له ښۍ خوا مولوي شهاب الدين دلاور، قاري دين محمد حنيف، شير محمد عباس ستانکزی، سهيل شاهين، مولوي جان محمد مدني، شيخ سيد رسول ننګرهاری، حاجي زاهد احمدزی او مولوي نيک محمد.

د قطر د دفتر د غړو پېژندنه:

لومړی.  سيد محمد طيب آغا:

سيد محمد طيب آغا د طالبانو د سياسي دفتر مشر دی. د کندهار د ارغنداب د جلاهور د سيمې د مشهور ديني عالم مولوي سدوزي په کورنۍ کې څه کم څلوېښت کاله مخکې زېږېدلی، عصري درسونه يې په کوټه کې ويلي، ځينې ديني درسونه يې هم په مدرسه کې ويلي، پر ملي پښټو ژبې سربېره په انګليسي، عربي، اردو او بلوڅي ژبو خبري کولی شي. سربېره پر دې چې پلار يې د سيمې ډېر وتلی عالم و، او د شوروي ضد جهاد فعال مجاهد وو، خو د ده مشر ورور لالا ملنګ آغا د يوه ډېر تکړه جهادي قوماندان او د خپل نظامي محاذ د مشر په توګه لا زيات مشهور وو.

لالا ملنګ د غزني د شلګر په نور المدارس مدرسه کې درس ويلی، او هلته له مولوي نصر الله منصور سره اشنا شوی، له درسونو وروسته په سيمه کې جبهې ته تللی، د اسيرو شوروي سرتېرو په مقابل کې تبادله شوی، او بيا وروسته په همدې جهاد کې شهيد شوی دی. د طيب آغا کورنۍ د ټول کندهار په کچه هم له جهادي اړخه او هم له علمي اړخه يوه مشهوره کورنۍ ده.

طيب آغا، لومړی په کندهار کې د خارجه ارتباط په دفتر کې کار پيل کړ چې د کابل تر نيونې مخکې يې د بهرنیو چارو وزارت حيثيت درلود، وروسته یې په اسلام اباد کې په سفارت کې دپلوماتيکه وظيفه واخيسته، او له هغه ځايه د طالبانو د مشر د دفتر د رييس په توګه وټاکل شو، چې د طالبانو د واکمنۍ تر پرزېدو پورې په همدې څوکۍ پاتې شو. طيب اغا د ملا محمد عمر د سکرتر يا لومړي کس په توګه کار ته ادامه ورکړه. د ۲۰۱۰ په مارچ کې يې نوم د طالبانو د پلاوي د مشر په توګه له جرمني څخه هله راڅرګند شو، چې د جرمنیانو په منځګړتوب يې له امريکايي چارواکو سره د يو لړ مسايلو په اړه لومړنۍ خبرې اترې وکړې. اوس په دوحه کې د سياسي دفتر مشرتوب پرغاړه لري. خو دی د دفتر د پرانيستې په ورځ په مراسمو کې حاضر نه و.

۲.  مولوي شهاب الدين دلاور:

مولوي شهاب الدين دلاور په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړی دی. د لوګر د مشهور ديني عالم او په ظاهرشاهي دوره کې د ولسي جرګې وکيل مولوي سيد اکبر زوی دی. دی خپله هم اوچت ديني عالم دی، چې د طالبانو د امارت پرمهال يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. په پېښور کې په کونسلګرۍ کې پاتې شوی، اسلام اباد ته د سفير په توګه استول شوی او له هغه ځايه سعودي عربستان ته د سفير په توګه تللی دی.

مولوي شهاب الدين دلاور څه موده په کندهار کې د تمييز د محکمې مشري هم په غاړه درلوده، چې له سترې محکمې وروسته د هېواد په کچه تر ټولو مهم قضايي ارګان دی. دی هم له خانداني لحاظه او هم په شخصي توګه له دپلوماسۍ او سياست سره را لوی شوی دی.

۳.  مولوي جان محمد مدني:

د طالبانو د سياسي دفتر بل غړی دی. د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلی، چې په مدينه منوره کې يې درس ويلی او د امارت په وخت کې يې بيلابېلې دندې ترسره کړې دي. دی د امارت د پيل په کلونو کې د البدر په نامه د عربي مجلې د سر په کسانو او تکړه ليکوالانو کې و، په کندهار کې يې د خارجه ارتباط په رياست کې رهبري دنده ترسره کړې او بيا متحدو عربي اماراتو ته د سفير په توګه بشپړه دوره تېره کړې ده.

د مولوي جان محمد مدني عربي هم شفاهي او هم ليکنۍ ډېره ښه زده ده. نوموړی په وروستيو کلونو کې د الصمود عربي ژبې مجلې له مسؤولينو څخه پاتې شوی.

۴.  شېر محمد عباس ستانکزی:

د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې زېږېدلی، په اويايمو کلونو کې يې د هند په دهرادون اکاډمي کې نظامي زده کړې کړې دي او د شوروي ضد جهاد پر مهال يې د مولوي محمد نبي محمدي او د استاد سياف په مشرۍ اتحاد اسلامي په ليکو کې جهاد کړی دی.

د اسلامي امارت په وخت کې يې د بهرنيو چارو د مرستيال وزير او بيا د عامې روغتيا د مرستيال وزير په توګه دندې ترسره کړې دي. هغو کسانو چې ورسره کار کړی د ده دپلوماتيکو وړتياوو ستاینه کوي؛ ځکه نو د قطر د دفتر له مهمو غړو څخه دی، چې په پښتو، دري، انګليسي، اردو او عربي روانې خبرې کوي.

۵.  قاري دين محمد حنيف:

د بدخشان ولايت په يفتل ولسوالۍ کې زېږېدلی، ديني درسونه يې تر ډېره په پېښور کې ويلي، چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر يوازېنی غړی دی، چې په عين حال کې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړيتوب هم لري. نوموړی د اسلامي امارت په وخت کې د پلان وزير او لوړو زده کړو وزير پاتې شوی. همدا ډول يې له شمالي ټلوالې سره د سولې په خبرو اترو کې چې په ترکمنستان کې ترسره کېدې د طالبانو په پلاوي کې فعاله ونډه درلوده. د ده د وخت همکاران هغه د يو بريالي مذاکره کوونکي او اجتماعي شخص په توګه یادوي. په عربي ژبه هم ښې خبرې کولی شي.

قاري دين محمد تېر کال په جون کې د جاپان د کيوټو ښار په دوشيشا پوهنتون کې، د افغانستان په اړه يو علمي کنفرانس ته خپله مفصله وينا هم واوروله، چې په دې توګه د طالبانو د استازي په توګه دی لومړی کس و، چې په رسنيو کې راڅرګند شو او هلته يې د اسلامي امارت دريځ ګډونوالو ته وړاندې کړ.

۶.  مولوي نېک محمد:

د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې يې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د طالبانو د رژيم پر مهال، څه موده د سوداګرۍ وزارت مرستیال وزير او بيا په کندهار کې د پوهنې د چارو مسؤول او د کندهار د پوهنې رييس و. په وروستيو کلونو کې د ښوونې او روزنې د کميسون رييس پاتې شوی. د ده نوم هم په ۲۰۱۱ کال کې هغه وخت ځينو رسنيو ته راڅرګند شو، چې دی د طالبانو د دري کسيز پلاوي په سر کې یې، په تهران کې په يوه نړيواله غونډه کې ګډون وکړ. هلته يې د اسلامي ويښتابه د کنفرانس ګډون کوونکو ته، چې د اسلامي نړۍ له هرې برخې څخه علما او بانفوذه کسان وو، د اسلامي امارت ليکلی پيغام ور رسولی و. نوموړی هم د طالبانو د سياسي دفتر غړی او په عين حال کې د طالبانو د مرکزي شورا غړی دی.

۷.  حاجي محمد زاهد احمدزی:

په لوګر ولايت کې زېږېدلی. د اسلامي امارت پرمهال د اسلام اباد په سفارت کې د دپلومات په توګه پاتې شوی. د جهاد پر مهال له مولوي محمد نبي محمدي سره نژدې پاتې شوی. دی په وروستيو کلونو کې په متحده عربي اماراتو کې مېشت و، او سوداګريز فعاليت يې کاوه.

۸.  محمد سهيل شاهين:

د پکتيا ولايت او په قوم توتاخېل دی. د اسلام آباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې يې زده کړې کړې دي. په انګليسي ژبه پوهېږي او په دې ژبه يې زيات شمېر مقالې ليکلې دي. د اسلامي امارت په وخت کې د انګليسي ژبې کابل ټايمز جريدې مسؤول مدير و، او بيا په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې يې د دويم مهم ديپلومات په توګه دنده ترسره کړې ده.

د اسلامي امارت نه مخکې، په شوروي ضد جهاد کې يې هم فعاله فرهنګي او قلمي ونډه درلوده او د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ حرکت انقلاب اسلامي په فرهنګي او کلتوري برخو کې يې دنده ترسره کوله.

دی اوس په نړيوالو رسنيو کې د اسلامي امارت په اړه په انګليسي ژبه مرکې کوي او پښتو هم ليکنې کوي.

۹.  ډاکتر محمد نعيم وردګ:

د وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې زېږېدلی، ښوونځی يې همالته په شهادت لېسه کې لوستی دی او په پېښور کې يې ليسانس په عربي ژبه او دين پوهنه کې کړی، او وروسته يې ماسټري او  دکتورا دواړه د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې کړې دي. په حقانيه مدرسه کې يې هم د حديثو دوره کړې ده. په عربي روانې خبري کوي او پر انګليسي ژبه هم تسلط لري. ده په تېر دسمبر کې د فرانسې په شانتيلي غونډه کې هم، له مولوي شهاب الدين دلاور سره په ګډه د طالبانو د استازي په توګه ګډون کړی و.

۱۰.  حافظ عزيز الرحمن:

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زېږېدلی، د مشهور ديني عالم مولوي عبد الاحد زوی دی، چې په سيمه کې يې د هجرت په نامه لويه مدرسه هم درلوده. د اسلامي امارت پر مهال په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت دويم کس و. د امارت له سقوط وروسته، په قطر کې مېشت شو او د عربي خليج په محيط کې له اوږدې اوسېدنې له برکته ښه روابط لري.

10 thoughts on “په قطر کې د طالبانو د استازو پېژندګلوي”
  1. د دې ټولو پېژنودګلو مې ولوسته او پر دې پوه شوم چې دا ټول نمرودیان او فرعونیان غواړي چې یو ځل بیا افغانان د پنجاب… ته احتیاج کړي. دوی کې هیڅ شرم او حیا نه شته. د نیویارک له بریدونو وروسته دوی ټول پنجابیانو پر امریکایانو لکه د ځناورو په څېر خرڅ کړل خو دوی کې هیڅ شرم او حیا نه شته. له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې پښتانه په لیلي دښته کې دوستم بې ناموسه شهیدان کړل هغوی هغه څوک ول چې پر همدې بې ناموسانو یې غیرت کړی وو او په هماغه وخت کې پنجابیانو خپل فوځیان له کندز میدان څخه په طیارو کې پنجاب ته یوړل او زمونږ خوار خوټي او بې چاره افغانان يې په کندز کې پرېښول اخر چا په کانتینرونو کې ساه ورکړه او او څوک په یو ډول او بل ډول …خو دې بې غیرتو پر هغوی هیڅ ډول ننګ او غیرت و نه کړدوی اوس هم له ټلوالې سره مذاکرات کوي. دوی ته زما دا پیغام دی چې د خدای او رسول په خاطر نور په افغانانو رحم وکړئ. او پر دې هم پوهېږو چې تاسو محکوم ییئ پرېږدئ چې تاسو ستاسو باداران مردار کړي خو یو څو څاروي ییئ پرې چې مړه شئ او نور دا خوار او بېچاره ملت له پنجابیانو خلاص کړئ. او پر تاسو دې ښځې خورګانې وي چې تاسو جهاد کوئ او که د قران او اسلام په سر سوداګري کوئ. پر دا غټو، غټو خېټو مو د خدای لعنت شه لږ ځانونو کې غیرت پیدا کړئ چې خوار شئ.

  2. تاند والو تاسو ته د یوی مسؤلی او په مدنی اصولو ولاړی میډیا اولیټ په توګه نه دی پکار چی د طالبانو پروپاګنډه نشر کړی. که تاسی وایاست چی دا پروپاګنډه نه ده نو دا صحیح نه وایاست ځکه چی دا هر کس داسی را پیژندل شوی توا چی بس متخصیصین دی. حال دا چی دا د وژونکو ماتحت انسانانو نماینده ګان دی. لطفا لږ په جلال اباد کی د اختر په ورځ په هدیره کی د دی وحشی ژوؤ په بمونو د وژل شویو ښځو جسدونه در په یاد کړی، او یا هم په جلال اباد کی د هغه دولسو ماشومانو جسدونه چی ددی ژوؤ په خرمرګیو کی ووژل شول. د هغه انجینرانو بی سره تنی دی په یاد کړی چی دی ژوؤ په هرات کی ووژل او یا هم د هغه کارګرو چی هغه بله ورځ یی پکتیا کی ووژل. دا ملحوثی څیری او کوښښ کوی چی ځانونه د یو مدنی او متمدن تحریک نمایندګان وښئی؟ دوی خو به هره هڅه کوی خو تاسی تاند وال باید دوی سره د دی هڅی په کامیابی کی یاری ونه کړی. موږ کولای شو چی ددی ژویو ویبپاڼی وګورو خو نه دا کار نه کوه، نو تاسی باید خپل لوستونکی د دی ژوؤ د تبلیغاتو په لومه کی وانه چوی. تاسی او خدای د افغان نوم به سهيل شاهین وی؟ او یا به دا کس څه لیکنی وکړی په افغانستان باندی؟ لطفا پوست می نشر کړی

  3. د تاند چلونکی اوس غواړی تر 2014 کال پوری ځان له نوی پالیسی سره عیار کړی او په دوی هم د طالبانو د ترور او وحشت واهمه راغلی ده.
    د اسلامی امارت په اصطلاح د باندنیو چارو وزارت مسوولین او یا له هیواده بهر تش په نامه دیپلوماتان چی حتی دوی د خپل امارت د سقوط په باب د نورو هیوادونو پالیسی هم تحلیل او ارزیابی نشوه کړای اوس غواړی د افغانستان د خلکو نمایندګی وکړی . ملا شیر محمد عباس په انګلیسی او نورو ژبو پوهیده خو ده په بهر کی د خپلو سیاسی او قونسلی نمایندګیو د کارکوونکو راپورونه هم نه لوستل. ده ته یواځی تکبر او سپینی جامی اغوستل پاته وو د وزارت ټول مسلکی پرسونل یی په مختلفو نومونو له کاره وویستل او د هغوی پر ځای یی يو څو محدود پرچمیان او چاپلوسان او یو څو بی تجربه طالب العلمان په دندو وګمارل. د رسمی کار نیمه ورځ د لمانځه او اوداسه او د شپږو مقدسو کلیمو په تکراریدو تیریده او د غرمی له دولس نیمو ته یوی بجی پوری به د تشریفاتو تالار کی لمونځ او اسلامی سیاسی مسلی کیدلی او کله به چی لمونځ خلاص شو نو د تروو شړومبو ګیلاسونه به یی په سرواړول او تر مازدیګر پوری به په خواږه خوب ویده ول چی دایی نتیجه ده .
    البته په دوی کی مولوی شهاب الدین دلاور نسبتا فعاله شخص و چی هغه به یوه استثنی وی.

    په پای کی د تاند له چلونکی نه هیله کوم چی دا وروستی لیک نشر کړی اونور به له تاسو سره د تل لپاره خدای پامانی وکړم. ځکه چی زمونږ لیکنی ستاسو له اوسنی پالیسی سره په ټکر کی دی. بریالی اوسی پردیس

    1. په تاسو هم لکه چې د هغو چړیانو طرز تقکر اغېز کړی چې تاند د طالبانو د قتلونو په اړه د چا مقاله خپره کړي ښکنځلي شروع کړي. که د چا په ګټه یا تاوان لیکنې خپروي د دې مانا دا نه ده چې له چا سره دښمني یا خواخوږي لري. تاند د طالبانو او د کرزي د حکومت د پلویانو او مخالفانو بې شمېره لیکنې خپرې کړي دي او بیا به یې هم وکړي. تاند د کوم خاص ګوند یا ایدیالوژۍ خپروونکې ویبپاڼه نه ده .

  4. درنو تاند والو! خدای دی نه کړی چی موږ دی چړیان شو. خبره ددی نه ده چی تاسی دی هیڅ د طالب اړوند څه مه نشروی، بلکل یی نشروی. خو اعتراض ددی لیکنی په طرز او انداز باندی ده. په دی لیکنه کی دا هر کس داسی معرفی شوی لکه چی سم د علومو ، کارپوهان، ساینس پوهان، ډیر بریالی او مشهور سیاستوال، او یا هم د سترو بریاؤ لاس ته راوړنکی وی. حال دا چی دا ټول د مرګ او د تیاری استازی دی. زه دا نه وایم چی تاسو ورته ولیکی چی د مرګ او تیاری استازی، بلکی ستاسو مسؤلیت دی چی خبر او یا لیکنه داسی خپره کړی چی هغی کی د پروپاګنډی کوم عنصر پاتی نه وی. دا ټوټه له ورایه ښکاری چی په پنځو کتابونو د طالب په قلم لیکل شوی د پروپاګنډی مواد دی. پدی باید پوه شوی چی د سنسور او پروپاګنډی تر منځ یوه قرمزی سیمه ده چی هغی ته ناپئلتوب وایی، خو متاسفانه په دی لیکنه کی د خپرونکی هيڅ ناپیلتوب نه تر سترګو کیږی او دا ځکه چی دا لیکنه تاسو او یا کوم بل چا نه بلکی طالب کړی. پوه خبره به سره سپینه کړو، که له دی اسمان نه اوس راباندی غږ وشی چی طالب ومنه نو ولله که بی راباندی ومنی، طالب د بشرت هغه ګنده شوی زخم او ناسور دی چی باید محوه شی. په درناوی درانده اوسی

  5. د تاند درنو چلوونکو او خوږو لوستونکو، په سلام او د الله پاک په رحمتونو او برکتونو مو ستایم!
    قسم په هغه الله چې ځمکه او آسمانونه یې پیدا کړي او د تاریخ په بهیر کې یی د انسان په نامه و بېلابېلو ټبرو ته عزت او ذلت په برخه کړی دی، چې دا پورته کسان چې په انځور کې يې خيټې ځړېدلې دي، نه الله پاک ته چې د دوی خالق او پالونکی دی او نه د هغه د استازی محمد صلی الله علیه و سلم ته ريښتونی دي، ځکه چې بیا مې دې هم په الله قسم وي چې څوک په الله او د هغه په رسول ایمان لري او په اوسنیو شرایطو (یووېشتمه پېړۍ) کې د مسلمانانو حال ته ګوري هیڅکله به داسی خېټور نشي. دو دوی خېټې د دوی د نفساني خواهشاتو په اصطلاح بیرغ دی….. او هغه څوک چې الله او د هغه رسول صلی الله علیه و سلم ته ريښتوني نه وي نو بیاافغان مظلوم او کړېدلي ولس ته به ريښتوني وي؟ زما په اند دا خېټور د شمالي ټلوالې تر لنډه غرو او دبړه مارانو بد او بدتر دي…. ځکه هغوی خو په نره دښمني کوي او دې خبیثانو د مسلمان او پښتون په جامه کې په مسلمان او پښتون پسې را اخيستې ده.
    په والله العظیم چې لس لس ډوکتوراوې ولري او په دوولسو ژبو خبرې وکړي بیا به هم مونږ ونشي غولولای.
    ډېر ژر به انشاءالله هغه ورځ راشي چې د لنډه غرو او ټوپکیانو سره جوخت دوی هم تور مخ د افغان ولس مخې ته او د الله پر وړاندې سپک سرتور خوار او ذلیل ولاړ وي!
    تباه او برباد د دوي د اسلام او افغانستان دښمنان که په هره جامه او څېره کې وي او که هر ټبر ته منسوب وي! او ژوندي دې وي د حق د لارې لارویان!
    و قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا.
    صدق الله العلی العظیم

  6. Dear Taand,
    Please don’t destroy your good reputation and good image among the community and electronic media for the broadcasting such articles. Otherwise please people will thought that this website also supporting terrorist group.
    So, then it will be very late to recover your readers and reputation.

  7. سهیل شاهین افغان ندی، دا یو پاکستانی دی تاسو په دی هکله د پوره تحقیق نه وروسته باید د یو کس پیژندګلوی خپره کړئ

  8. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    درنو افغانانو! په رسنيو کې معلوماتي، فکري او رواني آزادي ته بايد درنښت وشي. له بده مرغه په افغانستان کې هر څه د احساساتو په ګدۍ سپاره دي. په افغانستان کې په وروستيو څو لسيزو کې له ټولو ډلو ټپلو د افغان ولس خوابدی دی او پر افغانانو د ظلم مېچن چلول شوې ده، چې قرباني يې د افغانستا ټول خلک دي او ټولې سيمې يې برباد شوې دي.
    موږ که غواړو او يا يې نه غواړو، نو په افغانستان کې دوې اساسي ښکېلې ډلې موجودې دي، چې يو پلو ته يې د کرزي په فساد سوره لاسپوڅې اداره ده او بل پلو ته بنسټپال وسلوال مقاومت، نو د دغو دواړو ډلو په اړه معلومات د ټولنې د ذهني روښانولو او د ټولنې سوله ييز هلو ځلو ته د مسير يو مشال جوړوي، نو د تاند د پاڼې چلونکو ته د دې ټينګتې کول چې ګواکې د کرزي د لاسپوڅي دولت د مخالفو ډلو په اړه معلومات خپاره نه کړي او يا يې په دې ګرموي، چې ګواکي د وسلوال مقاومت لپاره پروپاګنده يا تبليغ کوي، مګر زه به ووايم، چې د آزادو خپرونو اصول ناپېيلتيا ده، مګر په دولتي پيسو يا د يوې ډلې په پيسو سمبال شوې يوه پاڼه يا رسنۍ بيا دهغه دولت يا ډلې پاليسي پلې کوي يا يې بايد پلې کړې، چې د خپلو سليقو پاليسي بايد پر نورو هم وروټومبي.

    زه په دې پوهېږم، چې په افغاني جګړه کې دواړه ښکېلې ډلې لکه هغه بيزو چلند کوې، چې لاسي بم يې په لاس کې وي او په يو او بل پسې منډې وهي او يو او بل ته يې وراچوي، چې هم خپل او هم ملکي يرې وژني!! نو که غواړی، چې افغانسنان جوړ، اداره او له تروريستي يا فسادي ځالو وژغورل شي، نو اتحاد او مسلکيتوب ته ورودانګی، پرته له دې به د افغان ولس همدا د لمبو نغری او دپرديو اور وي!!!

    معه سلاموکم الاخوتالمسلمين و الاخوتالعلوم
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول عمر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *