د اسلام او طالب په نوم پيل شوی جنګ په هيڅ صورت د افغانانو زيږنده نه ده بلکې دا تپل شوی جنګ په بشپړ ډول استخباراتي پديده ده چې د دې جنګ قربانيان يوازې او يوازې افغانان او په تيره پښتانه دي.

دې پديدې او تپل شوي جنګ زموږ برم او تاريخي ارزښتونو ته چې کوم تاوان په سيمه او نړۍ کې رسولی هيڅکله د جبران وړ نه دی، دا جګړه دګاونډيو د استخباراتي کړيو څخه نيولي تر سيمې او نړيوالو استخباراتو پورې رسيږي او کنټرول او مهار کول يې هم کومه ساده او اسانه خبره ��ه ده.

په تيرو څه باندې ۱۳ کلونو کې داجنګ نه يوازې داچې دلکونو عسکرو او وسلو استعمال سره کرار نه شو بلکې نور يې هم زور واخيست په دغه جنګ يو شمير هغه کسان هم په غيري شعوري ډول ور ګډ شول چې دحکومت دناسمو کړنو له امله توهين او تحقير شول او غرونو ختلو ته يې مخه کړه ، دحکومت د يوشمير بې مسوليته او بې هويته چارواکو او په تيره بيا د مليشي ډلو ټپلو د ناسمو کړنو له امله د بې دفاع هېوادوال په مادي او معنوي ډول وځپل شول او بيا مجبورا دخپل ژوند او حيثيت دساتلو لپاره يې دانتقام اخيستنې لپاره وسلې ته لاس کړ او په دغه بل شوي اور کې يوازې په غيرشعوري ډول دخزلو پرځای وسوځيدل.

د هېواد په ناامنه کولو کې ګاونډي هېواد پاکستان تر ټولو خطرناک عقدوي چلند کوي او ددې هېواد دټولو ارزښتونو دمحوه کولو او له منځه وړلو قسم خوړلې دوه مخې پاليسي پرمخ بيايي او پدې کار سره غواړي په ښکاره زموږ خواخوږی خو په عمل کې موږ ته په شهدو کې زهر راکوي.

دبلې خوا په هېواد کې په تيرو درې لسزيزو کې جنايتکاره حاکمې ډلې هم همدغه بل شوی اور ته پوکی ورکوي او په شعوري ډول هڅه کوي چې دا جنګ په پښتون ميشتو سيمو کې جاري وساتي ، دهمدغو ډلو ته وفادارې قومي ميلشې،اريکي او طالب په نوم جوړ کړي وسلوالې ډلې په شمال کې دپښتنو قومي مشرانو د وژلو،بدنامولو او ترورولو دنده لري، دهېواد په تيرو ټولو ټاکنو کې دپښتون ميشتو سيمو ځايونو کې جعلي جنګونو جوړول هغه څه دي چې ټول يې شاهدان يو ترڅو پښتانه په لوی لاس درايې ورکولو دحق څخه بې برخې او داسې څوک پيدا نه شي چې د دوی استازيتوب وکړي او يايې غږ پورته کړي ځکه همدغو جنګي جنايت کارو ډلو تل د مظلومو خلکو غږ په ستوني کې خپک کړی .

ددې خبرو مطلب دا هيڅکله نه دی چې که څوک دکوم جنايت کار دجنايتونو دبربنډولو تکل وکړي او بيا دی ځيني پروژوي ګوتو په شمېر خلک او ليکوال دا هڅه د قومونو ترمنځ د ويشلو بهانه کړي، هيڅکله افراطيت،وحشت،جنايت،بربريت او جنايت کاره ډلې بايد دکوم قوم پورې ونه تړو دا که په هر قوم او هر سمت کې وي دغندلو او محکومولو دي هغه که د طالب په جامه، داعش په جامه او ياهم جنګي جنايت کاران دي دبښلو او هيرولو وړ نه دي.

په شمالي ولايتونو کې په عمومي ډول ۴۰ سلنې زيات پښتانه اوسيږي او همدا خلک په تيرو څو لسزيزو کې د ډول ډول دسيسو ښکار شوی همدا پښتانه په تيرو خپل منځي جنګونو کې دنورو خلکو قرباني شوي او تر ټولو زيات په شمال کې دطالب دماتې وروسته همدا درانه قومونه دطالب دبدو اعمالو په جزا ورسيدل او دهمدغو خلکو شتمني او باغونو دطالبانو لخوا له منځه يوړل شوه خو بيا وروسته دطالب دجزا قربانيان هم همدوي شول هماغه مهال دکندهار سپين بولدک کې د شمال دکډوالو کمپ جوړ شو چې په تيرو ۱۴ کلونو کې څوک پدې ونه توانيدل چې دا خلک بيرته شمال کې خپلو مېنو کې ځای پرځای کړي.

اوس چې دشمالي ولايتونو ښکلې سيمې دجنګ په اور سوځي زموږ د زړونو څخه ورسره ويني څاڅي موږ دا تپل شوی جنګ که دهېواد په هره برخه او دره کې وي دغندلو او محکولو دی همدا بل شوي اور زموږ جنوب،ختيځ او لويديځ لکه وريته شوې غوښه په اور يوې او بلې خوا واړوله.

په دې وروستيو کې دسيمې استخباراتو او کورنيو فرصت طلبو لخوا کندوز،تخار،بدخشان،بغلان،فارياب او سمنګانو ولايتونو کې جګړو شدت اخيستی همدا سيمې هم ددې ګل طن ديوې نه بيليدونکې حصې په توګه ټول هېوادوال په تشويش کې کړي خوپه دغه جنګونو کې د سيمې استخباراتو ترڅنګ سيمه ايزې قومي مليشې ګرمې دي او تر ډيره دجګړو قومانده هم دهمدغه ځاي قوماندانو لخوا ورکول کيږي هماغه دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي خبره ده چې شمال امنيت زموږ خپلو دوستانو خراب کړی دی او همدا يو تريخ واقعيت دی.

دبلې خوا کله چې فارياب کې جګړو زور واخيست ورسره جوښت دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم خپله شمال ته ولاړ او په فارياب کې يې دجنګ قومانده په خپل لاس کې واخيسته او نژدې ۳۰ زره امنيتي قوه يې له ځان سره مصروفه کړې ده که څه هم دجګړې لومړۍ ليکې ته دلومړي مرستيال تلل په خپل ذات کې دامنيتي ځواکونو په اړه زياتې پوښتنې راولاړوي خو په هر صورت که موږ دا ومنو چې په فارياب کې جنګ يوازې پښتانه نه کوي هلته دازبکو،تاجکو څخه نيولی ترچيچنايي جنګياليو او پاکستاني جنرالانو پورې کسان شتون ولري نو ولې دا جګړه د ۳۰ زره فوځ او جنرال صيب شتون سره تر مياشتو وغزيده هلته اساسي ستونزه دا ده چې خلکو دحکومت او سيمه ايزې ادارې څخه واټن نيولی خلک په حکومت کې خپل ځان نه ګوري په يو او بل نومونو توهين او محوه کيږي هماغه خلک چې په ټاکنو کې يې خپل دخوښې نوماند په ګټه رايي وکارولي او په ټول فارياب کې دټاکنو په ورځ يې جنګ ونکړو اوس په کوم دليل د دوی د وژلو حکم صادريږي او يا مباح الدم دي؟

د فارياب په قيصار، المار او پشتون کوټ ولسواليو کې اصلي ستونزه دا ده چې طالب د خلکو کورنه او باغونه يرغمل کړي په حکومت پلوو کسانو ډزې کوي او بيامقابل طرف هماغه سيمه د اور لاندې نيسې ولس په دغه جنګ کې هماغه د دوه ميچونو ترمنځ د غنم د دانې حيثيت لري چې پکې دل کيږي، د وچو له غمه لانده هم سوځي او دمړينې وروسته پرشاه يې د طالب او ترهګر ټاپه لګول کيږي.

بله مهمه ستونزه دا ده چې کله هم حکومتي ځواکونو دعملياتو وروسته له سیمې وځي په سيمه کې ازبک مليشه دخلکو په کورنو وردانګي کورونه سوځي او مالونه يې لوټ او خلک يې بې عزته او سپکيږي نو د جنګ هغه هدف چې دوی پسې تللي په لاس نه ورځي او لا خلک د طالب څنګ ته مجبورا پناه وروړي او په دغه بل شوي اور يوازې تيل پاشي او بس.

دظلم او وحشت په مقابل کې غږ پورته کول دهرافغان دنده ده او دا مسله دی څوک د قومونو د ويشلو او بدبختيوو پيداکولو پورې نه منحصروي بلکې د افغان ژغورنې غږ بايد دهرډول قومي، سمتي او ژبنيز تبعيض پرته اوچت او ټول يې ننګه وکړي.

4 thoughts on “په فارياب کې د وچو له غمه لانده سوځي/ ادم خان سيرت”
  1. دظلم او وحشت په مقابل کې غږ پورته کول دهرافغان دنده ده او دا مسله دی څوک د قومونو د ويشلو او بدبختيوو پيداکولو پورې نه منحصروي بلکې د افغان ژغورنې غږ بايد دهرډول قومي، سمتي او ژبنيز تبعيض پرته اوچت او ټول يې ننګه وکړي۰.
    دیوه سوکاله افغانستان په هیله۰

  2. که پښتون د دولت مخالف شو نو د طالب او داعش ټاپه خو ضرور ورباندی وهل کیږی . اما که دوی مخالف شول نو بیا اییتلاف او جبهی جوړوی ، غرونه ته خیژی او یا د لویی جرګی په خیمی ته ورننوځی د برحاله جمهور رییس عکس را غورځوی او خپل مشر د نوی جمهور رییس په توګه اعلانوی. هیڅ خبره نشته . ځکه دوی هم اپوزیسیون دی او هم دولت یو ورور یی هلته او بل یی دلته ټول امتیازات اخلی.
    پښتنو ته څه کول په کار دی ؟
    طالب یا داعش نوم ډیر سپک او د هرچا بد ایسی چی باید په هر صورت کی له هغوی سره پریکړه وشی په مقابل کی خپل قانونی دولت د اشرف غنی په مشری تقویه او هر هغه ځواک چی د ټولو افغانانو ملی ګټو ته زیان رسوی ، د قومونو ترمنځ دجګړی اور ته لمن وهی باید په قاطعیت سره وټکول شی او د خپل هیواد ، ولس او افغان ملت له ګډو منافعو نه باید دفاع وکړل شی. په بی اتفاقی او ځان ځانی کی د ټولو ورکاوی لیدل کیږی.

  3. تیر ۱۴کاله په خاص طور دمجاهدو پښتنو د قتل عام مسلسل پروژی دی چه د جاهلی تعصباتو استاذانو او شاګردانو دبن د تړون له لاری د سازشونو،معامله ګریو په تام دنائت او د نړیوالو شراچوونکو په مشوره او ملګری ترسره کړی په لمړنیو څو کالونو کی چه دفاع ، پولیس ، امنیت او د حکومت د ۷۰٪ مهم او کلیدی پوستونه د لیوانو په ویش کی دوی اخیستی وو او نور یی هغه ضعفاوو ته ورکړی وو چه که پورته مقام یی هم درلودو خو ددوی نوکران وو ،همدا انحصار د بن وو چه زموږ کوټی یی ښکرور کړل او د هیڅ دول فساد او جنایت صرفه ونکړه ، خلک د ظلم او جنایت له افراط نه مجبور شول د مخالفینو موقف غوره او ورځ تر ورځی مخالفین زیاد او تقویه شی ،فساد ،جنایت،اختطاف او غلاوی خپل صعودی ګراف طی کوی د امنیتی قواوو ښی وسلی ، روغنیات او مهمات او هرڅه دوی ځان او ډلګۍ ته مختص کړی ، د ملت او ملی خدماتو ظرفیت او حتی تصور یی هم نشته ، دوی په ملت کی د مجرمیت او جنایتونو یوه خبیثه کتله جوړوی چه سرطانی تومور یا ایبولا ته ورته مهلک مکروب حییت یی غوره کړی چه ملت او ملک آرام ته نه پریږدی او په ناآرامی کی نور هم رشد کوی او همدا کورنی غله دی چه نوروته یی زمینه مساعده کړی ورنه بهرنی دومره مضر نشوای تمامیدای او لکه دتیر په څیر شرمیدلی تښتیدل
    نودوی چه له ملت سره د جګړی تیاری نیولی او جنایت زیږوی په دی حساس پړاو کی هغی وسلی او مهمات او نور مالی امکانات باید امنیتی روغی او ملی قواو ته وسپارل شی چه د هیواد او خلکو د ساتنی لپاره وکارول شی ،تاسی ولیدل چه په منفجرشوی زیرمتون د پروان کی د یوی فرقی نه زیات سلاح او مهمات زیرمه شوی وو ، د څه لپاره؟ نور ملت نه سلا ټولیږی او ستا زیرمی افزایش مومی ، ولی؟ دا کارخپله لوی جرم او جنایت دی، دا هر څه چه غلا شوی باید ملی امنیتی قواوو ته ډیر ژر وسپارل شی او دا ټول د ملی ګټو د ساتنی لپاره کارول یی جایز دی نه د غلو د شل کلن دست آورد د ساتنی لپاره.

  4. دلته یوازي جگره نه ده تپل شوی بلکی دولت هم تپل شوی دی اوس تاسو دا کوشش مه کوی چی د ملت پرسر لوبی وکئ ستاسو وروستی کارونه هم د ملت ترنامه ملت ته ستونزی راپورته کوی یون او عمرخیل هم په یودول دالوبه کوی

ځواب ورکول خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *