stop wasting time

لیکواله: سارا ازرخش

وخت مو څه ډول مدیریت کوئ؟

ایا د هغو کسانو له ډلې یئ، چې د شپې مخکې له ویده کېدو د سبا د کارونو مهال وېش جوړوئ او په پوره مېړانې سره د خپلو پروګرامونو پر وړاندې درېږئ؟ او که د هغو کسانو له ډلې یئ، چې تېرېدونکو شېبو ته چندانې ارزښت نه ورکوئ؟

ایا تاسو هم اجازه ورکوئ، چې وخت مو په اسانۍ سره له لاسه ووځي بې له دې نه، چې پوه شئ څه ډول سرمایه مو له لاسه ورکړې ده؟

په دې هیله، چې تاسو ښاغلي په لومړۍ ډله کې وئ، خو که تر اوسه پورې هم د وخت په قدر نه وئ پوه په دې لیکنه کې در سره ځینې موارد شریکوم، چې په عملي کولو سره به یې وخت طلا څخه هم په زیات ارزښت قائل شئ. د غه راز به د دې چارو په عملي کولو سره د یوه تېز منډه وهنکي په څېر خپلې موخې ته ورسږئ.

۱- په دې پوه شئ، چې پر وخت مو کار خلاصېدل د خوښۍ حس درکوي:

تر اوسه مو دغه موضوع نه ده درک کړې، ځکه پر وخت یا هم مخکې له وخته مو د کار د خلاصون خوند نه دی څکلی. فرض کړئ یوه پروژه په لاس کې لرئ، چې باید د درېو میاشتو په اوږدو کې یې خلاصه کړئ، خو تاسو هغه په دوه نیمو میاشتو کې تماموئ؛ په دې وخت کې مو په وجود کې داسې د خوښۍ حس پیدا کېږي، چې څومره ژر وکولای شئ بله پروژه لاسته راوړئ. دلته داسې حس در سره پیدا کېږي، چې دویمه پروژه څومره ژر او له هغې نه په ښه کیفت پای ته ورسوئ. په خپل وخت د کار تمامول ځانګړی خوند لري او دغه څه د وخت په تېرېدو سره د انسان په غټه کې نغښتل کېږي؛ خو په مقابل کې د کارونو پر وخت نه تمامول، بې ځایه وخت تېرول او افسوس کول بیا د انسان د وجود د داخېلي برخه د تخریب سبب ګرځي.

که تر اوسه د دې جوګه نه وی، چې خپل ټول کارونه پر وخت تر سره کړئ له همدې اوسه په ځان کې دغه قوه را ژوندئ کړئ او له ځان سره پرېکړه وکړئ، چې له دې ورسته باید هر څه له پروګرام سره سم پر مخ بوزم، خپلې نیمګړې پروژې پر مخ بوزئ، تر څو د کار د تماموالي خوند وڅکئ.

۲- وخت ته پام وکړئ:

له دې ورسته مو له ژونده بې ځایه وخت تېرول حذف کړئ. وخت ستاسو تر ټولو ستره پانګه ده او د هر بریالي کس ژوند د هغه له دوه چنده وخت سره پرتله کېږي.

که تاسو په ځوانۍ کې د هغه کارونو د تر سره کولو توان ولرئ، چې لویان یې کوي ولې مو ټول خلک ستایي.

د دې پوښتنې ځواب ډیر اسانه دی؛ ځکه تاسو د خپل وخت قدر پېژندلی، نوه یوه لحظه وخت مو هم بې ځایه مه تېروئ. تل په ګټورو کارونو باندې ځان مصروف کړئ، د کار او تفریح لپاره مو وخت وټاکئ، خو هېڅکله هم خپل وخت بې ځایه مه تېروئ.

۳- د وخت غله وپېژنئ:

فرض کړئ د خاله زوی مو، چې په یوه کال کې یې یوازې دوه ځله لیدلای شئ، د زوکړې ورځ یې لمانځي او تاسو ته یې هم خبر درکړی، غواړئ هغه ته یوه په زړه پورې تحفه واخلئ، دوه اونۍ وړاندې د ښار په ټولو مغازو ګرځئ تر څو ورته یو ښه شئ واخلئ، چې دا ټول هسې د وخت تېرول دي، تاسو کولای شئ لومړي دوکان ته په ور ننوتو سره یو ښکلی او په زړه پورې شی انتخاب کړئ او هغوی ته یې ډالۍ کړئ، بې له دې چې یوازې د یوې عادي ډالۍ لپاره دوه اونۍ خپل قیمتي وخت ضایع کړئ، کولای شې د دې دوه اونیو په اوږدو کې تاسو ډېر لوی کارونه تر سره کړئ.

۴-  د ځان لپاره استازی وټاکئ:

که د زیاتو کارونو تر سره کول درته ستړي کوونکي وي او نه شئ کولای په یو وخت کې په ټولو کارونو پسې ورسېږئ، نو ښه خبره ده، چې د ځان لپاره یو استازی ونیسئ، چې د کارونو په کولو او تنظیمولو کې در سره مرسته وکړي.

د بېلګې په توګه هغه تکړه لیکوال، چې د لیکلو ښه وړتیا یې درلوده او په قلم یې ښه او ګړندي لیکل کولای شول، خو اوس چې د کمپیوټر زمانه ده، ښه خبره دا ده، چې لومړی خپله ځان له ټیپېنګ سره اشنا کړي او که نه د ځان لپاره یو مهار ټیپېسټ ونیسي تر څو کارونه یې ښه او ګړندي پر مخ ولاړ شي. کېدای شي هغه د یوه ټیپېسټ لپاره ډېره کمه اجره ورکړي، خو په دې کار سره یې خپل کارونه یو پر دوه ګړندي کړي او ډیره ګټه لاس ته راوړلای شي.

۵- د په تمه کېدو وخت مو هم بې ځایه مه تېروئ:

ډیر کله، زموږ او تاسو وخت د ترافیکوپه ګڼه ګوڼه او یا هم په اوږدو قطارونو کې په اودرېدو تېریږي، دا وختونه په مطالعې او یا هم د ام. پي. تري لارې د یوه ګټور مطلب پر اورېدلو تېر کړئ په دې سره به مو هم د وخت له ضایع کېدو څخه مخه نیول شوي وي.

2 thoughts on “په لږ وخت کې ډېر کار تر سره کړئ ژباړن: حمیدالله حمیدي”
  1. سلامونه حمیدی صاحب…………. زه ستاسی لیکنی ډیری په دقت ګورم اوډیری په زړه پوری دي…. بعض اوقات د ترجمي اصلی بڼی ته ورځم چه ډیر څه نور هم پکی پیدا کړم…. ستاسی لیکل زما ماشومانو ته ډیر په زړه پوری دی او ډیر مفید خکه هغوی د انګلسي سره اوس دومره ډیر اشنا نه دي چه اصلي بڼه ولوستلی شي….. بیا هم مننه له تاسی څخه …. په اخر کی غواړم ستاسی فکر یو لوی کار ته راواړوم هغه دا چه ددی وړو پراګرافو پر ځای که د کتاب ترجمه کولو ته لستوڼی راونغاړی څنکه به وي ؟ زمونږ زبه د ښه مطالعی د کتابونو له درکه ډیره فقیره ده…………. د کتابونو په انتخاب کی ستاسی لاسنیوی کولی شم انشاّالله………….. ستاسی د لا بریا په هیله………………

ځواب ورکول Himmat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *