تاند- په لغمان ولایت کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ په شخړه کې لږترلږه ۶ تنه ژوبل شوي او وېره ده چې یو یا څو تنه وژل شوي وي.

دا پېښه نن /پنجشنبه/ هغه مهال په مرکز مهترلام کې وشوه، چې لسګونو تنو د لغمان د ولایتي شورا د غړیو او ښاریانو ترمنځ د شخړې په اعتراض کې مظاهره وکړه.

شاهدان وايي چې د یوه تن مړی یې لیدلی او لږترلږه ۵ یا ۶ تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د لغمان د والي ویندوی پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

شاهدان وايي، دا کسان هغه وخت ژوبل شول چې دوی پر دولتي ودانیو حمله وکړه او پولیسو پرې ډزې وکړې.

سیمه ییز چارواکي وايي چې پولیسو د دې لپاره ډزې وکړې چې مظاهره چیان تیت پرک کړي.

مظاهره چیانو پر دولتي ودانیو تیږې ویشتلې او هڅه یې کوله چې ودانیو ته ننوځي.

راپورونه وايي چې لا هم کړکېچ پای ته نه دی رسېدلی او مظاهره چیان حاضر نه دي چې کورونو ته لاړ شي.

One thought on “په لغمان کې مظاهره په تاوتریخوالې واوښته”
  1. دا نو بیا مظاهره نه بلکې وندالیزم او ورانکاري ده .
    مظاهره د قانون په چوکاټ کې کېږي. د خلکو ، دولت ، حکومت او بیت المال پورې اړوند ملکیت او منافعو ته څوک ضرر نه رسوي. البته مخکې له دې چې مظاهره صورت ونیسي ، پولیسو او امنیتي مقاماتو ته خبر ورکول کيږي چې د مظاهره چیانو او شاوخوا ودانیو ، خلکو او ملکیتونو امنیت وساتل شي.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *