تاند- سپېس ایکس (Space X) کمپنۍ نندارې ته د خپل نوي راکټ له وړاندې کولو وروسته په مریخ کې د یوې اډې د جوړولو ستر پروګرامونه اعلان کړل.

د سپېس ایکس نوی راکټ دا وړتیا لري چې فضا ته څو ځلې سفر وکړي او ویل کېږي چې سرعت یې په ساعت کې ۲۷ زره کیلومترو ته رسېږي.

دې کمپنۍ ویلي دي چې تر ۲۰۲۲ م کال پورې په مریخ کې اډه جوړوي او په دې سیاره کې د اوبو، د ژوند کولو د مناسب ځای او هلته ژوند ته د اړتیا وړ شیانو د پېژندلو لپاره دوه اکتشافي ماموریتونه ترسره کوي.

مریخ ته د تلونکو لومړنۍ ډله په ۲۰۲۴ م کال سفر پیلولی او هلته د لمریزې انرژۍ یو برښناکوټ جوړولی شي څو مځکې ته د انسانانو د بېرته راتګ لپاره امکانات برابر کړي.

په دې سفر کې کارول کېدونکی راکټ به په عمودي ډول راکښته کېدای شي.

سره له دې چې د مریخ د جاذبې قوه لږ ده او ورڅخه د راکټ پورته کېدل هومره سخت نه دي چې یو راکټ له مځکې څخه پورته کېږي، خو بیا هم د دې لپاره چې راکټونه له مځکې څخه زیاته اندازه سونګ مواد مریخ ته وړلی نه شي، له همدې کبله باید د مریخ په اتومسفیر کې له موجودو کاربون ډای اوکساید او د مریخ تر خاورو لاندې کنګل شویو اوبو څخه د راکټونو د بېرته راتګ لپاره انرژي تولید شي.

مریخ ته تګ

One thought on “په مریخ کې د اډې جوړولو ستر پروګرام”

ځواب ورکول نسرولا جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *