خبریال: میرویس جلالزی- د جرمني هیواد یوه خیریه بنسټ په لسګونو تنه افغان ماشومان چې د زړه په ناروغۍ اخته ول د درملنې لپاره جرمني ته یوړل.

دغه بنسټ د سولې کلی نومیږي چې له لسیزو راهیسي په افغانستان کې ورته انساني ماموریت پر مخ بیايي.

دغه بنسټ ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه ورځ تر بلې خراب شوي او ناروغانو ته په سمه توګه روغتیايي خدمتونه نه وړاندي کیږي.

د سولې کلي مرسته کوونکو په خپلو وروستيو ۷۱ کتنو کې تر بل هروخت ډير ناروغ کوچنيان ټاکلي ول چې د درملنې له پاره جرمني ته ولېږدول سول.

ټاکل شوې چې یاد ماشومان به د شپږو میاشتو لپاره په جرمني کې وي او له کاملې درملنې وروسته به بیرته خپلو کورنیو ته لیږدول کیږي.

د سولي کلي بنسټ هر کال په لسګونو افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لیږي او ټول لګښت یې هم د همدې بنسټ پر غاړه دی.

په همدې حال کې په سلګونو تنه نور هغه ماشومان چې د زړه په ناروغۍ اخته دي همدا اوس اوس د افغانستان سره صلیب نړیوالي کمیټي په نوملړ کې دې ته انتظار باسي چې د یادې ادارې په مرسته یې د ملک دننه او یا هم دباندي درملنه وشي.

د دغو ناروغو ماشومانو کورنۍ وايي دوی په یوازې سر نه شي کولای د زړه د ناروغۍ د تداوۍ لګښت ورکړي ځکه اقتصادي حالت یې ډیر خراب دی.

د زړه د عملیات لګښت د نورو جراحي عملیاتو په پرتله لوړ دی او دغه ډول ناروغان ډیر مراقبت ته اړتیا لري.

اوس مهال په افغانستان کې د ورته ناروغیو د درملنې لپاره له فرانسوي روغتون پرته کوم بل روغتون نشته او په دغه روغتون کې هم د زړه په ناروغیود اخته ماشومانو د درملنې لپاره لازم ظرفیت نه شته.

د سره صلیب کمیټه د خلکو د مرستو په مټ له را ټولو شویو پيسو څخه پر هغو ماشومانو درملنه کوي چې د زړه په ناروغیو اخته دي.

دې کمیټې په تیرو څو میاشتو کې د ایثار په نامه یو پراخ کمپاین پیل کړی تر څو یې پر مټ له خلکو په خوښه رضايي پیسې را ټولي کړي او په یاده ناروغۍ اخته ماشومان پرې تر درملنې لاندي ونیسي.

د سره صلیب کمیټه وايي چې اوس مهال يی د هندوستان له مکس روغتون سره هوکړه کړي چې د نورو ناروغانو په پرتله به د زړه په ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو په درملنه کې ورسره په لږ لګښت مرسته کوي.

د کمیټې د مشرتابه په وینا چې یو شمیر افغان ماشومان يې چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د مکس په روغتون کې تر درملني لاندي نیولي او یو شمیر نور بیا لا وختي تداوي شوي دي لیکن د ملک دننه د هغو ماشومانو شمیره بي حده لوړه ده چې د زړه په ناروغیو اخته دي او کورنۍ یي د درملني توان نه لري.

One thought on “په لسګونو ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول شول”
  1. دلته اچول شوی عکس د بنو د یوه روغتون عکس دی او دا ښځې د وزیرستان کډوالې دي. هیله ده چې لیرې یې کړئ، افغان مېرمنې دغه ډول څادرۍ نه په سروي. بله دا چې خبره د ښځو نه بلکه یوازې د ماشومانو ده.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *