تاند- د قزاقستان د سنا جرګې نن /پنجشنبه/ پرېکړه وکړه چې لواطت کوونکی دې نور شنډ یا خصي شي.

د قزاقستان د سنا (مشرانو) جرګې د ماشومانو د حقونو د دفاع اړوند مسلو په اړه ځیني قانوني سندونه تصویب کړل چې په هغو کې یو هم د لواطت په برخه کې د جزا د څرنګوالي په باب دی.

له دې پرېکړې سره سم، که څوک له نابالغانو سره لواطت وکړي، سزا یې دا ده چې په کیمیايي ډول به خصي شي.

د کیمیايي شنډټوب مطلب دا دی چې لواط په موقتي ډول شنډېږي، نه د تل لپاره.

One thought on “په قزاقستان کې لواطت کوونکي شنډېږي”

ځواب ورکول abdullah karokhel ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *