د طلوع ټلویزون پر کارکونکو له برید څخه د یوې اونۍ له تېرېدو وروسته لا هم د شوې پيښې په اړه بیلابیل لیدونه او اندونه روان دي

د لسګونو بهرنیو هیوادونو د کوربتوب له پیله راهیسې دا د افغانستان په رسنیو چې  د پرمختګ او لاسته راوړنې  بیلګه یادیږي تر ټولو لوی او ناوړه برید دی چې پړه یې هم طالبانو په نیغه اخیستې

که ښکاره وي او که په پټه د هیواد ټولې رسنۍ لړځیدلي او ویریدلي دي ،  په دې اړه د ځینو رسنیو رپوټونه او خپرونې لا روانې دي ، ډیرو خفګان ښولې ډیرې غلې او ځینې نورې نا خبري ښيي

دلته د رسنیو د یوالي په ارزښت څه نه وایم او نه هم د ټولو رسنیو موخه او هدف یو ګڼم او نه هم پر ځینو رسنیو د ځانځانې او بې تفاوتې تور لګوم

غصه مې په ترهګرو هم نده او له هغوې هم څه نه غواړم !

 ګیله له ملکیانو لرم ، ځکه طلوع نیوز له  طالبه تر مجاهده ، له څارنواله  تر پارلمانه ، له قوماندانه تر سیاستواله  ، له بانکه تر ریاسته  او له وزارت تر ولسمشرۍ ماڼې پورې دږلي او رټلي دي

په دې لړ کې به ډیر عقده من  او دښمن لري دا بالکل منم

که یو عام وګړي تیری کړی وي که کوم قوماندان ، د ناوړه کړنې رپوټ یې تاسو حتمن له طلوع نیوز لیدلی له رپوټ وروسته دا پيښه د همدی رسنۍ له لوري تعقیب شوی ده که مو پام شوی وي د طلوع نیوز د شپنیو خبرونو وروسته سبا د وکیلانو په لاسونو کې یاداشتونه وي او د پارلمان بیا د بحث وړمهم موضوعات شي

سره له دې چې ماښامني خبرونه د کابل بانک په مالي مرسته وړاندې کيدل د دې بانک د نه حل شوي او کړکیچن بحران په اړه طلوع  لومړی خبر خپور کړ.

 ډیرو پيښو کې لومړی طلوع نیوز خبر او مالومات خپاره کړي بیا څارنوالی اقدام کړي ، یوازی خپریدل نه بلکې یوه پیښه تل او پای پوری پر تعقیبي رپوټونه  څارل شوې هم ده.

دغې رسنې له هر چا سره ډغرې وهلي که په پیښه کې د وژل شویو کسانو شمیر پټ شوې وي یا کم ویل شوي وي خو څرنګوالی او ټول کره والی طلوع نیوز وړاندې کړې ،

هر چا او هر وګړي څه چې په زړه وي ویلي او کټ مټ یې خپاره کړي

نه محدودیت وضع شوې نه هم چوکاټ ښودل شوې او نه هم د کوم چا خبره پرې شوې

که خلقي زړه تش کړې که مجاهد ، که طالب پلوي څه ویلي که حکومتي ستونزې یادې کړې د هر چا اند او نظر اوریدل شوې او خپور شوې

د هیڅ چا په خوله لاس ندی ایښودل شوی او هیڅ کوم کارکونکي ته چوکاټ ندی ورکړل شوی

هر لورې او طرف بلل شوې او هر چا ګډون پکې کړې

دغې رسنۍ له ملکیانو او بې وزلو پرته د هیڅ چا پرواه نده کړې خو نن چې پدوې شوه ملکیان د دوې نه شول!!!

خلک اوس د یوې ډلې ملاتړ او حمایت  پر ځاې ډله ډله شوې څوک وايي قرباني شوي کارکونکي بې ګناه ول خبریالان نه ول ، څوک وايي ښه وشو اوس به لږ خوند ورکړي او ډیر نور د دوې مړینه جایزه بولي

زه خو نه پوهیږم چې ځانمرګي به  په څه نوم او الهام ځان وژنه کړي نه دوې  کفار ول نه د دوې په وینا یرغل ګر او نه پوځیان نود ځانمرګو په کتاب کې داسې مړینه له کله جایزه شوه او دوی څنګه ځان فدايي بولي او څه ډول جنت ته به ځي خبره نه یم ، خو څنګه د یوموټر چلونکي مړینه جایزه کیدای شي څنګه تاسو د یوې کورنۍ د روزي راوړنکي په مړینه داسې تبصرې کولې شئ ، رسنۍ خو د ټولنې هینداره بلل کیږي ایا دغې رسنۍ تر اوسه یو وارې هم ستاسو اواز ندې پورته کړې ؟ یو وارې ستاسو ستونزه نده څیړلې ؟له یوې پيښې  یی یو وار هم تاسو په سمه توګه نه یې خبر کړي؟

که ټولو پوښتنو ته مو نه ځواب وي نو د وژل شویو کسانو سره به مو خیانت کړې وي رسنۍ ستاسو لپاره دي له تاسو ملاتړ او حمایت کوي او دوې هم ستاسو ملاتړ ته اړتیا لري.

خبریالان نه ول یعني څه تاسو د خبریال مړینه غواړې  پالیسې یې دا ده هغه ده خو تاسو لپاره ایا رسنیو هیڅ ندي کړي ؟که داسې وي بیا ډله ډله شئ او د دوې د دفترونه په وړاندې  په لوړ غږ و وائ چې تاسو نه غواړو مونږ ته مو ګټه نه رسي پردي بې وزله هسې مه قرباني کوئ قلفونه واچوئ  الله مو مل ! 

12 thoughts on “په مخه مو ښه/ نویده خوشبو”
  1. دا چي تا د طلوع سره کار کړي نو داد حق دي چي پري خفه شي، خو حقيقت دادي چي عام افغان ولس د طلوع نه سخت نفرت لري. دوهمه داچي د جنرال دوسم پيري پريږده، يرغلګر کافر دي، بيا داسي مه وايه. طالب مسلمان دي، عسکر به مسلمان وي، خو يرغلګر کافر دي کافر دي کافر دي. کدي ثابته کړه چي جان الن او جنرال کريستوپر مسلمان وو نو زه د تا غلام.

  2. په طلوع تلوېزون کې د څو پېغلو بلاربېدل، د یوې پېغلې وژل کېدل، د پښتني شختصیونو سپکول،، له پښتو سره تعصب، د افغان ملي ترمینالوجي په ځای د ایران ترمینالوژي ته لمن وهل، په شینوارو پسې دا تور پورې کول چې ښځې خرڅوي او په پکتیاوالو پسې دا تهمت ویل چې ښځې حقاني شبکې ته ور ولي.
    په ټاکنو کې د شمالي ټلوالې ملاتړ کول، د ټاکنو کمېسونونو کې د بدلون راوستلو لپاره د ګل مرجان په ځای د دوی ډېر ټينګار.
    د امریکا په ضد خبرونو نه خپرول. په کندوز کې په طالبانو دا پور پورې کول چې د لیلیې نجونې یې بې ستره کړې او ښار یې لوټلی
    ټول هغه څه دي چې په افغانیت او افغانستان میلن کسان له طلوع تلوېزون سره خواخوږي نه ښيي البته په هغو خلکو خواشیني دي چې د دو یا دریو سوو ډالرو لپاره د دوی د کرغېړنې تګلارې قرباني شول.

  3. منم خورجانی چی رسنئ دٹولنی ھندارہ دہ او ھمدا رسنئ دی چی د ولس ژغ ترلوڑو مقاتو رسوی پہ مجموع کی کہ درتہ ووایم رسنیو دولس دستونزو پہ پراخ او عمدہ ڈول مقابلہ کونکی بللی شو خو حیران دیتہ یم چی یوازی ستاسو د رسنئ {طلوع}پرجورنالستانو برید باندی پہ سل{۱۰۰} کی اتیا{۸۰}سلنہ ھیوادوال خوشحال وو نہ پوھیژم چی دخوشحالتیا لامل یی سہ وو؟ او پر دومرہ لویہ فیصدی خو دجھل اوعدم بشردوست گمان ھم فکرکوم مستلزم وجھالت دخپل زان لرہ دی نو لہ دی داسی جوتیژی چی تاسو ھم شاید دملی کلتور او عناناتو پہ لہ مینزہ وڑلو کی مھم رول لرئ کنی داسی نہ کیدل رسنئ نور زیاتی دی خو پر وڑاندی یی دچا غبرگون پہ مستیم ڈول نہ لیدل کیژی کنہ پہ مطلق ھیوادوال او بیا ژورنالست باندی ٹول ولس پہ رشتیا خفہ کیژی او کہ تاسو ھم پخپلہ تگلارہ کی بدلون راولئ کیدای شی ڈیر عامہ او ھراڑخیرملاتڑ ووینئ

  4. طلوع تلویزیون د هېواد ځوان نسل تباه کوونکي شبکه ده او وی به.
    دغه د پردیو فرهنګ راوړنکي وسیله ده.
    کومه ورځ تاسو د د دري ژپي قوم مشران او رهبران میلمانه کړې او لدوی څخه مو آیا داسې پوښتنې کړي،څرنګه،چې تاسو یی له پښتنو مشرانو کوۍ.
    او ستا پشان نورو پول پرستو خپل د زړه غږ د معاش په بدل کې ویده کړی دی.

    هغه د بانو خپرونه د وګوره له کومه ځایه تمویل کیږي؟ هغه د ارزو په نوم نجلۍ،چې په افغان تولید شوي سریال( خانه ما) کې یی
    کار کړی وه د همدې تلویزیون په ستډیو کې یی خودکشي د څه له امله کوله؟؟؟

    تاسو یوه بې لارې کوونکي تولنه یاستی.
    دا،چې ملکي خلکو لتاسو سره خواخوږي ونکړه سبب یی څه دی؟؟؟

    تاسو ټولو ته افغان پال وګړي د نفرت په سترګه ګوري.

  5. د شمالی تلوالی حمایت. د ستاره افغان خپرونه. په تلویزون کی په زنانه وو جنسی تیری کول او لسانی تعصب د طلوع اساسی امراض دی اما طالب جهالت و که چی په افراد و ئی حمله و که هغوی باید په تلویزون حمله کری وی. چی خپرونه ئی درولی وای

  6. ګرانو دوستانو او ورونو
    ښايسته تبصرې مو ليکلى دى
    دا يوه سمه خبره ده چې طلوع د افغانيت او اسلاميت خلاف يوه شبکه ده، همداشان دا تلويزون غواړي د نورو کلتور زمونږ په ځوانانو کې عام کړي، خو مشکل داده چې کوم ځوانان چې د طلوع د ګناهونو قرباني شول، دا هم سمه خبره نه ده، زه ددې ځوانانو په مرګ ډير زيات درديدلى يم، کيداى شو چې طلوع تلويزون ته په کومه بله طريقه جزا ورکړل شوې وه او هغه کسان چې په رښتيا ګناهګار ول نو هغوى ته بايد جزا ورکړل شوې وه، نه دغو عادي او ځوانو کارکوونکو ته. ټول خلک په افغانستان کې يوې مړۍ ډوډۍ پسې ګرځي او زه يقين لرم کوم ځوانان چې مړه شول دومره ګناهګار نه ول چې دومره سخته جزا ورکړل سوه تنها يوه مړۍ ډوډۍ يي د خپلو کورنيو لپاره پيدا کوله …

  7. نویده خور ملامته نده هرڅه چی ووایی دا دهمدی رسنی کارکونکی ده نظر ته یی په درنشت ګورو ولی داباید ووایو چی دهر افغان په وژلو افغانان خپه کیژی ولی داباید په یاد ولرو چی دطلوع شیطانی اوفساد خپره ونکی شبکه هیڅ کله دولس یا دنویدی خورپه قول ددملکیانو لپاره کارندی کړی بلکه اولس یی تل توهین کړی اوپاشلی دی تل یی دولس په اسلامی اوملی ارزښتونو ملنډی وهلی همیشه دملت اوحکومت ترمنځ واټن رامنځ ته کړی تل دپردیو کلتورته کارکړی ملی مصطلاحات یی تر پشو لاندی کړی ایرانی او غربی کلتور ته کارکوی فحشا اوبی دینی ته لمن وهی خلاضه دا چی طلوع تلویزون د ولس ته سرطانی غده ده الله دا ولس لدی شراو فتنی نه خلاص کړی
    ا

  8. زه د هر افغان په مړینه خفه کیږم
    ولی دا دومره نور افغانان چی مړه کیږی هغه انسانان نه دی اوس به راپور خپورکړی چی دومره مړه شو ولی سمدستی به د اریانا سعید مسته سندره پری شروع شی ولی دا نور افغانان حق نه لری چی یو خفګان پری ښکاره نشی
    دومره پردی پاله رسنی ده کله چی پښتو ژبه لیکی تاسو هغه وګوری مکمله املا غلطه وی زه له تاسو اغلی نه تپوس کومه چی تاسو او ستاسو نور د لمر کارکونکو دومره هم نشو کولای چی عقلا هغه املا خو باد په صحیح ډول ولیکل شی .
    ولی دا بیچاره ګان هلته هیڅ صلاحیت نه لری یو کارکونکی چی دومره بیچاره شی چی د خپلی ژبی نه لږه دفاع وکړی نو ده هغوی نه به څه ګیله وکړو

  9. ډیر خلک وایي چې طلوع د ایران شبکه ده، دا سمه ده د ایراني فرهنګ رواجونکې ده خو په اصل کی د یهودو د استخباراتو لخوا تمویل کیږی او اصلی هدف یی د اسلام او افغانستان ضدیت دی
    دغی رسنۍ چی څومره زیان اسلام او افغانستان ته اړولی د یبل هیچا داسی نه دی کړی
    بله خبره دا چی نویده خوشبو زه پیژنم دغه لیکنه د نویدی خور نده کوم بل څوک په دی نو لیکنی کوی\
    طلوع د افغانستان او اسلام دشمنه استخباتی شبکه ده البته پر کارکوونکو برید یی د غندلو وړ ده
    او په دی برید کی هم تر ترهګرو زیات طلوع ملامت دی

  10. طلوع د شرارت او پردۍ پالنۍ هغه ځاله ده چې له تیرو لسو کلونو کې يي هره ورځ د کرکې، عقدې او ناسمو خبرونو او ډنډورو خبرونه خپاره کړي دي، د واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او فارن پالیسي له لوري خپریدونکو عقده مندانه او د استخباراتي پروژې خبري برخې یا تشو مقالو او لیکنو ته يي لابي کړې.
    طلوع په افغانستان کې لومړنی تلويزیون وو چې سريالي ابتذال يي پیل کړ، طلوع لومړنی تلويزيون وو چې نيمه بربنډې سندرې يي خپرې کړې، طلوع لومړنی تلويزيون و چې افغانان يي په سمتي، ژبني، حزبي او قومي تعصبونو کې ښکيل کړل، طلوع لومړنی تلويزيون وو چې د پکتيا شمله ور قومونه يي ديوسان او د ننګرهار د شينوارو پتمن قوم يي ناموس پلرونکي ياد کړل خو هغه وخت ټول غبرګون يوازې د څو بښنو په غوښتو سره حل شو او خلکو جدي غبرګون ونه ښود.

  11. طلوع ته د افغان تر مرګه خپلې پروژې او ځان ته لابي کول ډير مهم وو، تاسو به خبر یی کنه چې طلوع پوره يو کال کيږي د ياه سټ په نوم د يوې سپوږمۍ لپاره د افغان سټ پر ضد لابي کوي، تاسو خبر یی کنه چې د طلوع د ايثار خپرونه د دولت جواز نلري هيڅ ډول ټکس يا ځواب دولت ته نه ورکوي او تاسو خبر یی کنه چې طلوع تر خدمته شرارت، او د بیان تر معقولې آزادۍ د ژيړ ژورنالیزم او ترهګرو ته ښه لابي توب کړی دی، زه به پر طلوع بريد هغه وخت وغندم چې طلوع زما وژونکی هم وغندي، زه په طلوع د بريد پر ضد هغه وخت غږ پورته کړم چې طلوع زما سرتيري، زما ملکي وګړي او يا بل بې ګناه وژل شوي کس ته هم شهيد و وايي، د قرآن کريم ختم وکړي، او باالاخره افغانستان ومني.

ځواب ورکول اریا رحیمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *