګ نه شي چې د دوی پرضد وسله واله مبارزه کوي.

د نننۍ چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستي خو په اندړو کې چې کله دغه ډول چاودنې پخوا کیدې طالبانو ادعا کوله چې دا کار دوی کړی دی.

طالبان پاڅون کوونکي تورنوي چې د حکومت ملاتړي دي او محلي پولیس هم د دوی کسان دي. پاڅون کوونکي وایي چې دوی ولسې خلک دي او هدف یې دا دی چې په سیمه کې ښوونځي پرانیستل شي او خلک عادي ژوند وکړي.

5 thoughts on “په غزني کې اتلس ملکیان ووژل شول”
  1. دغه د بی ګناوو انسانانو عام قتل که طالیب، امریکایی، که دشجاعی په شان هزاره او یا بل چا کړی وی، ډیر بی غیرته کاریی کړیدی، ځکه ددغه بی ګناوو تورسرو اونارینه وو مړه کول نه په اسلام کی شته اونه په عیسویت اویهودیت کی شته، خدای تعالا دي مونږ ددی نیمګړی حکومت څخه خلاص کړی چه نه یی طالیب ورک کړو، نه یی امریکایی ورک کړو اونه یی دشجاعی په شان خون خواره مړ کړه، فقط دا یوه خبره یی زده ده مونږ به ډیر ژر تحقیقات وکړو اوبس.

    خدای تعالا دیی دغه مړی وبښی اوکورنیو ته یی غټ صبر ورکړی.

  2. ددی دو کلیو تر منځ فاصله له دری سوه مترو زیاته نده او په دواړو کلیو کی اربکیان پوستی لری ، اربکیانو ، له جوړیدو تر اوسه د صاحبخان له کلی لس کورنی کډه شوی او په کورو کی اربکیانو پوستی جوړی کړي ،د ولسی خلکو په کورو د شبی لخوا بی پوشتنی ننوخی ، په خلکو په زور دری وخته ډوډ
    ی حواله ده او خپل شخصی کارونه لکه دبام کاګل د محرقاتو راټولول او ځای پر ځای کول جبرأ په کلیوالو کوی . او د مکتب شاګردان جبرأ په خپلو لیکو کی ځایوی . دا ټولی هغه خبري دې چه مثالونه یی شته او دقیقه څیړنه غواړی دا یواځی په تسلیت ویلو سره د خلکو غوشتنو ته جواب ندی بلکه دقیقه څیړنه وشی . د

  3. ولي ؟؟؟؟؟ ولي ؟؟؟؟؟؟ آی نامردانوووو ، دا ولي ؟؟؟؟؟ بس کی ، بس کی ، نور د هغه چا په روی چي تاسو ایمان پر راوړی دی . خو یوه خبره به ظرور کوم چي پاکستان او د هغه تالیڅټي دي که نن زما چیغو ته ناست دي او خاندي سبا د دوی وار دی …..

  4. موږ ډیر بر بخته خلک یو.
    کاش چې پدې خاوره او پدې خلک کې نه وی زیږیدلی

ځواب ورکول عبداله کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *