کوچینوالي کې د کیسو اوریدو ډير شوقي وم. هغه کیسې به مې ډیرې خوښیدې چې ویرونکې او له مبالغو به ډکې وې. شاید هر ماشوم همدا ذوق ولري، شاید هر څوک د غیر عادي پیښو له اوریدلو خوند واخلي.

په هغه شپه بیرون جړۍ باران وریده. موږ په خټینه خونه کې د الیکن ژیړې رڼا ته ناست وو. چري ( یو ډول بخارۍ) منځ کې لګیدلې وه او لپاسه پرې غټ تور چایبر ایښودل شوی و. میلمنه مې په یاد نه ده، خو زموږ نږدې خپلوانه وه. هغې کیسې کولې او موږ ورته غوږ غوږ وو. د نکلچي دغه کیسه مې تر ډیره په ذهن کې پاتې وه:

یو پاچا و. ډیره ښایسته لور یې وه. لور یې ډير ریباران لرل، خو د پاچا په خپلۍ نازولې لور زړه نه کیده. ریباران یې هم نشو خپه کولای، ځکه ټول د دربار د وزیرانو او مخورو زامن وو. که یوه ته یې ورکوله بل ترې خپه کیده. پاچا له ډیر فکر وهلو وروسته په دې نتیجه ورسیده چې باید داسې شرایط وضع کړي چې څوک یې پوره نشي کړای.

پاچا سبا نغاره وډنګوله ،خلک یې راټول کړل او ویل یې: زه مې لور ورکوم، خو یو شرط لرم. که چا شرط پوره کړ، زما زوم به شي او که پوره یې نکړ نو سر به یې جلاد غوڅ کړي.

نکلچي، د چایو پیاله پورته کړه او زما شرط ته نوره هم سودا زیاته شوه. هغې پیاله کیښوده او بیا یې ویل: شرط دا دی چې ماته باید د غره له چینې په غلبیل کې اوبه راوړي!

هره ورځ به د شهزادګۍ میینان په شرط کې پاتې راتلل او هره ورځ به جلاد سرونه جلا کول. نو دا شرط به چا څنګه پوره کړی و؟

دا یوه کیسه وه. خو له دغه فورموله(شرط) هر وخت استفاده کیږي. هر کار ته چې د چا زړه نه وي دغه شان نه پوره کیدوونکي شرطونه ږدي. په تیرو څوارلسو کلونو کې د سولې په مقابل کې  ښکیلو غاړو له همدې فورموله استفاده وکړه او لا هم په چلښت کې دي.

د سولې د عالي شورا د مشرتابه ټاکل هم، همداسې یو شرط  ښکاري. لکه حکومت چې وايي: سوله راولو خو په یوه شرط او شرط دا دی چې دغه کسان باید د سولې مشر، مرستیالان او… وي. خو دا شرط د پورتنۍ کیسې له شرطه خطرناک دی ځکه دا ورسره ضمیمه نه ده چې که ماموریت کې ناکام شول نو سرونه …

دا داسې کسان دي چې یو هم د دې مهم او حساس ماموریت له عهدې نشي وتلای. سولې ته کار کول له حده زیاته انرژي، د استدلال لپاره اورنۍ ژبه او د منډو را منډو پراخه حوصله غواړي. خو د دې شورا مشر(  هغه ته په ټول درناوي) له دغو صفاتو محروم دی. هغه د عمر په داسې مرحله کې دی چې چیرته باید د خونې په کونج کې کښيني او تسبیح واړوي.

مرستیالان یې داسې  څوک دي چې د سولې په نشتون کې یې زر اندوزي کړې. یو مرستیال یې داسې یو څوک دی چې ګوند یې له مقابل لوري سره د دښمنۍ زړې ریښې لري. داسې یو څوک دی چې تر ډیره حده لا د مذهب او قوم له قشره نه دی راوتلی.

بله غړې یې داسې یوه میرمن ده چې شاید ټول عمر یې په دغه شان ناستو کې ګډون نه وي کړي.

همدارنګه پاتې نور کسان هم درواخلئ.

سولې سره د ټول ولس او ټول هیواد برخلیک تړل شوی دی. که اوسنی حرکت یوازې تمثیل نه وي باید داسې کسان ورته وګومارل شي چې له دې دروند ماموریته بریالي راووځي.پوره انرژي ولري.  داسې کسان ورته وټاکل شي چې واقعاً په سوله کې یې ګټې وي. واقعاً سولې ته ژمن وي. ملي ګټې ورته له شخصي ګټو ډیرې لوړې وي او دا یې په عمل کې هم ثابته کړي وي او…

که خدای ج زموږ د ولس مجبوریتونو ته وګوري او رحم وکړي، هغه بیله خبره ده کنه د دې شورا پرسونل خو راته هغه ځوانان ښکاري چې له غلبیلونو سره به چینې ته اوبو راوړلو پسې تلل!

محمد نعمان دوست

د کب پنځمه، ۱۳۹۴ ( سرخط ورځپاڼه)

2 thoughts on “په غلبیل کې اوبه/ دوست”
  1. دوست صاحب! بالکل هماغه د نکلچي شرط دی، چې دولت له پيله بیا تر اوسه د سولې د رواوستلو کې له زړو او تر وخت تېرو درملو نسخې ازمويي.
    دولت باید تر هرڅه وړاندې د سولې د راوستلو په موخه داسې لارې چارې تر لاس لاندې نيولی وای، چې په رښتيا سره همدغې پروسې اوبو د جګړې په سپرغيو اغېز کړی وای، دغه سپرغۍ يې وژلې وای، خو دا چې خبره د غلبېل د اوبو شوه، نو خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

  2. پاړسي ویونکو ورونوبه ویل ! اګر اين ملا واين مسجد باشد کار طفلانرا خراب مې بينم (حاکمه مافيا )

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *