له تیرو څوارلسو کلنو راهیسې د طالبانو د جګړې په اړه راپورونه څارم، له جګړې څخه د ژوند په هر ډګر کې سخت ځوریدلی یم. د جګړې ځاني او مالي تاوان را رسیدلی، د جګړې ویره او ترهه مې په زړه او وجود له ورایه اغیز کړی دی. د دندې او ورځنې ژوند په اوږدو کې مې تل د سولې او ارام کمښت احساس کړی دی. کله هم چې له ګران هیواده بهر تللی یم، د ګران وطن او نورو وطنونو د ښېرازې او پرمختګ توپیر مې د سولي په نه شتون کې محسوس کړی دی.
دا ذکر شوی احساس یواځې زما نه دی، له هر بل افغان سره چې غږیدلی یم، ورته احساس او له دې هم ژور د خفګان او اندیښنې احساس یې راسره شریک کړی دی. پوښتنه دا را ولاړیږي چې موږ نو بیا ولي په جګړه کې ژوند کوو؟ ددې پوښتنې اصلي لوری راته افغان طالبان ښکاریدل، ارمان مې دا وه چې کله به له طالب مشرانو سره مخامخ شم چې ددې احساس او درد پوښتنه ترې وکړم. زما همدا غوښتنه وه چې د پګواش لخوا راسره تماس ونیولی شو چې د افغان سولې په اړه څیړنیز او غیري رسمي غونډه ده که
ګډون کولی شي نو موږ به بلنلیک در واستاوه، ما ورسره ښه کړه او دا دی د جنوري په دوه ویشتمه نېټه د سولې د خبرو اترو د پاره دوحې، قطر ته راغلم. زموږ د سفر په وړاندې په هوایي ډګر کې د ملي وحدت حکومت خنډ شو، هغوی موږ ته وویل چې تاسو نشي کولی په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د سفر د ملګرو له منځه چې د حکومت له لوړو پوړو چارواکو سره خبرې وکړي، له لږ ځنډه وروسته موږ ته د تګ اجازه راکړل شوه، دا ځنډه د الوتکې په ځنډ هم بدل شو. زموږ الوتکه په کابل کې یوه ساعت وځنډیده او په دې توګه د قطر پرواز زموږ څخه لاړ، موږ دویم پرواز ته انتظار شو چې هغه په یوه نیمه بجه د شپې و، په دې توګه موږ په قطر کې خپل استراحت ځای ته سهار څلور بجې شاوخوا ورسیدو.
سهار په نهو بجو مو د غونډې پیل و، غونډه ونه ځنډیده، موږ هم چې د خبرو پیل ته ډیر تندې اخیستي و، له نهو بجو د مخه د غونډې تالار ته ورسیدو. غونډه چې په کوم تالار کې جوړه شوي وه، هلته تیلفون او برقي هر ډول سامان وړل منعه و، د غونډې د اجندا سره سم، د پګواش د مشر په ښه راغلاست ویلو غونډه پیل شوه. د پګواش د مشرتابه له وینا وروسته د طالبانو په استازولي شیرمحمد عباس ستانیکزي خپل وینا پیل کړه. د وینا پیل په دې کلماتو وشو چې دا د طالبانو رسمي دریځ دی چې د طلبانو د سیاسي دفتر د مشر لخوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کیږي.
په وینا کې ګڼې داسې خبرې وې چې ما ته ډیرې په زړه پورې وي لکه د جګړې غندل، په سوله تاکید، د ملي ګټو، ارزښتونو، د افغانانو د ژوند، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د ښوونځیو او روغتیایې مراکزو د ساتني او پالنې خبرې وي. ددې تر څنګ د سولي د پاره د باور د فضا د رامنځته کولو په پار طالبانو د قطر د فتر پرانیستل، د سولي په اړه د رسنیو د عامه ذهنیت له خرابولو را ګرځیدا، د بندیانو خلاصیدا، د تورلیست څخه د طالبانو پاکول ذکر شول، دارنګه عباس ستانیکزي صیب د سولي په وړاندې خنډونه په ګوته کړل: د بهرنیانو شتون، د اسلامي نظام نشتوالی، د سولي د توافقاتو د پاره د تضمین ( د امنیت شورا، اسلامي کانفرانس، ملګري ملتونه) او دارنګه یې د اوسنې اساسي قانون د تعدیل او له سره د لیکنې غوښتنې ذکر کړي.
پخپل وار احدي صیب، اسحاق ګیلاني صیب، عمر داودزي صیب، عبیدالله شهراني صیب، عبد الجبار تقوی صیب، فاروق اعظم، ، حاجي روح الله، استاذ اکبري، ستار سعادي او قیوم کوچي صیب د طالبانو د رسمي دریځ په اړه خپلو ارزونو او نظرونو شریکو په ترڅ کې د سولي په لومړیتوب او د جګړې د دریدا بحثونه وکړل. نوموړیو ټولو په طالب استازو نیوکه وکړه چې په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، چې د طالب مرکچیانو مشر ورته په ښکاره ټکو وویل چې دا د طالبانو رسمي دریځ دی، په دې برخه کې د نړیوالو او افغان حکومتونو لخوا هیڅ پرمختګ نه دی راغلی، له دې امله په همغه پخواني دریځ باندې ټینګار کوي.دارنګه داودزي صیب د امریکا د وتلو امکاناتو ذکر وکړ چې امریکا هم نه غواړئ په افغانستان کې د تل دپاره پاتې شي، د افغان حکومت د ډیر تاکید او په افغانستان کې د نا امنۍ د زیاتیدا او ګډوډیو د مخنیوي په پار امریکا خپل ورستی دریځ بدل کړ که امریکا دیته وار دمخه تیاره وه چې له ۲۰۱۴ څخه وروسته په مکمله توګه د وتلو تابیا ونیسي. د پاکستان په رول هم خبرې وشي، که پاکستان د افغان ولس او خاوري د سر، مال او ځان د ښمن بللی کیږي نو بیا له داسې پاکستانه د سولې تمه منطقي نه ده. د حکومت په نه ګډون، ټولو ګډونوالو کلک اعتراض وکړ، خو د سولي د خبرو په سرعت او چټکتیا ډیر ټینګار وشو. له افغانستان څخه د راغلو کسانو ټینګار په دې و چې راغلي میلمانه باید یو ځل بیا سره کینې او یوه وړه کمیټه له دې پلاوي څخه را جوړه کړي او په دې توګه د افغان حکومت سره په کابل کې کیني او هغوی وهڅوي چې له طالبانو سره د د طالبانو د شرایطو او د خبرو په وړاندیز باید جدي فکر او سوچ وشي. کوم کسان چې له افغانستان څخه راغلي و د طالبانو دا غوښتنې چې دوی ته د رسمي دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړلی شي، له تورلیست څخه ویستلی شي او بندیان یې خوشي شي منطقي او مهمه غوښتنه وګڼلی شوه، شهراني صیب او دوادزي صیب په کلکه ددې غوښتنه د معقولیت په اړه خبرې وکړي او ژمنه یې وکړه چې له افغان حکومت او نړیوالو سره په دې اړه خبرې وکړي چې دا غوښتنې د طالبانو مسلم حق دی، په دې اړه باید د طالبانو غوښتنې ومنلی شي.
د طالب مرکچیانو مرستیال عبد اسلام حنیفي د ټاپي پروژي د امنیت او بریالیتوب په اړه د طالب لوري رسمي دریځ روښانه کړ.
طالب پلاوي د امریکا په نظامي حضور نیوکه وکړه او د هغوی نظامي حضور یې د افغان سولې په اړه تر ټولو مهم خنډ و باله خو ددې تر څنګ یې د امریکا په ملکي مرستو په دوام او ګډې همکاري تاکید وکړ، طالب استازو وویل چې امریکا دې خپل توپ، طیاره او ټانګ له افغانستان څخه وباسي او ددې پر ځای دې بیل، کلنګ سره د افغانانانو سره د افغانسان په ودانولو کې برخه واخلي. په لومړې ورځ کې زما خبرې د ځوانانو په حقوقو، د هغوی په اندیښنو او د افغان وژني په غمجنو پیښو را څرخیدي. په ډیرو ښکاره ټکو مو جګړه وغندله، د جګړې ناخوالي او بدګنې مو ذکر کړي او له طالبانو مو غوښتنه وکړه چې ناهیلي ځوانانو ته د سولي او پرمختګ هیلې ورکړي او پرینږدي چې د افغانستان دا ستره ثرمایه د یونان په اوبو لاهو شي.
لومړې ورځ په دې پای ته ورسیده چې دویمه ورځ به د ملکي تلفاتو او د سولې د خبرو په دوام بحث کیږي. د غونډې دویمه ورځ مو د افغان حکومت په دې پیغام چې د معصوم ستانیکزي صیب لخوا طالبانو ته را لیږل شوی و پیل کړ چې د ملي وحدت حکومت طالبان د سیاسي مخالف په توګه په رسمي ډول پیژني او غواړي نیغ په نیغه له طالبانو سره خبرې وکړي.
طالب استازو یو ځل بیا د سولي په خبرو ټینګار وکړ، خپل شرایط او دلایل یې وړاندې کړل او د ملکي تلفاتو په مخنیوي او په دې برخه کې د خپلو کارونو راپور وړاندې کړ. د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډانیلې بیل د نړیوالو اندیښنه د ملکي تلفاتو په اړه شریکه کړه او دارنګه یې خپلي څیړنې چې په راتلونکې یوه میاشت کې په رسمي توګه شریکې کړای شي، له غونډې سره شریکي کړي.
په غونډه کې د ښځو د حقوقو په اړه بحث وشو او په دې اړه جدي اندیښنې او پوښتنې له طالبانو سره شریکي شوي. د اقتصادي پرمختګ، په هیواد کې د ملي پروژو لکه تاپي، د عینکو د کان د پروژي په اړه پوښتنې او خبرې هم مطرح شوي. دا ځل بیا د غونډي د ګډونوالو اندیښنو او پوښتنو ته د طالب مرکچیانو مشر عباس ستانیکزي صیب ځوابونه وړاندې کړل. ستانکیزي صیب ټینګار وکړ چې طالبانو د سلما بند، د کمال خان بند، د تاپي پروژي، د عینکو د کان د پروژې او ټولو نورو سترو ملي پروژو د امنیت د ساتلو پریکړه کړي، د ښونځیو د نه بندولو او دارنګه د روغتیایې اسانتیاو د برابرولو مثالونه یې وړاندې کړل، په ملکي تلفاتو کې هغه شمیرنې او شننې وړاندې کړي چې تر ډیره په کې نړیوال ځواکونه او افغان حکومت پړ بلل شوی دی. د غونډې په پای کې د ښځو د حقونو ( تعلیم، کار) په اړه مشخص ذکر وشو چې طالبان به هیڅ ډول بندیز د ښځو په تعلیم او کار ونه لږوي، د اسلامي شرعیت او افغاني دود او دستور سره به سم ښځو ته دتعلیم او کار زمینه برابره شي. د اساسي قانون په اړه بحث مخکې له وخت وبلل شو، د ملي پروژو ساتني یې د طالبانو لومړیتوب وباله، یوه ډیره مهمه مسله چې طالبانو په ټینګار یاده کړه هغه دا چې دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې افغانستان تجزیه کړي، دوی کله هم د هلمند یا کوم بل ولایت د ترلاسه کولو غوښتنه نه ده کړي بلکې دوی ټینګار کوي چې په ټول افغانستان کې د سولي او ټیکاو د پاره باید کار وشي
دوادزي صیب د افغان پلاوي په استازیتوب د سولي دا کانفرانس هیله بښوونکی وګاڼه، د ګڼو اندیښنو او پوښتنو ځوابونه یې ترې ترلاسه شول، د ورته ناستو د تکرار غوښتنه یې وکړه، دارنګه یې د افغان حکومت سره د خبرو د پاره ټینګار وکړ. څنګه چې په دویمه ورځ هم ما د ځوانانو سره د نیغې ناستې او د هغوی پوښتنو ته د ځواب ویلو په اړه ټینګار وکړ، داودزي صیب هم دا خبره له پګواش او طالب پلاوي سره تکرار کړه چې د ځوانانو د اندیښنو د ځوابولو د پاره باید له ځوانانو سره ورته ځانګړي ناسته وشي.
د سولي په خبرو کې د حوصلي، پراخي سنې او ورین تندي دلرلو ټینګار وشو او په دې پریکړه وشوه چې د طالبانو غوښتنې به له افغان حکومت او نړیوالو سره شریک کیږي او په نژدې راتلونکې کې ورته نورې ناستې ترسره کیږي.
غونډه د ګران وطن په دعایه تمامه شوه.
allah di waki chi solah ra shi
Salam Zaland Sahib. Weldone for the great report. Very exclusive that all discussion went on very positive way in peace issue that every one seem optimistic for having peace in country. If we exclude the external terminology from out thought and life, we can find most Afghans very same loving thier country and each other and building thier country. Peace and love
خداي ج دي وكري جه دا عونده د سولي زيرى وكرزي او د زلاند صاحب تلل بختور شي. زلاند صاحب بريا مو غوارو.
thankx very much for every thing.. you are our hero..recpect..may allaha grant you jannha and much more succses in the future…we all love you..
محترم ځلاند صیب تر هر څه دمخه سلا مو نه او نیکی هیلی می و منه دوم دا چی په خو له او قلم دی بر کت شه دا سی ښه او په زړه پوری معلو ما ت او د سو لی ښه زیری دی خبلو ګر ا نو وطنو ا لو ته وړاندی کړ مونږ که په داخل کی یو یا په بهر کی د همداسی ښه زیری په طمعه نا ست یو کور مو ودان خدای د ی وکړی چی دا د سو لی خبری په یو واقعیت بدلی شی زمونږ په پښتو یو متل دی چی وا یی ، تیږی خو ډیری دی خو کار په منه دی پدی معنی چی ډیرو خلکو به پدی غونډه کی ګډون کړی وی خو خپلو وطنوا لو ته به یی دا سی په زړه پوری ما لو مات نوی وړ ا ندی کړی ستا سو د لا بر یا وو په هیله په در نښت
ډاکتر صاحب ځلاند! ستاسوله مالوماتوڅخه مننه ۰
زماپه انډپه لمړي پیل کې دا ټکي چې تاسوئې یادونه کړې مهم دي۰۰۰ [طالب پلاوي دامریکا په نظامي حضورنیوکه وکړه او د هغوی نظامي حضور یې د افغان سولې په اړه ترټولومهم خنډوباله خوددې ترڅنګ یې دامریکا په ملکي مرستو په دوام اوګډې همکاري تاکید وکړ، طالب استازووویل چې امریکا دې خپل توپ، طیاره او ټانګ له افغانستان څخه وباسي اوددې پرځای دې بیل، کلنګ سره د افغانانوسره دافغانستان په ودانولوکې برخه واخلي. خبرې د ځوانانو په حقوقو، د هغوی په اندیښنواود افغان وژني په غمجنو پیښو را څرخیدي۰ په ډیرو ښکاره ټکو مو جګړه وغندله، د جګړې ناخوالي او بدګنې موذکر کړي او له طالبانوموغوښتنه وکړه چې ناهیلي ځوانانو ته د سولي او پرمختګ هیلې ورکړي او پرینږدي چې د افغانستان دا ستره سرمایه د یونان په اوبولاهو شي۰
د ښځودحقونو ( تعلیم، کار) په اړه مشخص ذکر وشو چې طالبان به هیڅ ډول بندیزد ښځو په تعلیم او کارونه لږوي، د اسلامي شرعیت او افغاني دود او دستورسره به سم ښځوته د تعلیم او کار زمینه برابره شي۰ د اساسي قانون په اړه بحث مخکې له وخت وبلل شو، د ملي پروژو ساتني یې د طالبانو لومړیتوب وباله، یوه ډیره مهمه مسله چې طالبانو په ټینګار یاده کړه هغه دا چې دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چې افغانستان تجزیه کړي، دوی کله هم د هلمند یا کوم بل ولایت د ترلاسه کولو غوښتنه نه ده کړي بلکې دوی ټینګار کوي چې په ټول افغانستان کې د سولي او ټیکاو د پاره باید کار وشي]۰
هیله مندیو چې نورپه هیواد کې دبشروینه توئې نشي۰
Brother Zaland salam. Afghan people more tired from that useless war. All Afghan people do not want to kill each other or destroy them country.The Afghan people love each other and they live together for hundreds and thousands years beside each other.
The problem is a bad neighbor like Pakistan terrorist and killer country.The Afghan people and government should talk direct to USA, because the isi use by usa and Taliban is used by the lSl. l am prying to my people to come pace one day God bless all my people
Allah de woke sola dasi sola Che tolow Afghananu de kher aw de pradu ashghal na haLas sho…………..
د تولو نه مخكي سلامونه او نيكي.
الله تعالى د وكري چی د واقعی صلحی خبری شروع شی خو هغه و خت امکان لری چی لوی شیطان او ورسره واره شیطانان زموژ دگران وطن سخه لار شی.
دگران او آ ذاد افغانستان په هیله
ځلا ند صا حب مننه الله مو ژوندي لره ، صلحه زموږ داسې ضرورت دۍ لکه د هوا او کسیجن، طا لبان صلحه غواړي خو کا بل نا ست سیا سي ټیکه داران په هیڅ صورت صلحه نه غواړي، تر څو چې ددوی په توان کې ده د صلحې به را وستو کې خنډو نه جوړ وي، دوې د ۱۴ کلنو لا سته را وړنو خبره کوي کومې لا سته را وړنې؟ موږ خو هر څه له لا سه ور کړل، ټول ملي کلتوري او دینې ارزښتو نه مو تر خا ورو لاندې شول که د یو څو ټیکه دارا نو او پردیپا لو جیبو نه ډک شوي او د ملت پر اوږو ور سواره شوي دي ته خو ارزش نه وایو ، مننه ځلا ند صا حب
په الله قسم چې طالبان صلح غواړي خو حکومت د طالبانو تسلیمي غواړي نو کوم د سولي نوم چې دی عمل پرې طالبانو کړی دی، حکومت صرف ددغه نوم څخه په استفاده طالبان د تسلمېدو طرف ته دعوت کوي. دا کار ځکه ناشونی دی چې د سولي په نوم یا پوه نه دي او یا ترې استفاده کوي
الله ج دى وکړى چه داخبرى همداسى په ښه توګه پرمخ ولاړى شى اوهمدغه کسان په دوامداره توګه ياده پروسه پرمخ بوزى،ستاسو دلا برياوو په هيله اوپدى هيله چه دغه ارمان مو پخپل ژوند کى ترسره شى آمين
که د سولې لپاره د خبرو اترو په غونډو کې د ځلاند صیب په شان بااحساسه او بر وطن مین اشخاص ګډون وکړي نو لیرې نه ده چې دړاده غاړې به ډېر ژر سره تفاهم ته ورسیږي
د یو بي پرې، په هیواد مین، پاک، ډير پوه شخصیت او د هیواد او په خاصه توګه د پښتنو لپاره د یوې سترې پانګې ښاغلې ځلاند قدم به انشاالله ډیر بختور شي او دې کړیدلې خلکو ته به د سولې زیری راوړي.
له د معلومیږی چه سوله هغه څوک نه غواړی چه قدرت یی غصب کړی ، د نورو حق خوری ، د غلا رشوت او چور ښه زمینه ورته برابره ده چه له برکته یی میلونران شول ، د دوی بچیان خو په جنګ کی نه مړه کیږی ، د ملت له غربته استفاده کوی او بچیان یی د یو ګولی ډوډی په خاطر جنګوی ، خپل کورونه او بچیان یی په بهرنی ملکونو په ارامه او هوسا ډول ژوند کوی ، عیاشی کوی ، دوی خپله چه د ښار چکروهی ورته ټوله جاده بنده وی. مډالونه چه د نورو په وینو یی ګټلی خپلو وړو زامنو ته په ټټر ټو مبی.، نو دوی به لیونی وی سوله وغواړی
دتاند دښکلی اوبا اعتباری پاڼی محترمو چلونکو ښاغلو لو ستونکو او ښاغلی ډاکتر ځلاند صاحب سلام.
په قطر کر کښي د طالبانو سره په غیر رسمې خبرو کښيستاسو ګډون او ستاسو له خوا لیککل شوی مختصر راپور ډ یر ګټور او تمید بښوونکې و او هیله ده چې دا غیر رسمې خبری ډ یر ژ ر په رسمې بڼه د یو خاص سوله ایز مکانیزم په چوکات کښې پيل شې چې ټول افغان ملت او نړیوالې ټولنې ته د سولی الهام بښونکې پيغام ولری .
کومې خبری چې تاسو د یو راپور پهډول خپری کړی کیدی شی د رسمې خبرو د غوڼډو د اجندا او فهرست په ډول وکارول شې خو د سولې دخبرو یو پوخ او معیاری مکانیزم ته چې د خبرو دواړه خواوی یې ومنې او موافقه پری وشی لومړنی ضرورت دی چې دا ټولې خبری د هماغه چو کاټ سره برابری د بحث لاندی ونیول شې او پری رسمې موافقه وشې
دسولی د خبرو دپاره څه موده وړاندی ما د یو میکانیزم د جوړیدو دپاره په ډ یر مختصر ډول. لاندی لیکنه کړی چې کیدی شی ورڅخه استفاده وشی
اول : دخبرو دواړه خواوی باید تحریری موافقه وکړی چې دواړه خواوی دسولی غوښتونکی دی او خبرو ته حاضر دی
دوهم : دواړه خواوی باید اوربند امضا کړی پاکستان اوایران یې باید د شاهد او متضمن په توګه امضا کړی
دریم : ددوو میاشتو په موده کښی دی دواړه خواوی خپل شرایط یو بل ته په تحریری صورت وسپاری او دا شرایط باید منطقی، دمنلو او اجرا وړ وی .
څلورم : د یوی میاشتی په جریان کښی وروسته له هغه چې دسولی شرایط ورته ورسیږی یو بل خپل دسولی دخبرو هیت معرفی کړی آو په دوو اونیو کښه باید دواړه خواوی دخبرو هیت د منلو او یا دبدلون اطلاع ورکړی .
پنخم ددواړو خواوو ګډ هیت به په یو مشترکه اعلامیه کښی د خبرو دپیل نیټه او ځای د یوی میاشتی په جریان کښی اعلانوی
شپږم : دا خبری باید په یو کاملا بیطرف ملک کښی لکه سویس، اندونیزیا . مالتا . جنوبی افریقا کښی پیل شی . دخبرو ټول مصارف دی دنړی د بیطرفو هیوادو له خوا ورکړ شی
اووم : د لاندی هیوادو هیت دی د ملګرو ملتو په مشری د خبرو د جریان نطارت وکړی امریکا ، چین ، جاپان ، جنوبی کوریا ، جرمنی ، مالیزیا پاکستان ، ایزان ، امارات ، فلپین ، هندوستان ، اویا نور داسی هیوادونه چې مطلق بی طرفه او ددغه سولی غوښتونکی وی . کیداشی همدا خبری د یوه مکمل پلان دپاره د بنیاد په بڼه پراخ بنسټه شی که څوک وغواړی حاضز یم مکمله همکاری وکړم . که په لومړی مرحله کښی دا موافقه حاصله نشی خبری به ناکامه وی
د سولي خبري په قطر کي شايد نتيجه ورکړي پدي شرط چي ښکيلي خواوي صادق او خپلو نيابتي ګټو څخه تير
الله ج د وکړي چې په ګران افغانستان کې تلپاتي سوله او ثبات قایم شي
ځلاند صیب د یو استاد او روڼ اندي په صفت احترام درته لرم
طالبان مو سپیني فرشتي او د جګړو او ناخوالو بار مو د افغانستان د حکوت په غاړه کي اچولی دا ستاسو قضاوت او انصاف دی
په هر حال
د ټاپې د پروژې کار تر اوسه پیل شوی نده چې طالبان یې خنډ وګرځي هغه هم هغه طالبان چې سرچینه یې له ایرانه ده
او زما په نظر د کوټي او پیښور طالبان ددې پروژې لپار خنډ نه دي ځکه تاوان یې پاکستان ته رسیږي
زما پوښتنه له تاسو دا ده چې په دا پنځلس کلونو کي د بیګناه افغانانو قتل ته چا ادامه ورکړي حکومت که طالب؟
د بندونو د جوړولو مخه چا ډب کړي؟
سرک او پل مو چا جوړکړی او چا وران کړی؟
انجنیر او معلیم مو چا وژلی؟
که چیرته د طالبانو په دریځ کې نوی بدلون راغلی وي او ياد شویو کړني ورته د اسلامیت او انسانیت خلاف ښکار نو افغانان یې د دې نیک کار هرکلی کوي
کنه تمه ترې نلرو
خو دا به انصاف نه وي چې ددې ټولو بدمرغیو لامل حکومت وګڼو
Salamoonah; Zaland saib & lostunko ta;
Zama pa nazar d SULH-e moxalifiin daa diey:
1- d salaho & moxadera mavado aw tailo qachakberan aw mafia yi kirriy
2- Khareji aw gawenndi jaceisii kirry , & stratejik shooom planona yi
3- d paxwany aw osany afghan hokoomat aksara mofsed-charwaki; qatilan, ghasiban, …
4-d`Afghanano xaseten Pashtano sara ezeli kiena laroonki( engrezan-amrikayan; panjabyan; farsiayan; kalakanyan,.-tajkostanyan, ozbakostanya…. ). Ya`ni hagha dder mohem djuz d Dr. sab Zaland pa xabera d Talibano la nazara d tajziye ghoshtoonki!
Che Talibano pa 1996 ki ham watan la tajziyi jghoraly wo.
په دې غونډه کې د چوکۍ ناروغانو د خپلې درملنې لپاره هلې ځلې وکړې.ـ
سلام ذلاند صاحب
مننه دستاسود پاکو احساساتو
امیددی چی سوله پهوطن کی. راشی
الله تعالی دې افغان ولس په کاله سوله مېلمنه کړي، ځکه چې سوله يواځينۍ هيله ده، چې موږ تر مطلوبو موخو رسوي.
سوله باندې اسلام ټينګار کړی دی، که په سوله کې ژوند وکړو، نو د مشرانو، ښوونکو او ځوانانو د مرګ پرښته به مو هر وخت تر غاړو نه نيسي.
ښوونځي، روغتونونه او عامه تاسيسات به مو د جګړې سپرغۍ نه سوځي، مېندو او مېرمنو له سترګو به اوښکې نه توييږي، بلکې مينه به حاکمه وي، رب دې پر موږ د سولې لمر راوخېژوي.
shame who is responsible for past 15 years boombed and blasts. you mean talibans are angels from Jannah.
ګرانه وروره څلاند صاحب سلام خدای دوګړی چه جوړ روغ او خوشحاله بیرته کور ته ستون شوی یی دا دسولی په اړه دی په قطر کی په کنفرانس کی ګډون کړی دی د ویاړ څای دی لکن دا چه دا کنفرانسونه سومره چه ډیریژی هومره سوله لیری کيژی دا هسی خیالی او بی فایدی ناستی دی یو هم دا صلاحیت نه لری چه فیصله وکړی اصلا واک د بل چا دی هغوی نه غواړی افغانان هوسا او ارام ژوند وکړی
د بزیشنا پای قطع کول ددوی هود سرگنده کره چه پپه خله وایی یو او په زره کوی بله
Very sad to hear that many people who commented had expectations of peace from those killers who had destroyed Afghanistan , had reversed Afghanistan for decades from progress and killed the great leader ( Dr. Najeeb)of Afghanistan who was shouting for peace and insulted even to his corpse after being killed , you senseless people expect from those people who sold Ur soil, history,civilization , sovereignity, and brought ignorance, backwardness to Afghanistan , you shouldn’t expect such cruel people who had no mercy on the people of Afghanistan and even killed babies in cradles , these mullahs are sold easily so how can we expect these ignorant and illiterate religious mullahs that don’t believe in the prosperity of the people of Afghanistan , their rule was just upto having turban and keeping beard , these two things when you had then you could do everything in their govern , shame on those who sit for talks with these sold mullahs , can’t expect from sold people , how can we expect from those who kill our innocent people,men and women, kill our doctors, engineers, demolish our hospitals, kill our national force who are only defendants that can be trusted , bomb our power stations and so on , so no need to go further , before supporting them and expect some good deeds you put a little small view on their past . Hope you think about my comment. Thanx
سلام دکتور ځلاند
زموږ جنګ او جګړو خوړلئ هېواد يوازې او يوازې سولې ته ضرورت لري. په کار ده چې نور له هرډول ستونزو او بې ځايه زورواکيو نه، ځاني شهرت نه، قدرت او غوړو څوکو نه افغان ولس په تيره بيا مسول کسان تير شي او د ملت زعامت ،راتلونکى او ضرورت په نظر کې وساتي.
په کار ده چې پوه او عالم کسان، دخير او فلاح غړي، پاک او مجرب خلک چې لاسونه يې د ملت په وينو او بډو اخيستلو ککړ نه وي په دې لاره کې سر راټول شي او بې له هرډول پلمو او زورواکيو د ملت او ولس مښکل ته پاملرنه وکړي
په کار ده چې دبن د معاهدې بڼه بيا تکرار نه شي چې کله د شلومبو موچان خواهي نه خواهي په کاسه کې کته اوپورته منډې وهي
سوله د افغانستان د ولس په کچه دافغانستان ټولو برخوته په بشپړه درناوي کتنه، سول د في سبيل الله پر معيار نه دمردارخور سياست او چل پر بنا
ځلاند ستا خبره زما خوښيږي چې تا په کومه مقله کې ليکلي وه چې يا رب توفيق! ښه به د اوي چې د ملت په هره برخه کې توفيق زموږ نصيب شي
تاسی طالبانو ته ونه ویل چی دروغجنو دا سوونه مکاتب خو ستاسی له شره بند دی.
دپګواش په کانفرانس کې طالبانو ټولو هغو پوښتنو ته قناعت بخښونکي ځوابونه وویل کوم چې ددوی پرخلاف ددښمن په خوله دافغانانوپه ذهنونوکې اچول شوي وې. زه دهیواد دیو فرد په توګه دا شاهدي ورکوم چې زمونږ په ولایت کې دطالبانوترکنترول لاندې مکتبونو داستاذانومعاشونه دولت نه ورکوي او طالبان دمکتبونو هیڅ مخالفت نکوي حیرانوونکي خبره داده چې دهغو مکتبونوشاګردانو چې دطالبانو ترکنترول لاندې دي له هغو شاګردانو چې ددولت ترکنترول لاندې سیمو کې زده کوي دزده کړو کیفیت په مراتبولوړ دی.
طالبان رښتیانۍ سوله غواړي خو افغان حکومت چې مستقیما دامریکیانو له لورې حمایه او دیکته کیږي دسولې په لاره کې خنډونه جوړوي. افغانان باید پوه شي چې ولې دامریکایانو دګټو لپاره قرباني شي؟ ولې دې پخپل منځ کې سره ووژني؟ ولې دې آزاد او خپلواک نه وي؟
که حقیقت ووایو نو هیڅ افغان داسلامي حکومت او نظام مخالف ندی هیڅ افغان پخپل هیوادکې دپردیو واکمني نه مني
نوبیا کوم مشکل دی چې افغانان نشي سره جوړیدلی؟!
هغه څوک چې قدرت نه غلطه ګټه اخلي افغانان ځوروي افغانستان لوټ کوي او افغانان پخپله او دبل په اشاره وژني باید په هیواد او حکومت کې یې ځای ورک شي.
ځلاندصیب دغونډې ښه تصویر دې وړاندې کړی درنه منندوی یو خو پکار دادي چې ټول هغه څه چې تاسې پخپلو سترګو ولیدل او ټول هغه څه چې تاسې واوریدل دپوښتنو او ځوابونو ټول جریان په خپل قلم ولیکې او درنو لوستونکو ته یې وړاندې کړې
مننه قمرعلي
دسولی خوښونکی اودسولی دراتلو دپاره کارکونکی دی بریالی وی .