تاند- په فراه ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې لږترلږه ۱۸ افغان سرتېري په دغه ولایت کې له وسله والو طاالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
په کابل کې دفاع وزارت هم تایید کړه چې ۱۸ سرتېري یې په فراه ولایت کې وژل شوي دي.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، وسله والو طالبانو په بالابلوک ولسوالي کې تېره شپه د ملي اردو پر ځواکونو برید وکړ.
د جنرال وزیري په وینا په وژل شویو سرتېرو کې ۴ خاص ځواکونه هم شامل دي.
ده د ټولو وژل شویو شمېر څرګند نه کړ خو د فراه د ولایتي شورا ريیس فرید بختور وویل چې لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.
دواړو د یو شمېر نورو امنیتي ځواکونو ټپي کېدا هم تایید کړې ده.
له دې سره په یو وخت چې په بالابلوک کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه وه، پر طالبانو د هوايي ځواک په حمله کې لږترلږه ۲۵ وسله وال طالبان هم ووژل شول.
طالبانو بیا ادعا کړې چې په فراه کې یې ۵۳ کومانډو ځواکونه وژلي او وسلې یې ترې اخیستي دي.
په لمانځه به ولاړ وه
دځان له دعاع نه لمونڅ مهم ده