د دې تګلارې په مرسته موږ کولای شو چې ډېر په اسانۍ سره هغه انځورونه، وېډيوګانې، پاڼې چې تاسې د فېسبوک د ای ډي له جوړېدو څخه تردې وخت پورې خوښ کړي دي، ډېر په اسانۍ سره معلومولای شئ.

تاسې یواځې خپل خوښ شوي شیان نه بلکې ستاسې د هر دوست چې ستاسو سره د ملګرو په لېست کې شته هم معلومولای شئ چې هغه فېسبوک د ای ډي د جوړېدو څخه تردې وخټ پورې کوم انځورونه، وېډيوګانې او پاڼې خوښې کړې وي، نو تاسې پاس د سرچ په ځای کېphotos like by me اوس به ماته هغه انځورونه راشي چې ما خوښ کړي وي. یواځې انځورونه نه بلکې وېډيوګانې او پاڼې هم معلومولای شو.

دوهم اوس که وغواړم چې د یوې پاڼې پواسطه خوښې شوې پاڼې معلومې کړم نو پاس په سرچ کې لیکم چې like by ashrafghani نو ماته به هغه پاڼې راولي چې د اشرف غنی پواسطه خوښې شوې وي، د دې لپاره چې ټولې خوښې شوې پاڼې وګورم په see more کلک کوم، دغه تګلاره مونږ سره د یو دوست په ښه او بد معلومېدو کې مرسته کولای شي.

3 thoughts on “په فېسبوک کې یوه پټه لار/ محمد مبین هڅاند”
  1. ياره داسي كارونه مه ورشياست موز افغانان ددي بر زاي جي كته تري واخلو يو بل به بري بريباسو داشيان مه شياست

  2. دادی نو د نا ځوانه چم دئ. که څوک نه غواړی چی چاته خپل لایک کړل شوي پاڼی وښیی یوه لاره یی شته که نه؟

    په درنښت

ځواب ورکول حقبال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *