فاریاب ولایت

تاند- په میمنه کې د جنرال عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور د پلویانو ترمنځ په شخړه کې لږترلږه یو تن ووژل شو.

راپورونه وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د بلخ د سرپرست والي د پلویانو ترمنځ نن /پنجشنبه/ د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې نښته وشوه او له کبله یې د یوه تن پر وژل کېدو سربېره ۵ نور ژوبل شوي دي.

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي چې دواړو خواوو پر یو بل ډزې وکړې.

د فاریاب امنیه قوماندان سید اغا اندرابي وویل چې وژل شوی کس او ټپیان د مظاهرې برخوال ول.

د جنرال دوستم او عطا نور د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا وروسته له دې رامنځته شوه چې په مزارشریف کې د نوي لمریز کال په شپه د جنرال دوستم عکسونه او پوسترونه کښته یا څېري شول.

د دوستم د عکسونو د لېري کېدو په اعتراض کې په سمنګان، شبرغان، سرپُل او مزارشریف ښارونو کې هم مظاهرې شوي دي.

د جنرال دوستم پلویان وايي چې د نوموړي عکسونه د عطا محمد نور په امر شلول شوي خو عطا محمد نور د دوستم د پلویانو تور ردوي او وايي ممکن بلې ډلې دا کار کړی وي.

عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند مشر دی، د جنرال دوستم پلویانو او د هغه ملي غورځنګ ګوند ته خبرداری ورکړی چې که په مزارشریف کې د ګډوډي د رامنځته کولو هڅه وکړي، په کلکه به وځپل شي. خو له دې خبرداري سره سره د سې شنبې په ورځ د دوستم د پلویانو له مظاهرې جلا د نور پلاویانو د ښار په بله څنډه (جنوب) کې مظاهره وکړه.

3 thoughts on “په فاریاب کې د دوستم او نور د پلویانو په شخړه کې ۱ تن وژل شوی، ۵ ژوبل دي”
  1. افغان ملت ګوند
    AFGHAN MELLAT PARTY
    ميرويس ميدان، د سيلو څلورم سړک، خالد بن وليد جومات ته مخامخ
    اړيکه : 0782407406
    نیټه : د ۱۳۹۵ کال د وري ۵ مه
    اعلاميه
    د هېواد په شمال کې د وروستیو ستونزو په اړه د افغان ملت ګوند اعلامیه
    افغان ملت ګوند په شمال کې وروستۍ ستونزې له نږدې څاري او په هېواد کې په ملي یووالي ،وروولۍ ، د افرادو د حقونو په تساوي او د دوئ تر منځ په متقابل احترام او په حکومت کې په ملي مشارکت باور لري .
    له څو ورځوراهیسې په شمال ولایتونو کې یو شمېر ستونزې هغه وخت رامنځ ته شوې چې په مزار شریف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي اسلامي جنبش ګوند د مشر سترجنرال عبدالرشید دوستم عکسونه د نوي کال په مراسموکې څیرې او بې حرمتي ورته وشوه .
    خو د بلخ ادارهددغې بې حرمتۍ پهوړاندې بې تفاوته او چوپه خوله پاتې شول ، د مخربینو په نیولو او قانون ته په سپارلو کې یې بې غوري وکړه ، چې په دې سره د ولس او د جنرال عبدالرشید دوستم د پلویانو له خوا د سوله ایزو لاریونونو په تر سره کولو سره د مخربینو د نیولو او مجازات کولو غوښتنه وشوه .
    د لاریونونودغه لړۍ ګاونډیو ولایتونو ته هم وغځیدله او ټولو په یوه خوله د دغو ناوړه اعمالود غندلو تر څنګ په شمال ولایتونو په خاص ډول په بلخ ولایت کې د ځانګړې کړۍ له لوري د قدرت د انحصار اوخپل سرۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه .
    د هغوئ په وینا د بلخ ولایت ټول اداري مهم پوستونه د ځانګړي قوم او خاصې کړۍ له خوا قبضه شوي او په وینا یې چې په ټوله اداره کې د والي عطا محمد نور له کسانوڅخه پرته بل چاته د کار کولو حق نه ورکول کیږي ، دوئ د بلخ اداره په قومي تعصب تورنوي او وايي چې په ټول بلخ کې په ښوونځیو کې د پښتنو، ازبیکانو او ترکمنانو لپاره په مورنۍ ژبه د زدکړو مخه نیول شوې دغه راز دوئ زیاتوي چې اساسي قانون موږ ته د کار کولو اوپه مورنۍ ژبه د زدکړې حق راکړی خو په بلخ کې موږ له دغو حقونو څخه محروم یو .
    افغان ملت ګوند په حکومت غږ کوي چې دغه ستونزې دې په جدي ډول و څیړي ،د خلکو حقونو ته دې درناوی وکړي او د هغو اشخاصو په نیولو اوقانون ته سپارلو کې دې ځنډ نه کوي چې ددې ستونزې اصلي عاملان دي .
    ګوند په ښکیلو خواوو هم غږ کوي چې له زغم څخه دې کار واخلي او د خلکو آزادۍ او مدني حرکتونو ته دې پوره درناوی وکړي څو یو له بل سره د ورونو قومو په توګه ژوند وکړو.
    په درنښت
    پوهاند دوکتور عبدالقیوم عارف
    د افغان ملت ګوند سرپرست رئیس

  2. امریکا په ټول توان دا خپل سري غیرمسئول وسلوال او کمونستان په قدرت کښینول او دا جنایتکاران یې حمایه کړل دې جنایتکارانو دافغانانو وینې وزبیښلې خو اوس هم حکومت ددوی په لاسونو کې دی مونږ ډاډه یو چې ترڅو امریکایان په افغانستان کې شتون ولري او طالبانو واک ترلاسه کړی نه وي دا وینې توییدنې به دوام ولري یوازې طالبان کولی شي چې په هیواد کې سوله او منیت تأمین کړي او دا لنډغر پخپله سزا ورسوي

ځواب ورکول qamar ali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *