تاند- د فرانسې په دیژون (Dijon) ښار کې یوه مسلمان، چې د الله اکبر نارې یې وهلې پر خپل موټر لارویان ووهل، یوولس تنه یې ژوبل کړل چې دوه یې مرګي حاله دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې حمله کوونکی له پېښې وروسته وتښتېد خو د پولیسو له لوري ونیول شو.

داسي ښکاري چې د موټرچلوونکي دماغي وضعیت نورمال نه و. ده څه موده په عقلي – عصبي روغتون کې تېر کړی دی.

خو د موټر په وسیله دا برید وروسته له دې کېږي چې د شنبې په ورځ یوه بل مسلمان پر یوه فرانسوي د چاقو حمله وکړه او هغه هم د الله اکبر نارې وهلې.

دا ډول بریدونه په اروپايي هیوادونو په تېره بیا فرانسه کې، چې د مسلمانانو یو لوی اقلیت پکې اوسي، د مسلمانانو ژوند تریخوي. همدا راز د هغو کسانو د دریځ له پیاوړتیا سره مرسته کوي چې وايي باید اروپا ته د مسلمانانو د مهاجرت مخه ونیول شي.

په اروپا کې تر ټولو ډېر مسلمانان په فرانسه کې مېشت دي. د هغو شمېر د پنځو او شپږو ملیونو ترمنځ دی.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د پېښې شاهدانو پولیسو ته وویل چې د موټرچلوونکي عمر ۴۰ کاله ښکارېده او ویل یې چې دا کار یې د فلسطیني ماشومانو لپاره کړی دی.

6 thoughts on “په فرانسه کې یوه مسلمان ۱۱ تنه په موټر ووهل”
    1. په ډېرو احصاییو کې تر پنځو ملیونو لږ ښودل شوي دي. دا د ویکي پیډیا احصاییه ده، البته په ویکي پیډا باور باید باور ونه شي او هیڅوک دې د ماخذ په توګه ورڅخه استفاده نه کوي. خو بیا هم

      Algeria 1,550,000
      Morocco 1,000,000
      Tunisia 350,000
      Turkey 315,000
      Sub-Saharan Africa 250,000
      Middle East 100,000
      remaining Asia (mostly Pakistan and Bangladesh) 100,000
      Converts 40,000
      illegal immigrants or awaiting regularisation 350,000
      Other 100,000
      Total 4,155,000

  1. تاند ډیر بی خونده عنوان پورتنی خبر ته غوره کړی دی.(( یو مسلمان….)) دا د ټولو ژورنالیسیکو اوصولو خلاف عمل دی چی تاوس تاند یی کوی.
    ستاسو په همدغه خبر کی وړاندی راغلی دی چی
    ((موټرچلوونکي دماغي وضعیت نورمال نه وو))
    تاسو نه شول کولای چی همدغه مو عنوان کړی وای چی یو عصبی ناروغ ۱۱ کسان پر موټر ووهل
    هیله ده چی د هری موضع پر حساسیت فکر وشی او هر څه د یو مسولیت له مخی خپره شی.
    لطفآ دا عنوان سم کړی.

  2. په ډېرې بخښنې سره ـ ـ هرڅه چې د مسلمان ضد تبليغ په حيث میډيا کې عنوان کيږي باید د هغوی مخه تر خپلې وسې ونیسو ، ناروغ او لیونئ هیڅ دين او آيين نه پیژني ، د شاکر ورور ليکنه د تایید وړ ده ، په استراليا کې يوې ښځې خپل اوه زامن او یو لمسئ وواژه ليکن د اخبارونو په سرليک کې نه وو ليکل شوی چې يوې کرسچن ښځې داسې وکړل ـ

  3. لومړی: دغه ډول کړنې هیڅکله د یوه ريښتیني مسلمان او په الله تعالی باندې د باور لرونکي انسان خاصیت او په کړونو کې نه راځی.
    دوهم: له همدې امله باید د جرم او قانوني سرغړونې په وخت کې د یوه شخص د فردي عمل او کړنې لپاره د هغه عقیده او مذهبي لوری په خبري سرلیک کې د لوستونکو د لیوالتیا په موخه ونکارول شي.
    دریم: آن که دغه شان کړنه هم ترسره شوي وي، دا د اسلام او مسلمانانو دسپکولو او تحقیرولو یوه څرګنده هڅه ده او له فلسطیني هلکانو او ولس سره کومه خواخوږي نه شمېرل کیږي.

  4. زه په دغې خبر د ځیني تبصره لیکونکو د نظر سره مخالف یک. وجه دا ده چې که دا عنوان په فرانسوي احبار کې خبر کی وی بیا ستاسو خبره سمه ده د مسلمان سره تعصب دی خو په یوه پښتو یا افغان وی سایټ کي یی پیغام او مطلب دا دی چی باید مسلمانان په دي وپوهیږي چی بهر ته ځي د دوی هر کار د اسلام او مسلمان په حساب کی جمع کیږی نور د خپل وطن او دین د نوم په خاطر هم د ډیر احتیاط نه کار واخلي.
    که توجه وکړئ چی په ایرانو هندوستان، پاکستان یا عربی ملکونو کی کوم افغان جرم وکړي ځڅوک نه وايي چی احمد یا محمود جرم کړی بلکه وایی چی افغان داسي کړي.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *