سوري کډوال

تاند- د سوریې له کړکېچ وروسته په لکونو سوریه وال ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول. خو دا مهاجر په مصر او لبنان کې، چې د سوریانو په شان عربي ژبې دي، له تبعیض سره مخامخ دي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دغو دواړو هیوادونو زیات سوریه وال ترکیې ته کډواله شوي خو د ترکانو له کوربه توبه هیڅ راز شکایت نه دی اورېدل شوی.

په مصر کې پر سوریه والو تور پوري کېږي چې د دغه هیواد په سیاسي لانجو کې لاسوهنه کوي، خو په لبنان کې بیا په دې خاطر د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي چې پر لبنانیانو یې کار درولی دی.

د مصر رسنیو د سوریانو پرضد د احساساتو په پارولو کې مهم رول لوبولی، پر دوی تور پوري کوي چې د پرزول شوي ولسمشر محمد مُرسي په ملاتړ په اعتراضونو کې ګډون کوي.

مُرسي د روانې جولای میاشتې په درېمه د ده د حکومت پرضد له پراخو مظاهرو وروسته له ولسمشرۍ لېري کړای شو. نوموړی د سوریې د رژیم د مخالفانو کلک ملاتړ کوونکی و.

په مصر کې د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه خپور شوي پیغام کې ویل شوي:«موږ باید د سوریه والو له دوکانونو څخه سودا وانخلو ځکه چې دوی له پیسو څخه په تروریستي اعمالو کې کار اخلي.»

په یوه بل پیغام کې ویل شوي:«ګڼو سوریه والو مهاجرو ته د اخوان المسلمین د ارشاد ادارې درې سوه مصري پونډه، چې ۴۳ ډالره کېږي، ورکړي څو دوی د مُرسي په ننګه په مظاهرو کې ګډون وکړي.»

د مصر الفارین تلویزیون هم دې ته ورته پیغامونه خپروي. دغه تلویزیون سوري مهاجرو ته په خطاب کې وویل:

«که تاسو د اخوان المسلمین ملاتړ ته دوام ورکړئ، خلک به ستاسي کورونه ونړوي.»

یوه بل تلویزیون(آن ټي وي) وویل:«سوریه والو، که تاسي زموږ په چارو کې لاسوهنه کوئ، په کوڅو کې به مو زموږ د بوټونو وارونه وخورئ.»

دواړو تلویزیونونو د دې پیغامونو له خپرولو وروسته بخښنه وغوښته.

په لبنان کې شاوخوا شپېته زره سوري کډوال مېشت دي. دغو کډوالو د لبنانیانو لپاره ټولنیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي.

له یوې وروستۍ سروې سره سم په سلو کې ۸۲ لبنانیان سوري مهاجر په خپل هیواد کې د خلکو د بې روزګارۍ سبب بولي .

تر نیمايي زیات لبنانیان وايي چې د دغه هیواد حکومت باید پر سوري کډوالو خپلې پولې وتړي.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ حکومت پولې ټینګې کړې او خپلې خاورې ته یې د سوري مهاجرو د ننوتو مخه ونیوله.

د لبنان د مالیې وزیر نیکولاس نهاس فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، سوري کډوال اجازه لري چې په لبنان کې کار وکړي خو په دوو برخو، سوداګري نه شي کولی.

One thought on “په لبنان او مصر کې له سوري کډوالو سره تبعیض”
  1. زه، مړه خو مسلمانان دي، له دوی نه ګیله مه کوئ. په دوی کې خو به کوم عیسوی نه وي چې بیا به وایي چې یاره صلیبیان دي، د اسلام دښمنان دي؟! دغه ده او هغه ده. ټول هماغه دي، چې سر په چاړه غوڅوي او وایي چې الله اکبر!!!

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *