بسم الله الرحمن الرحیم

د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

( (إن الذين يحبون أن تشيع الفاحشة في الذين آمنوا لهم عذاب أليم في الدنيا والآخرة والله يعلم وأنتم لا تعلمون 

مفهوم :(او هغوې چې دمومنانو تر منځ  د فحش ( زنا ، درواغو، دغلطو خبرونو  او….) دخپرولو هڅې کوي د هغوې له پاره په دنیا او اخرت کې سخت عذاب دې ،  الله تعالي پرې ښه پوهیږي او تاسو په دې اړه علم اوپوهه نه لرئ .)

د څو ورځو راهیسي دفیسبوک  په صفحاتو کې  د (Hezbi Islami) تر نامه لاندې یوه پاڼه د حزب اسلامي دمونو ګرام سره یو ځآې یو لړ  لیکنې خپروي چې د سرنه تر پایه پورې دروغ، بهتان  او کذب دې .  په دې پاڼه کې کله لیکي چې ( سعودي عربستان د حزب اسلامي ددفترونو رئیس محترم قاضي صاحب محمد حکیم ته ۵۰ میلیونه کلدارې ورکړي او دشمشتو دکمپ خلک کولې شي خپل نومونه ثبت کړي ، او یا په دغه اوهغه تیلفون باندي تماس و نیسي ،  په بل ځآې کې  دډاکتر غیرت بهیر په حواله  لیکي چې : دحزب اسلامي مشر ، محترم حکمتیار د تور لست نه ویستل شوې او ډیر ژر به کابل ته  را داخل شي …. ددې تر څنګ د حزب اسلامي د یو شمیر نومورو  کسانو لکه قاضي صاحب محمد حکیم حکیم ، انجنیر عبدالسلام هاشمی ، حبیب الرحمن حکمتیار او…په اړه  هم  ناوړه  تبلیغات کوي . )

دغې پاڼي نن د امام الدین ساپې  یو مضمون چې د حزب اسلامي په خلاف یی پکې خپل ټول توان  استعمال کړي هم خپره کړې ده .  مونږ په دې اړه  د تیرې پنجشنبي په ورځ  د ټولو دوستانو څخه  وغوښتل دغه پاڼه دخپله اړخه بنده کړي ، او دغه کس ، هر څوک چې دې باید په خپلو پاڼو کې بلاک کړي ، ځکه دغه ډول ناوړه تبلیغات یا دکمونستانو اویا هم د سختو خپل غرضه کړیو د حسد او کیني  پایلې دي .

ددې ترڅنګ  نن  په هالیند کې  دحزب اسلامي پخواني  نماینده ، ښاغلي حلیم تنویر هم ، چې تکړه تحقیق کونکې شخصیت دې ، پرته له تحقیق او څیړنې  یوه خپره شوې اعلامیه  په خپل  ویب پاڼه خپره کړې اوپه  هغې کې په پوره  قوت سره ددې خبرې تائید کړې او ان  تر دې یی ویلي چې د شنبي په ورځ  به دحزب دسیاسي امورو رئیس به کابل کې په دې اړه څرګندونې کوي او ښاغلي حکمتیار به د خپلې اجرائیه شورا سره یو ځآي  د یوه ستر کاروان سره کابل ته داخلیږي .

معلومه  نه ده چې ښاغلي تنویر دا خبره  ولي په دومره شد ومد سره کړې ، په داسې حال کې چې ښاغلي تنویر ډیر پخوا دحزب سره خپل اړیکې کمزوری کړي دي .

حزب اسلامي افغانستان  په داسې حال کې چې دا ډول شایعات ددشمن دحسد او کیني پایلې ګڼي ، او دا ډول تبلیغات دحزب اسلامي د سیاسی دریځ    او دحزب اسلامي دامیر دشخصیت  ترور یوه وسیله  ګڼي اعلامیوي چې : نه خو داسې کومه معامله شوې او نه  به  تر هغې بورې داسې کومه معامله وکړل شي  تر څو چې دحزب اسلامی  شرایط  نه وي پر ځاې شوي .

حزب اسلامي غواړي   ټول پردې او اجنبي اشغالي ځواکونه مو دهیواده  بیرون  ووځي او هیوادوال مو د ازادو اوبې پرې ټاکنو له لارې دخپل خپلواکه نظام خاوندان  وګرځي . په هیواد کې د صالحو او دفساد نه پاکو خلکو په لاسو عادلانه نظام منځته راشی .

لکه څنګه چې حزب اسلامي دخپل هیواد دازدۍ له پاره هر ځل قربانۍ ورکړي او د اشغالګرانو په مقابل کې یی خپله سینه سپر کړې او دهیواد د استقلال له پاره یی نه هیریدونکې تاریخي خدمتونه  انجام کړی ، په همدې توګه  به  دغه د هیواد ویاړلې ګوند د هیواد دیوه سیاسي ځواکمن قوت  په څیر  دهیواد د سیاسي بحرانو په حل کې  هم لکه دپخوا په څیر مهم رول ولوبوي .او لکه څنګه   چې دجهاد په دوران کې د هیواد دازادۍ له پاره لکه دسیسي ددیوال په څیر ولاړ و همدا ډول به  په راتلونکې کې دهیواد د بیا ودانۍ او شیرازۍ له پاره په ټول توان د هیوادوالو په چوپړ کې وي .

ټولو هغوې ته چې دحزب اسلامي په خلاف یی دغسې  کرغیړنو او کرکجنو تبلیغاتو ته لاس اچولې ، په کلکه  وایو چې حزب اسلامي په خپل همغه دریځ  چې په لمړیو کې یی د حزب د شورا دپریکړو له مخې خپل کړې ، په کلکه  ولاړ دې ، اوپه دې لاره کې ، که تر اوسه پورې   دامریکا او ناټو  سترو رشتونو ، او امتیازاتو بې لارې نه کړاې شو نو په راتلونکې کې خو یی هیڅکله هم نه شی بې لارې کولې . په دې اساس تاسو به دقران کریم دپریکړې په مطابق خپلې ګوتې په غاښو و چیچۍ ، خو خپلو ناولو موخو ته به و نه رسیږئ . ( وما ذالک علي الله بعزیز)

ژوندې دې وی اسلام

ژوندې دې وي افغان میړنې ولس

ژوندې دې وي دحزب اسلامي قاید او لارښوود

۱۷اګست ، ۲۰۱۴

0 thoughts on “په فېسبوک کې د حزب په نوم د جعلي ویبپاڼه په اړه اعلامیه”
  1. د پنجاب امر چی نه وی شوی والله که به یی له ځایه هم وښوروی. او بل دا چی
    دا کمونیزم خو 22 کاله پخوا مړ او اوس به یی هډوکی هم خاوری شوی وی او د شوروی اتحاد لویه امپراتوری هم ورسره مړه او په 15 ټوټو وويشل شوه ، نو پدی نړۍ کی به یی د بیا راژوندی کولو ضرورت نه وی

ځواب ورکول montazer ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *