تاند- په فراه کې نن سهار د یوه ښوونځي شاوخوا ۱۰۰ زده کوونکې مسمومې شوې.

د فراه ولایتي چارواکي او شاهدان وايي چې مسموم شوې نجونې د ټیټو ټولګیو نجونې زده کوونکې دي.

د دوی په وینا کله چې نجونې سهار ټولګیو ته ننوتې، پر مېزونو یې سپین رنګه پوډر پراته و چې د دوی د مسمومېدو سبب شول.

تراوسه پوري چا د دې کار مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د فراه چارواکي دا د دولت د وسله والو مخالفانو کار بولي او وايي چې د دولت وسله وال مخالفان غواړي په دې توګه د نجونو د زده کړو مخه ونیسي.

تر دې مخکې په تېرو څو کلونو کې په ځلونو نجونې په ښوونځیو کې مسموم شوي دي.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم په وروستي یو کال کې په افغانستان کې پر تعلیمي او روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي دي.

ملګروملتو په خپل راپور کې، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په ۲۰۱۵ م کال ۲۶ ښوونکي یا د تعلیمي ادارو کارکوونکي ووژل شول خو په ۲۰۱۴ م کال د ښوونکو او نورو تعلیمي کارکوونکو د مرګ ژوبلو شمېر ۳۷ تنه و..

2 thoughts on “په فراه کې د یوه ښوونځي ۱۰۰ زده کوونکي مسموم شوې”
  1. شرمېدلی دښمن نور هم شرمېږي، په ماشومانو او ښځو خو لاس پورته کول او مسموم کول د بزدله خلکو کار دی.
    بزدله خدای دې تبا کړه.

  2. په ناحقه د وينې تويول او وژل د [ابلیس] د شيطان پلار کار دى۰ (وائې خره ته ئې زور نه رسیږي، کتې ته ئې سوټي ونیول)۰ امریکې ته ئې زور نه رسیږي قصد ئې له ماشومانو،نجونو او ښځو وباسي۰ ډیره دبیغیرتۍ کار دۍ۰

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *