تاند- د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې نن /یکشنبه/ شپه وروسته له دې نامعلومو وسله والو د هند پر کونسلګرۍ حمله وکړه او هغې ته د ننوتلو هڅه یې وکړه، چې د هند د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن د اتلولۍ پایلوبه له افغانستان څخه وګټله.

د بلخ ولایتي اداره وايي چې تر وسله والې حملې وړاندې د کونسلګرۍ مخته د دوو چاودنو ږغ واورېدل شو.

تراوسه د پېښې دقیق جزییات څرګند نه دي.

سره له دې چې دا برید د هند له لوري د فوټبال د پایلوبې له ګټلو سره په یو وخت شوې خو ګومان نه کېږي چې دا برید دې د فوټبال له سیالۍ سره تړاو ولري.

چارواکو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې د حملې تور پر چا پوري کړی دی.

هندي رسنیو په مزارشریف کې د نامعلوم شمېر وسله والو ترهګرو له لوري پر خپلې کونسلګرۍ حمله او د دوو چاودنو خبرونه تایید کړي خو وايي چې د هند د باندنیو چارو وزارت تراوسه پوري په دې باب له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یوه تازه خبر پر اساس، امنیتي ځواکونه وايي چې وسله والو ترهګرو د هند کونسلګرۍ ته مخامخ په یوه کور کې مورچه نیولې او له هغه ځایه پر کونسلګرۍ ډزې کوي.

د وسله والو حمله کوونکو له لوري یو ویشتل شوی راکټ د واده پر یوه تالار لګېدلی چې له کبله یې یو تن ژوبل شوی دی.

امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او هڅه کوي چې حمله کوونکي وځپي.

په کونسلګرۍ کې هندي دیپلوماتانو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې حمله پرې شوې او جګړه روانه ده.

د بلخ د والي ویندوی مُنیر احمد فرهاد رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حمله کوونکي په یوه کور کې پټ شوي، دوی په پیل کې هڅه وکړه چې کونسلګرۍ ته ننوځي خو بریالي نه شول.

ده همداراز وویل:«حاضردمه زموږ امنیتي ځواکونه له دوی سره په جګړه بوخت دي.»

تراوسه پوري د طالبانو په شمول کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د بلخ د والي د پولیسو ویندوی وايي چې د حمله کوونکو د موندلو لپاره یې کور په کور تلاشي پیل کړې ده خو د تیارې له کبله نه پوهېږي چې حمله کوونکي چیري دي.

ویاند ادعا کوي چې پر کونسلګرۍ برید نه دی شوی.

خو سره له دې چې د حملې څو ساعته وځي، د چاودنو ږغونه اورېدل کېږي.

یوې بلې سرچینې وویل چې حمله کوونکي د ملي اسلامي جنبش ګوند د یوه مهم غړي سید نور الله اغا کور ته ننوتي دي.

په مزارشریف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ دا برید په داسي حال کې شوی چې هندي ساتونکي لا هم هڅه کوي چې د پاکسان پولې ته نژدې د خپل پنجاب ایالت د پټانکوټ په هوايي اډه کې د ترهګرو حمله وځپي. په دې برید کې د هند ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

وروستی خبر

د هند د حکومت یوه چارواکي وویل چې په مزارشریف کې د دوی د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي له چاودنو او د ډزو له تبادلې سره سره روغ رمټ دي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس په مزارشریف کې د هند جنرال کونسل (بي سرکار) وویل چې ډزې له کونسلګرۍ دباندې روانې دي.

ده همداراز وویل:«په کونسلګرۍ کې ټول خوندي دي.»

د هند بیزنس سټندرد ورځپاڼه وايي چې په مزارشریف کې د دغه هیواد کونسلګري درې هندي پرسونل لري.

سرکار همداراز وویل:« ډزو ۲۰ دقیقې دوام وکړ، ډزې له څنګلورې ودانۍ وشوې خو هیڅوک نه دي توانېدلي چې ودانۍ ته راننوځي.»

د کونسلګرۍ د یوه بل مامور له قوله، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، فرانس پریس خبري اژانس ویلي:«پر موږ حمله روانه ده. جګړه روانه ده.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت لا هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د هند پر دیپلوماتیکو مرکزونو بریدونه

په وروستیو څو کلونو کې د هند پر دیپلوماتیکو مرکزونو ګڼې حملې شوي دي.

ورځپاڼه وايي د ۲۰۰۸ م کال د جولای په ۸مه په کابل کې د هند پر سفارت حمله وشوه چې ۵۸ تنه پکې ووژل شول او ۱۴۱ تنه نور ژوبل شول.

د ۲۰۱۳ م کال د اګست په ۳مه په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ په برید کې، چې درې انتحاریانو پکې برخه لرله، ۹ تنه افغانان ووژل شول. اکثره وژل شوي کسان ماشومان ول.

د ۲۰۱۴ م کال د مې په ۲۳مه په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ وسله والو سختدریځو او انتحاریانو برید وکړ. په دې برید کې درست انتحاري ترهګر د ۳ افغان امنیتي ځواکونو د شهادت په بدل کې ووژل شول. دا برید د لشکر طیبه کار بلل شوی و.

3 thoughts on “په مزارشریف کې د هند پر کونسلګرۍ وسله واله حمله شوې”
  1. ددی حملی دسیالی سره کوم ارتباط سته که په لوی لاس یی سره یو جای کوی هیله ده خبر په سمه توگه نشر کری

  2. داکار دای ایس ای دسپیانو لخوا ترسره شویده، دای ایس ای جهنمی اداره همیشه یی کوشش کریدی چه دافغانستان درانه قومونه سپک او بدنام یی کری.خدایمو تباه او برباد کره دای ایس ای غلامانو

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *