تاند- له غزني څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د ښار حساسې برخې او دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو په کنترول کې دي خو وضعیت هغسې هم نه دی چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویندویان یې بیانوي.

د ښار په څو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده. طالبانو ځینې ودانۍ نیولي او له هغو څخه ډزې کوي. شاوخوا یوولس نیمې بجې د ښار په ۲ ناحیه کې نښته پیل شوه چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې روانه وه.

روغتوني سرچینې وايي چې لږترلږه ۱۰۵ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر نور ژوبل دي.

نن /یکشنبه/ روغتوني سرچینو وویل چې په وژل شویو کې ۱۳ تنه ملکیان او نور امنیتي ځواکونه دي.

د طالبانو مرګ ژوبلې تر دې هم ډېرې دي خو کره شمېر یې څرګند نه دی.

د جګړې په لومړۍ ورځ /جمعه/ ادعا شوې وه چې شاوخوا ۱۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان دي.

د ۲۰۳ اتل قول اردو مسوولان وايي چې د ښار په ځینو برخو او شاوخوا کې لا هم جګړه روانه ده.

د دې قول اردو مسوولان او د غزني د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې مورچې نیولي دي.

د ښار ګڼې ودانۍ، په تېره بیا د تجارتي سیمې مارکیټونه او دوکانونه سخت زیانمن شوي یا بشپړ ویجاړ شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز مشر تاییدوي چې طالبانو د دوی دفتر ته اور ورته کړی دی.

لا هم په ښار کې نه برښنا شته او نه اوبه. د کابل – کندهار لار هم بنده ده او سره له دې چې له کابله غزني ته استول شوی پوځي کاروان غزني ښار ته رسېدلی پر دې لاره ګڼ شمېر پُلونه او پُلچکونه د طالبانو له لوري ویجاړ کړل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې نن /یکشنبه/ د ملي اردو لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي غزني ښار ته لاړ شي او د جګړې قومانده په خپله غاړه واخلي.

One thought on “په غزني کې د سلګونو تنو له وژل کېدو سره سره لا هم جګړه روانه ده”
  1. انساخوره آیدییالوجي

    د آیدییالوجیو د ارزونې یو پارامتر په هغوی کې د انسان ځای دی. ترټولو ښه آیدییالوجي هغه ده چې د انسان او د انسان ښیګڼه یې محور وي. ترټولو بده آیدییالوجي هغه ده چې موهوم مقصد لپاره انسان او د هغه هستي دود کول ثواب ګڼي. داسې آیدییالوجیانې انسانخورې دي، انسانان خورې، په انسانانو چلیګي لکه موټر چې په تیلو. تولید یې مرګ ترور وحشت تباهي… ده

    دلته دجنګ علتونه به ډیر وي، خو ترټولو لوی علت په دوهمې آیدییالوجۍ کې پروت دی او روان جنګ د همدغې آیدییالوجۍ بیروني تظاهر دی. بنا که طبیعي او ریشه یي سوله غواړو نو باید هماغه ژور آیدییالوجیک ستراکچر کې بدلون راولو، له دې بغیر دا جنګ ابدي کیږي، هرکور به غزني شي، تول افغانستان غزني کیدی شي

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *