تاند- د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې نن /چهارشنبه/ د کابلیانک مخته په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۷ تنه شهیدان او ۳۸ تنه نور ژوبل شول.

حمله په داسې حال کې د ملي اردو د موټرو پر کاروان وشوه چې د کابلبانک پر څانګې د معاش اخیستلو لپاره ګڼ کسان راټول شوي وو.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي چې دا برید امنیه قوماندانۍ ته نژدې د موټر په وسیله وشو.

د ځواک په وینا د برید په قربانیانو کې ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.

دوه میاشتې پخوا د جون په درویشتمه په لشکرګاه کې پر کابلیانک د انتحاري برید په نتیجه کې تر ۴۰ زیات شهیدان او ۶۰ ژوبل شول.

د هلمند د ننني برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست. د جون د میاشتې د حملې مسوولیت هم دې ډلې په غاړه اخیستی و.

وسله والو طالبانو په تېرو څه باندې ۱۰ کلونو کې په ځلونو پر بانکونو ورته بریدونه کړي او په سلګونو ملکیان او پوځیان یې وژلي دي.

3 thoughts on “په لشکرګاه کې د موتر بمي برید له کبله لږترلږه ۷ تنه شهیدان او نژدې ۴۰ ژوبل شول”
  1. طالبان له امریکایانو سره د جهاد په نوم د افغانستان د خلکو او خصوصا پښتو په قتل عام بوخت دي. تر دوی قاتل او جنایتکاره ډله زموږ په تاریخ کې نشته.

  2. MY OPINION IS THAT;KABULBANK MUST OPEN ONE BRANCH IN LETHARNECK OR BASTION BASES FOR ANA &ANP/ABP TO GET SALARY
    FROM THAT BRANCH.
    THIS IS FOURTH TIME TALIBA ATTACK ON LASHKARGAH BRANCH,
    THANK YOU

  3. هرکه ناموزد ز روزګار ،
    هیچ نیاموزد ز آموزګار
    د دغو ټولو شهیدانو ، ټپیانو او کوم چاته چې ځاني او مالی تلفات او خساره رسېدلې ده ، د کابل بانک او د دولتي مقاماتو په غاړه ده.
    مونږ څو ځله وړاندیز کړی دی چې د دې خونړي بانک دروازه وتړی ، د معاش اخیستونکو او سهمدارانو لپاره نورې لارې چارې ولټوي.
    لعنت پر ټالیبانو ، قاتلانو او د وطن پردښمنانو.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *