ارشیف/ پخوانی عکس

تاند- غزني ښار ته نژدې نن /جمعه/ لږترلږه ۶ ماشومان ووژل شول.

د دغو ماشومانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

چارواکي وايي چې دا ماشومان د طالبالنو له لوري په ویشتل شوي راکټ وژل شوي دي.

د غزني ولایتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې د طالبانو له لوري د هاوان ویشتل شوې ګولۍ پر یوه کلي ولګېده چې په نتیجه کې یې ۶ ماشومان ووژل شول او ۲ نور ژوبل شول.

خو وسله وال طالبان بیا وايي چې دا ماشومان د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان محمد زمان خبریالانو ته وویل«ماشومانو د یوه کور په حویلۍ کې لوبې کولې چې د طالبانو له لوري ویشتل شوی هاوان پرې ولګېد، ۶ تنه ماشومان ووژل شول او ۲ ژوبل شول.»

د دفاع وزارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش هم طالبان د ماشومانو د وژل کېدو مسوول وبلل«بیخي په زغرده ویلی شو چې د طالبانو له لوري په ویشتل شوې مرمۍ ووژل شول.»

رادمنش دا هم وویل چې د هاوان ویشتونکی طالب د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شو او وسله یې ضبط شوه.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې ۷ ماشومان د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

مجاهد همداراز وايي چې د ماشومانو کور نړېدلی دی.

د دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ۳ ملکیان وژل شوي خو له دې نه دی خبر چې دا کسان څوک دي او دقیقاً د غزني په کومه سیمه کې وژل شوي دي.

One thought on “په غزني کې ۶ ماشومان ووژل شول”

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *