تاند- د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په غور کې د ابتدايي محکمې له لوري د یوې نجلۍ او هلک په عام محضر کې په شلاقو وهل د بشري او اسلامي اصولو خلاف وباله.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر په غور ولایت کې د دې نجلۍ او هلک محاکمه د اندېښنې وړ وبلله.

په غور ولایت کې ۲۲ کلن احمد او ۲۱ کلنه زرمینه په خپل منځ کې د نامشروع اړیکو د لرلو په تور د ابتداییه محکمې له لوري د ګڼو خلکو په مخکې په شلاقو ووهل شول.

د محکمې له لوري د دې پرېکړې پر اجرا بېلابېلو ټولنو عکس العملونه وښودل.

د بخښنې نړیوالې موسسې د غور د ابتداییه محکمې پرېکړه وغندله، او هغه وحشیانه وبلله.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د دې مسلې له عاملانو سره حساب وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ريیسې سیما سمر ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لور ته ښه ګامونه پورته شوي خو له بده مرغه لا هم ډېرې ستونزې شته.

دې وویل چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د اسلامي قوانینو د تطبیق مخالف دی خو په دې فیصله کې قوانین او اسلامي اصول په پام کې نه دي نیول شوي:

«په افغانستان کې د اسلامي قوانینو له تطبیق سره مخالف نه یوو، دا خبره باید ډېره واضیح وي، خو فکر نه کوم چې دوی (محکمې) د حد یا د حد د اجرا کېدو ټول شرطونه پوره کړي وي. دوهمه مسله د عادلانه محاکمې ده چې دوی نه ده په ځای کړې، مثلاً دوی ته یې مدافع وکیل نه دی ورکړی، بل دا چې دا فیصله ابتدايي محکمې کړې، حال دا چې په افغانستان کې درې محکمې شته، د ابتدايي محکمې فیصله په هیڅ صورت د تطبیق وړ نه ده.»

مېرمن سمر همداراز وویل، سره له دې چې څارنوال د محکمې پر پرېکړې راضي نه و، قاضي د پرېکړې په سبا خپله فیصله اجرا کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ريیسې د ګڼو خلکو په وړاندې یوې ښځې ته سزا ورکول د انساني کرامت سپکاوی وباله، ویې ویل:

«شاوخوا چوکۍ ایښې دي، سړي پرې ناست دي او یو سړی نجلۍ په شلاقو وهي، په شرعه کې هم داسي نه دي ویل شوي، دوی څو چې یې وس رسېږي لاس پورته کوي او په پوره زور د شلاقو وارونه کوي.»

هلک او نجلۍ ته تېره اوونۍ /د اګست دېرشمه/ د غور په مرکز چغچران کې د پولیسو او نورو چارواکو په مخکې سل شلاقې ورکړای شوې خو د خلکو پام دې پېښې ته وروسته له دې ورواوښت چې تلویزیونونو دا پېښه خپره کړه.

که څه هم د افغانستان په قوانینو کې د شرعي مقرراتو تطبیق ته جواز ورکړای شوی حو د بشري حقونو فعالان وايي چې باید له پوره قانوني پروسې یعني د درې ګونو محکمو له فیصلې وروسته حدود اجرا شي خو یو شمېر نور بیا وايي چې نه یوازې په دې مورد بلکې په نورو مواردو کې هم محکمې باید قاطع برېکړې وکړي څو د جرمونو کچه کمه شي.

4 thoughts on “په غور کې د ابتداییه محکمې د فیصلې پر اجرا د بشري حقونو نیوکه”
  1. زه به اول دميرمن ثمر څخه وبو ښتم جه څو ځلي دي ولا يتو ته سفر كړي او په دي باره كي دي دكومو ار ګانو سره خبري كړي
    دوهم دعدليه او څأرنو الي دار ګانو سره دي كوم وخت دبشري حقوقو په باره كي كوم سيمينارونه دائر كړي او كه نه دهغو تو جو دي بشري حقوقو ته را جلب كړي.
    اويا داجه ه دكو ټي دننه ناسته ءي ببولا لي واءي او ډبل معاش اخلي .
    دريم دا رأته ووايه چه جناءي او أبراتيفي ار ګانو ته دي كوم سيمينارونه دبشر دحقوقو دنه پا يما لؤلؤ په هكله دائر كړي او دهغو توجوه مو دي كارته را ګر ځو لي ؟

  2. داد بشر د حقوقو پرضد یو ه غیر انسانی ډول جزا ده ، خو بالکل اسلامی ده. اسلام همدغه شی ده

  3. نو اخر دا اسلام سه ته وایی په اسلامی شرعه کی خو د زناکاری او زنا کونکی ته هم دا حکم راغلی نو اوس دا سنگه خبره ده سوک چی مسلمانی کار وکری هغه د اسلام ضد ده او سوک چی داسلامی حجاب پر ضد کارونه کوی هغه نو غیر اسلامی شول تر اوسه می له طالبه اوریدل چی حکومت کافر دی او س می پوره یفین اوشو چی دا مسلمانان نه دی

ځواب ورکول Kabuliwala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *