محمد هلال سمسور –

په دې وروستیو کې د طالبانو د قطر دفتر ته چا مشوره ورکړې چې مصرف یې پر موږ خو تاسې باید له ژورنالستانو، کارپوهانو او … سره ناستې ولاړې ډېرې کړئ او هڅه وکړئ چې خپله داعیه ورباندې ومنی او خلکو ته دا وښیی چې ستاسې مبارزه په حقه ده او تاسې په ریښتیا هم د افغانستان د خیر ښېګړې لپاره کار کوئ.

ددې پروسې په دوام سره یو شمېر سیاسي کارپوهان او خبریالان د طالبانو د قطر دفتر وربللی او له هغوی سره ناستې او بحثونه کوي. هغوی ته خپل نظریات وړاندې کوي. هغه کارپوهان چې ځانونه له افغان حکومت څخه نا راض بولي دهغوی په خبرو او نظریاتو کې طالبان په اسانۍ سره نفوذ کولی شي. پخوا به یوازې وحید مژده د طالبانو بره ویله او وروسته مطمئن، ځلاند… هم ور اضافه شول. د کرزي ټیم هم چې تر ډېره په فساد کې ښکېل دي د موجوده حکومت مخالفت کوي…

په دې وروستۍ غونډه کې ښاغلي ځلاند خپل انځور خپور  کړی او د یوې لیکنې سرلیک (له طالبانو سختې پوښتنې..) لیکلی ؤ. عنوان یې جالب ؤ خو کله مې چې د مقالې محتوا ولیده نو پوه شوم چې  دا هسې له طالبانو سره د طالبانو غونډه ده. پوښتنې او ځوابونه ټول د کم حافظه خلکو غوندې ښکارېدل. ټولو په حکومت پړه اچوله… حکومت په ریښتیا هم ډېر ملامت دی، ځکه د حکومت له فساده، دوه سره توبه او کمزورتیا څخه طالب استفاده کوي او په دې بېوزله افغان ولس د پلک او سندان ترمنځ دی. له طالبانو سره خبرې کوونکي افغانان باید د ځان لپاره اساس د حکومت مخالفت نه بلکې د افغان ولس دردونه، کړاوونه او د هغوی مصلحت اساس وګرځوي.

د قطر مجلس او بحثونه ټول د هغه لمانځه په اړه بحثونه دي، چې په بې اودسۍ سره نه بلکې په جنابت سرهد یو چا له خوا ادا شوی وي او بیا پکې کومه تېروتنه شوي وي او بحث پرې کېږی، چې د سهوی سجده څنګه وکړي او یا هم د اختر د قربانۍ په اړه چې څاروی یې غلا شوی وي. قرباني کوونکي صرف په دې اختلاف او بحث کوي چې د قربانۍ غوښه څنګه عادلانه تقسیم شي. افغانان باید په دې پوهه شي چې د طالب وجودي فلسفه غلطه ده. د طالب موجودیت د افغانستان د علیا مصالحو لپاره ګواښ او خطر دی.

د طالبانو د موجودیت اصلي او یوازنی هدف په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو قوتونو بقا او د پاکستان لپاره بیا [طالب] د لوی افغانستان د جوړېدو مانع او د کمزوري او ټوټه افغانستان تر ټولو غوره وسیله ده. طالب د همدغه اهدافو لپاره رامنځ ته شوی او پالل کېږي. ددې سترو شومو اهدافو ترڅنګ نورو استخباراتو هم را دانګلي او خپلې موخې پوره کوي.

 ځلاند صاحب چې ځان د لوی افغانستان حامي هم بولي، باید د پرویز مشرف دا خبره په یاد وساتي چې امریکایانو ته یې ویل:”پښتانه ډېر پلیت قوم دی له دېخوا یې موږ وهو او له بلې خوا یې تاسې ووهئ.”د امریکا لوی چارواکی  څو ځله ونه ویل چې طالبان زموږ دښمنان نه دي. همدا څه موده مخکې بیا پرویز مشرف ونه ویل چې طالبان زموږ قهرمانان دی؟ ولې به قهرمانان نه وي. طالبانو په تېرو پنځلسو کلونو کې ملیونونه پښتانه ماشومان له علم څخه محروم نه کړل؟ د پښتنی سیمو د هر ډول اعمار او پرمختګ مانع نه شول؟ یوازې پښتانه مشران او کشران نه وژني؟ هره ورځ په پښتني سیمه کې ناتار نه دی جوړ؟ تاسې او خدای آیا طالبانو تل دا هڅه نه کوله چې د بهرنیو ځواکونو پر ځای له پولیسو او ملي اردو جګړه وکړي!؟ (افسوس چې زموږ ټولو افغانانو حافظې کمزوري دي!).

ځلاند صاحب چې کله له قطر څخه بېرته را ستون شوې نو هغه د خدایی خدمتګار خان باچاخان انځور د خپل کور له دیواله څخه را کښته کړئ ځکه طالب د پرمختللي افغانستان ترڅنګ د خدايي خدمتګار د داعیې دښمن  هم دی.

یا ربه هدایت!!

2 thoughts on “په قطر کې له طالبانو سره د طالبانو غونډه”
  1. زما په اند اوس د افغانستان حکومت اودولت ته یوازی میدیاورپاتی ده چی پخپلو شرمونکوکرنوپرده واچوی اودامظلوم ولس ورباندی وغولوی موژپه په افغانستان کی صلحه اوارامی غوارو هغه که د احمدپه لاس وی که دمحمود موژنه غوارو چی موژدنوروته محتاج وه لکه اوس چی کله موپاکستان په عزت ملندی وهی کله امریکااومتحدین یی اوکله ایران اوهند داهرسه دهمدغه اوسنی نظام له امله موژله لوژی مره شواودوی دهره پنجشنبه دعیاشی لپاره دوبی اواوروپا ته زغلی

ځواب ورکول Aslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *