تاند پنجشنبه ۲۳/۰۱/۲۰۱۴دلغمان ولایت مطبوعاتي دفتر تاند ته په استولي خبرپڼه کې لیکلي دي نن د ۱۲ بجو په شاو خوا کې د الینګار ولسوالۍ د سخرې په کلي کې پر  یو شمیر ځوانانو چې د والیبال لوبه یې کوله مخالفو وسله والو ډزې وکړې چې له امله ېې پنځه تنه چې زده کوونکي هم وو وژل شوي دي

 لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي په بې ګناه او بې وزله خلکو او په تیره بیا په لوبغاړو د مخالفو وسلوالو دغه ناوړه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل په کلکه غندي.

 طالبانو او نورو مخالفو وسله والو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي .

له بلې خوا د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر په یوبلې اعلامیه کې ویلي دی  چې د چهار شنبې په ورځ سهار د مرکز په ګډون د الينګار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو په ضد کوم چاڼير پاي ته ورسیدل .

 ددې خبرتیا په اساس په دغو عملیاتو کې د مشهور قوماندان (شيرين) په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱ تن يې ټپي شوی دی.

4 thoughts on “په لغمان کې پنځه تنه ځوان لوبغاړي د مخالفینو له لوري ووژل شول”
  1. دې شهیدانو کې زما د تره لمسی ( صفی الله ) هم و . هغه تنکی ځوان و او سږ کال له زراعت پوهنځي څخه فارغ شوی و

    له موبایله ویره همدا اوس مې موبایل وکړنګید او سمدستي ترې غږ پورته شو: غږ نه و، سم تندر و. ویل یې: خبر یې؟ زړه مې ډیپ ولوید، ما ویل: نه، وایه. خدای دې خیر کړي! – خیر چیره دی. صفي الله یې ویشتلی. -کوم صفي الله ؟ – ولې، د تره لمسی دی. هغه سږ کال چې له زراعت پوهنځي نه فارغ شو. – چیره یې ویشتلی، په کومه ګناه؟ – د سیند په غاړه یې له ملګرو سره لوبه کوله، چا پرې ضربه چلولې او څلور نور تنکي ځوانان یې هم ورسره شهیدان کړي. -چیره؟ -خپل کلي کې. د الینګار ولسوالۍ په صخره کې. صفي الله، د تیلفون کوونکي همزولی او ملګری و. ورو- ورو یې غږ نری کیده او بیا غلی شو. لږ وروسته بیرته په خبرو راغی، خو ما هیڅ نه اوریدل. مغزو کې مې یو توپان ګډ و. د هغه تنکی ځواني مې سترګو ته تله او راتله. خدایه… ملګرو! که د چا تیلفون مې اوکې نکړ، خپه نشئ. زه نور له موبایله ویره لرم. حتماً د مرګ خبرونه اوروي. حتما مو له دردونو خبروي. خدایه….. ن.دوست

    دتاند ټولو ملګري ښاغلي نعمان دوست او ددغو ځوانانو او شهیدانو کورنیو تسلیت وايي خداي دې دغه وطن نور له دغسې غمونو وساتي امین دتاند ملګري.

  2. دغه ځوانان دی الله وبښی اوکورنیوته دی خدای پاک اجر ورپه نصیب کړی دوسلو اووسله والو شتون ددغه شان پیښو لامل ګرزی دغه ځوانان به هم دنورو ځوانانو لخوا چی اصلا نه پوهیږی دڅه پخاطر یی وسله وچته کړیده وژل شوی وی داناورین اوس په پښتنوجوړدی ممکن قاتلان به تښتیدلی وی اودولت به یی هم دنیولووسه نلری خوزه یقین لرم چی هغوی به هم په ورته برخلیک اخته کیږی او یوه ورځ به همدغه شان خپلی میندی پرځان وژړوی خوښه به داوی چی پښتون ولس نور له وسلی لاس واخلی اونورپه هیڅ نوم وسله پورته نکړی اوووایی که دوسلی ګرزول ثواب هم لری نوهمدومره بس دی اودنورو خلکو په څیر دیو درانه اوبا غروره ژوند په تکل کی شی ځوانان زدکړی وکړی ماستری اودوکتورا واخلی اویاهم په دینی علوموکی ترټولو واردمخه شی چی په هغه صورت کی به که خدای کول دالله تعالی رضا خپله اوآخروی ښیګڼی را خپلی کړی

  3. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ په سخره کلي کې د والیبال د پنځو لوبغاړو د وژلو پيښه کې لاس نه لري او زیاته يې کړه چې د دغو ځوان لوبغاړو قاتلین به پيدا او سخته سزا به ورکړي. ښاغلي مجاهد و ويل چې د دوی مجاهدینو په سیمه کې د قاتلینو پلټنې پیل کړي دي چې ډېر زر به يې د قانون منګولو ته وسپاري. د یادونې وړ ده چې نن غرمه د علینګار ولسوالۍ په سخره نومي کلي کې د والیبال پنځه لوبغاړي وژل شوي وو چې حکومتي چارواکو د پيښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې وه

  4. وروره پدی موړ ښه پوهیږو چی دا د پاکستان و یا د ایران کارونه دي دوی نه غواری چی د افغانستان ځوانان مخکی شي

ځواب ورکول نعمان دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *