تاند- ولسمشر غني په غور کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د لسګونو ملکیانو وژنه وغندله او ویې ویل چې د دغه جنایت له عاملانو څخه به انتقام واخیستل شي.
د غور چارواکي وايي، وسله والو مخالفانو نن د ۲۶ تنو مړي د هغوی د کورنیو غړیو ته وسپارل.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي« په وروستیو میاشتو کې دا څووم ځل دی چې جنایتکار تروریستان مدني لاریونونه، سپېڅلي ځایونه، ویرکوونکو او د لویو لارو مساپر په نښه کوي.»
دغه ډول جنایتونه هره ورځ د جنایتکارانو دوسیې پړسوي او هغوی به د جنګي جنایتکارانو په توګه یوه ورځ عادلانه محکمې، د افغانستان خلکو او قانون ته ځواب ووایي.
د راپورونو له مخې، د دولت وسله والو مخالفانو په غور ولایت کې ۳۰ تنه ملکیان له تښتولو وروسته په ډله ییز ډول وژلي دي.
د غور چارواکي وايي، وسله والو مخالفانو پرون /سې شنبه/ د کاسي په سیمه کې له عامو خلکو سره، چې د پاڅون کوونکو پلویان ول، نښته وکړه، شاوخوا ۳۰ تنه یې ژوندي ونیول او وروسته یې په ډله ییز ډول ووژل.
د غور ولایت مرستیال امنیه قوماندان ضیا الدین ثاقب وویل، وسله والو مخالفانو د غور د مرکز فیروز کوه په لس کیلومترۍ کې له یوې ډلې خلکو څخه، چې شمېر یې ۳۳ تنه وو، ۲۶ تنه وتښتول.
په غور کې د ازادي راډیو خبریال عبدالقدیر غفوري د سیمې د اوسېدونکو په قول وايي، د خلکو او د دولت د وسله والو مخالفانو لانجه پر څارویو راغله.
دوی وايي، وسله والو مخالفانو غوښتل د کاسي د سیمې د اوسېدونکو څاروي په زور یوسي خو خلکو مقاومت وکړ.
د غور ولایت مرستیال امنیه قوماندان ضیا الدین ثاقب په وینا طالبانو د سې شنبې په ورځ دا کسان په داسي حال کې وتښتول چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه. په جګړه کې دوه طالب قوماندانان ووژل شول.
د غور څیني چارواکي حمله کوونکي داعشیان بولي خو ځیني نور بیا وايي چې وسله وال طالبان دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
خو د غور د والي ویندوی عبدالحی خطابي نن /چهارشنبه/ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې په جګړه کې شامل طالبان او د ملکیانو تښتونکي پخواني طالبان ول چې تېر کال یې جګړه بس کړې وه او له حکومت سره یې پیوستون اعلان کړی و.
دهرچا لخوا چه دغه بی رحمه وژنی او قتلونه تر سره شویدی، دغه خلک نه مسلمانان دی، او نه انسانان دی بلکه دغه خلک خطرناک وحشی ځناور دی، او دغه ډول ځناور خلک که دنړی په کنج کی وی باید سمدلاسه مردار او قتل شی
دغه ډول ځناور صفته خلک چه دغه ډول کړنی کوی، باید ددغه خلکو نمونه او کړنی دهر افغان په مغز او کتابچه کی ثبت شی، تر څو په اینده کی هر افغان وکولای شی چه دغه ډول وحشی خلک د دار تختی ته کش کړی
که دا نن په افغانستان کی آمن راشی، سوله راشی او خوشحالی راشی، خو که دغه ډول ډه له یزی وژنی څوک کوی، هغه به دافغانستان خلک ونه بښی اودغه وحشی خلک به مرداروی