د تاند یو قدرمن لوستونکې ویلي دي چې په غوږونو کې دغږونو له اوریدا یا د«کړنګیدا» له احساسه ډیر په تنګ دی که په دې هکله معلومات ورکړو دغه لنډه لیکنه مې له بیلابیلو نارویجي منابعو څخه په دې اړه برابره کړې هیله ده لوستونکي ترې ګټه واخلي.
ټینیټوس لاتینه کلمه ده چې د غږ انګازې ته ویل کیږي او په غوږونو کې دغه غږونه په حقیقت کې له بهرنۍ سرچینې نه وي بلکه په غوږ کې دننه د ناروغ له لوري اوریدل کیږي یعنې سرچینه ېې په خپله په غوږ کې وي.
ټینیټوس په خپله ناروغي نه ده بلکه د نورو ناروغیو نښه ګڼل کیږي دغه ناروغۍ ممکن د عمر د زیاتیدا له امله په غوږونو کې د بدلون، د داخلي غوږد ستونزو ، په غوږ کې د کوم شي د ننوتو او نورو علتونو له امله پيدا شي خو مهمه خبره دا ده چې خطرناکه نه وي.
په ناروې کې کابو پنځوس زره کسان دغه ستونزه لري دا یو کړونکی حالت دی فکر وکړئ هره ورځ، هره دقیقه او هره ثانیه په غوږ کې یو غږ اورئ چې په حقیقت کې موجود نه وي.
دغه غږ ممکن واقعي اویا ذهني وي په دې معني چې که واقعي وي نو ډاکټر ېې هم اوریدلی شي خو که ذهني وي یوازې ناروغ ېې اوري او ډاکټر ېې نه شي اوریدلی او دغه غږونه په هر ناروغ کې سره توپير لري ممکن ځینې دشپیلي په شان غږ واوري ، ځینې د خش خش، ځینې زمزمې ته ورته غږونه، او یا ځینې د کلیک کیدا په شان غږونه واوري، دغه راز ممکن په یویا دواړو غوږونو کې احساس شي او ډیری کسان ورسره په غوږونو درانه هم شي.
د دې ناروغۍ د معالجې په هکله باید وویل شي چې ټول ناروغان ورته معالجه نه لري په بیلابیلورودو ممکن معالجه شي په دې معني کله چې کوم ناروغ معالجه کیږي نو حتمي نه ده چې په همغې رودې دې ټول معالجه شي.
ددې چارې علت دا دی چې دغه ستونزه ډیره مغلقه ده او ممکن د غوږ بیلابیلې برخې د بیلابیلو ناروغیو له امله زیانمنې شي او په غوږ کې دغه غږونه پيدا شي د مثال په توګه :
د بهرني غوږ ستونزې لکه د غوږ تنګ کانال، دغوږونو واکس یا چرک، د یوه اجنبي شي موجودیت، او د بهرني غوږ پړسوب یا التهاب ممکن په غوږ کې اوازونه یا ټینیټوس پيدا کړي نو کله چې دغه ستونزې معالجه کیږي غږونه هم ورسره ورک کیږي.
د منځني غوږ ستونزې لکه دغوږ د پردې سوري کیدل، د غوږ د داخلي برخې التهاب یا پړسوب، او په منځني غوږ کې د اوبو راټولیدل ممکن په غوږ کې غږونه پيدا کړي نو که دغه عامل پيدا او معالجه شي د غوږونو غږونه به ورسره ورک شي.
په غوږ کې ځینې واړه هډوکي او جوړښتونه شته چې کله غږ له بهره منځني غوږ ته رسیږي دغه جوړښتونه غږ بدلوي او مازغو ته ېې انتقالوي نو کله چې د کومې ستونزې له امله دغه جوړښتونه متضرره شي نو له دې پرته چې له بهره کوم غږ راشي دغه جوړښتنه فعالیت کوي او ممکن ناسم غږونه مازغو ته ورسوي.
یا دا چې ممکن د غوږ په منځنۍ برخه کې په دغو وړو او ظریفو هډکو کې بدلون راشي او حرکت ېې له ستوزو سره مخامخ شي نو ممکنه ده دغسې غږونه پيدا شي د مثال په توګه د اتوسکلیروزس په نامه ستوزنه ددغو وړو هډوکو حرکت له ستونزو سره مخامخوي نو په دې حالت کې هم سړی په ټینتوس اخته کیدای شي.
په غوږ کې دننه یو بل جوړښت هم شته چې اوستاخین تیوب بلل کیږي که دغه ټیوب یا شیپور ته ورته نلکه التهابي شي اویا د حساسیت له امله پړسوب پیدا کړو په غوږ کې غږونه پيدا کوي.
د داخلي غوږ ستونزې د غوږ داخلي برخه حلزوني جوړښت لري کله چې منځنۍ برخه التهابي شي او یا هلته د عمر د زیاتیدا له امله کلسیم رسوب وکړي او یا نورې ستونزې پيدا شي نو په غوږ کې له نورو نښو نښانو سره یوځاي ممکن د غوږ ټینیټوس هم پيدا شي .
نو اوس چې پوه شي بیلابیل علتونه د غوږ دغه غږونه پيدا کولی شي نو طبیعي خبره ده چې علاج ېې هم په هر ناروغ کې توپير کوي خو په علاج کې ېې مهمه دا ده چې اصلي علت پيدا شي کله چې علت پيدا شي او ناروغي معالجه شي دغه غږونه به هم ورک شي ، له بده مرغه ځینې وخت علت نه شي پيدا کیداي په دې حالت ځینې وخت ناروغان نهیلي شي خو د دغو ناروغانو لپاره هم موقتي لارې شته چې له دې ستونزې سره ژوند وکړاي شي د مثال په توګه یو ډول معالجه اکوسټیک تراپي ده په دې روده کې ناروغ د ویدیدو په وخت په غوږیو کې یو ډول ارامه موزیک اوري دغه موزیک به ډاکټر انتخابوي دغه راز موده او لوړوالی ېې هم باید ډاکټر عیار کړي.
بل ډول معالجه Habitueringsterapi ده په امریکا او لندن کې له دې رودې کار اخیستل کیږي دا یو ډول سایکولووجیکه طریقه ده په دې روده کې هدف دا وي چې هغه اعصاب ارامه شي چې ټینیټوس پیدا کوي په دې ډول ناروغ ارامه ساتل کیږي خو دغه روده لږ تر لږه یو یا دوه کاله وخت غواړي .
له سترس او رواني فشارونو لیرې ساتل هم یوه طریقه ده ممکن مرسته وکړي اروا پوهان له ناروغانو سره مرسته کوي چې څنګه پر دغو غږونو ځان ناګاره واچوي.
په ناروې کې ددغو ناروغانو ګډه غونډه هم جوړیږي چې خپلې تجربې له یو بل سره شریکه کړي دغه چاره هم ممکن مرسته وکړي.
دغه راز تاسو په خپله په دې برخه کې له ځان سره مرسته کولی شي د مثال په توګه هغه عوامل پيدا کړئ چې په غوږ کې مو د کړنګیدا غږونه پيدا کوي قهوه ، تیز چاي او الکول ېې زیاتولی شي نو کم ېې استعمال کړئ، ځینې خلک یو ډول مخصوص غوږی کاروي چې « White noise machines » بلل کیږي.
دا چې په وطن کې ددغو معالجو امکان شته که نه زه پرې نه یم خبر خو اوس د طب په برخه کې پرمختګ ژر نورو هیوادونو ته هم رسیدای شي هیله ده ستونزه مو حل شي خو اصلي خبره دا ده چې ژر مه نهیلي کیږي او هلو ځلو ته مو دوام ورکړئ.
هیله ده دغه لنډه لیکنه ستاسو پوښتنې تر یو حده ځواب کړي وي
ښاغلی ډاکټرصاحب سباوون
له لیکنی نه مو یوه نړی مننه، څه چی تاسو لیکلی ۱۰۰٪ پرځای ده. ستاسو په اجازه زه خپله تجربه شریکول غواړم. اګر که د ا تکلیف د شپی او دورځی وی خو ما بیا د شپی چی کله سر په بالښت کیږدم ډیر کړوی. نو ددی لپاره چی خوب راشی زه تقریبا هره شپه د خوب یو ډول ګولی خورم کنه بیا ټوله شپه ناست یم خوب نه راځی. همدارنګه د اوړی په نسبت می په ژمی کی دا تکلیف ډیر تنګوی، ځکه چی په اوړی کی د شپی پکی چالان وی د پکی په شور کی بیا دا غږ کم اورم او ویده شم. چی کله می فکر خراب وی، یا می هم په مغزو بوج راشی هم می تکلیف ورسره زیاتیږی. په وطن دی الله رحم وکړی. یوه متخصص ته ورغلم نوم یی نه اخلم باور وکړی په ډیر مشکله می نوبت واخیست خو په خدای که یی اروا هم پری شکه وه. دوا یی راته ولیکله چی ومی خوړه نیږدی وه چی معده می له کولمو وتلی وه. په هر صورت زمونږ خو نور وس نه کیږی دومره به ووایم چی الله دی شن چمن که.
ډاکټر صاحب که مو د ددی مرض د کوټلی علاج په اړه نورو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړ د مهربانی له مخی یی را سره شریک کړی.
ﺩاﻛﺘﺮﺻﺎﺣﺐ ﻛﻪ ﻣﻮﺩﻱ اﺭﻩ ﻧﻮﺭﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺕ ﻭﺭﻛﻲ ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻲ ﺑﻬﻤﻮ ﻭﻱ ﺯﻣﺎ ﻏﻮﮔﻮﻧﻪ ﻫﻪ ﻧﻪ اﻭﺭﻱ ﺳﺮﻣﻲ ﻫﻢ ﮔﺮﺯﻱ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺣﻤﻠﻪ ﻫﻢ ﺭاﺑﺎﻧﺪﻱ ﺭاﺯﻱ ﻳﻌﻨﻲ ﻏﻮﺭﺯﻡ ﭘﻬﺰﻣﻜﻪ
سلام ډاکټر صيب کله چې غوږ واکس يې چرچ کوي تداوي څنګه کيداي شي
د چرچ لامل هم اکثر وخت د مشروباتو لکه کوک پيپسي وغيره څکل او يا ګرم شيان لکه مرچ لوبيا وغيره وي پدې هکله معلومات راکړئ مننه
I have a family member with untreatable Tinnitus that an MD advised and thought him to ignore the sound and let the brain get used to it.
Now, he is unaware of the sound in the ear unless he pays very close attention to it and the sound there doesn’t bother him at all.
nice sharing amazing one keep sharing thanks