فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

دا څو کرښې د امریکایانو او طالبانو په لاس د زرګونه بېوزله ماشومانو، ښځو او سپېنږیرو سره د همدردۍ او غمرازۍ په نمت لیکم. د هغو په حال ویر کوم چې مظلومانه شهیدانیږي. مګر په شهادت او ویر یې د ډېرو خلکو سترګه اوښکه نه کوي او ډېرې حیلې ورته لټوي. د قطر په دفتر کې تاسې د اسلام آباد د پوهنتون له لارې پيژنم او تر ډېره مو له ظاهري شکل سره اشنا وم.

د ګرانو لوستونکو د معلوماتو لپاره، دا باید ووایم چې قاری نعیم د وردګو ولایت د چک له ولسوالۍ سره ارتباط لري. نوموړي په افغانستان کې دننه او بیا په پاکستان کې درس ویلی. ماستري او دکتورا يې په عربي ژبه کې د اسلام آباد له اسلامي پوهنتون څخه ترلاسه کړې. څنګه یې چې اوس تاسې تصویرونه ګورئ. تل تور پټکی تړي او  په اسلام آباد کې به یې تل څان په څادر کې نغښتی  او سترګې به یې په رنجو تورې کړې وې. نوموړي هغه مهال  هېڅکله عکسونه نه اخیستل، ویل به یې چې دا د اسلام خلاف کار دی. له خلکو سره یې خبرې نه کولې. په پوهنتون کې تر ۳۰۰ زیات افغان محصلین ول خو نوموړي له پنځو شپږو پرته نور چا سره اړیکي نه لرل. په تېره بیا چې چا به پتلون اغوستی ؤ، یا به یې ږيره خرېېلې وه. له هغه سره د نوموړي د الله په خاطر کرکه کوله.  خو بالمقابل همدغه خلک نوموړي ته په احترام قایل وو. ویل به یې چې لمونځګذاره سړی دی.

ان د قاری نعیم ډېر همفکره خلک هم چې افغانستان ته راغلل او دلته یې په کومه اداره کې کار پیل کړ. هغوی که هر څو له حکومت او یا له بهرنیو ځواکونو سره کار نه کاوه او د کار خیر یې عامو خلکو ته رسېده. خو نوموړي ورسره خپل اړیکي پرې کول او هغوی یې د صلیبیانو د لښکر ملګري بلل. ملګري یې وايی چې موږ ته قاری نعیم د مسلمان په سترګه نه ګوري ځکه چې موږ په افغانستان کې دنده لرو.

قاري محمد نعیم د طالبانو د مبارزې په جریان کې ټول وخت په پاکستان کې ؤ. له میداني طالبانو سره یې هېڅ تړاو نه درلود. ملا عمر، د کوټې شورا او دېته ورته خلک یې له دننه پيژندل. مګر په اسلام آباد کې یې له ځینو برلوي او صوفی ډوله ملابانو سره چې په اسلام آباد پوهنتون کې محصلین وو راشه درشه لرله. کله کله به له هغوی سره له پوهنتون بهر هم ووت.

کله چې له افغان حکومت سره د قطر دفتر خبرې پیل کړې. د امریکا حکومت په خوښه د قطر دفتر پرانېستل شو. قاری نعیم یو دم د تلویزون صحنې ته راغی. دلته زموږ له لسګونو محصلینو سره سلګونه سواله را پیدا شول، چې دا شخص له کومه قطر ته ورسېد؟ موږ ته په ډاګه شوه، چې نوموړی همغه ځینو ملایانو چې اصلا آی اس آی کسان وو نوموړی په طالبانو او د قطر په دفتر تپلی دی. هغه قاری نعیم چې مخکې یې د تشې کامرې عسکونه نه اخیستل اوس په تلویزون کې ناست دی؟ د قطر دفتر عملا په قطر کې د امریکا د سترې پوځي هډې لخوا تمویلږي او نوموړی له هغو څخه د دفتر مصارف، د کور مصارف او معاش اخلی؟ هغه قاری نعیم، چې موږ یې د ږیرې په کمولو کافر ګڼلو څنګه ځان ته دومره جواز ورکړ، چې اوس خپله عملا د امریکایانو  په پیسو ژوند کوي.؟

دې وروستیو پېښو ته په کتو سره چې ملا عمر دوه کاله مخکې په مرموز ډول مړ شوی او دوه کاله مسلسل طالبانو د افغانستان ولس ته دورغ وویل، دوه کاله یې د امیر له شتون پرته په زرګونو افغانان شهیدان کړل. د جهاد په نامه یې جګړه وکړه. لومړی یې امریکایان بانه کول اوس چې هغی تللي بیا هم هره ورځ انتحار او انفجار روان دی.

آفرین په آی اس آی چې څنګه فریب دهنده څیره غوره کوي او افسوس زموږ په حال چې یو چا ته د اسلام په خاطر احترام ولرو او هغوی بیا دومره قاسی القلب او وحشی الضمیر خلک وی چې پوره دیارلس کاله د افغانستان د مظلومو او بې ګنا ماشومانو، ښځو او سپېنږیرو په وژلو نه مړېږي. البته بیوزله ځوانان او پولیس ځکه نه یادوم، چې د هغوی وینې ته خو قاری نعیم غوندې کسان روژه ماتی دی.

د قطر په دفتر کې وینو چې ځیني غولېدل پوهه شول او استعفا یې ورکړه او تمه وه، چې قاری نعیم هم په ژړا شي، چې زه د مظلومو افغانانو له وژنو بري یم او نور لاړم خو نه دا دی میدان ورو ورو د ای اس آی ګوډاګیانو ته پاتې کېږي.

قاری نعیمه،  زه له الله څخه د خپلې ګبیره ګناه عفو غواړم، چې تاسې غوندې جهالتآمبه څېرې ته مې د لږ وخت لپاره احترام کړی دی. په عیني وخت کې ستا ټولو نږدې ملګرو ته وایم، چې که د افغانستان د ماشومانو په شهادت کې ځان شریک نه بولئ او که یوازې د تیرې ورځې د شاه شهید د کورنیو په قتل عام کې ځان شریک نه بولئ نو تاسې هم ما غوندې توبه وباسئ.

لنډه دا چې زما په اند د قاری نعیم ظاهري تقوی د اسلامیت له کبله نه بلکې جهالت له کبله وه، ځکه خو یې په زړه کې کرکه او نفرت ډېر ځای نیولی ؤ، حال دا چې د ريښيتني مسلمان زړه پاک وي. یا دا چې نوموړي ظاهري تقوی له پخوا څخه پلان شوې او د خلکو د اغوی لپاره وه.

په پای کې خبره په دې را نغاړم. په کومه کوڅه چې روان یې ددې کوڅې خوله بنده ده.

اللهم اهلک الکاذبین والقاتلین و دمر بیوتهم

4 thoughts on “په قطر کې د طالبانو ترجمان ډاکتر قاری محمد نعیم وردګ ته!/ اسلم سلطانی”
  1. Salamoona.
    Aslaam sultany brother.your right he is big Abujeheel.he is son of ISI .he will die like mulla Omaar.dont worry .he doing everything for money.he is not doctor ,he is Abujehel.

  2. قاری نعیم زه هم پيژنم.
    هغه چې کله په تلویزون کې وینم نو. وایم. نوموړی په قطر کې ناست دی او دلته چې هر ماشوم وژل کېږي، هره ښځه چې وژل کېږي، د هر افغان کور چې ړنګيږی. نوموړي پکې شریک دی.
    خو افسوس چي نوموړی به دا ټول په کوم دلیل سره ځان توجیه کوي
    نوموړی ډاکټر شو خو زموږ زرګونه ماشومان د کلونو را هیسي له علم او پوهې بې برخې شول.
    زموږ پوره دری نسلونه د طالبانو او امریکایانو له جګړي له کبله ښوونځي ته نه لاړل

    افسوس مې دیته راځي، چې قاری نعیم په قطر کي ناست دی، چېری چي ټولو معلوماتو ته لاس رسی لري او هر څه څاري خو بیا هم په دې پوهه نه شو، چې د طالبانو جګړه د اسلام او د کفر جګړه نه بلکې د بهرنیو استخباراتو جګړه ده، چې لومړی قربانی یی پښتانه دي او بیا ټول افغانستان
    قاری نعیم ته وایم، که دې د زړه سترګې ړندې نه وي او په زړه دې د نفاق مهر نه وی لګیدلی نو له دې جګړې ځان وکاږه او توبه وباسه
    و ما علینا الا البلاغ

  3. ستا دخبرې په تایئد سره محترمه لیکوال صیب
    تاچه خبره وکړه په هغو وختونو کې زه هماغه ځای کې په زده کړه مصروف وم
    داته چې کم صوفیان اوبریلویان او مشرکان راتلل هغه مطلق ای ایس ای یو ګروپ وو چې ده ته به میاشنی مصرف ورکول او دی له طالبانو لخوا په هغه وخت کې روزل کیده
    په تحقیق سره مونږ داثابته وه اوس هم لا زیاته ثابته شوه تاسو پوښتنی څومره دای ایس ای عټ عټ قومندان اوافسران چې دی دصوفیانو او پیرانو او سترو سترو بریلوي ملایانو چې ځانونه دالله دوه ګوتې بره ګڼي العیاذ بالله
    ددوی مریدان دي داهغه افسران او په ای ایس ای او طالبانو کې دښه قوت او نفوس واله هغه کسان دي چې بریلوي نظریا او عقیده لري
    لکه مولوي کبیر دطالبانو دمشرکی زوم مشر
    امیر خان مطقی دطالبانو داطلاعاتو کلتور وزیر
    دجلال الدین حقانی زوی سراج
    دکویټي شوره مشهور ځینی غړي
    فقیر درویش ددوی سندرغاړی دای ایس ای یو ستر جاسوس
    چې دا راساً ای ایس مریدان او پیران دي
    چې په زرګونه مسلمانان قتل کړل او دوی مزې کوي

    ستاسو ورور
    مولوي عصمت الله پکتیاوال
    دلوګر ولایت

  4. مننه وروره تفسیره دی لویه لیکلی خو بعضی خبری دی لکه چی اوس خو امریکایان وتلی ته نه پوهیږی؟ اوکه خلکو ته په سترګو کی خاوری اچوی دا جنګ چا روع کهاوبیا یی چا ملا تړ وکه او څوک یی کوی اوته دی جنګ کوم طرف حق بولی امریکیان او ملګری یی او که طالبان او ملګری یی

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *