راپور: عصمت خان

په مزارشريف ښار کې د ويښ ځوانانوغورځنګ لخوا د ننګ او فرهنګ ملي اتل خان عبدالصمد خان څلوېښتم تلين ونمانځل شو.

غونډه د سهار په نهو بجو پيل شوه.

په غونډه کې د بلخ ولايت د بلخ والسوالۍ، چهاربولک ولسوالۍ او مزار ښار  فرهنګي او سياسي ځوانانو او مخورو برخه اخيستې وه.

همداراز، د بلخ پوهنتون يوشمېر محصلينو هم د دغه ستر مبارز په نمانځغونډه کې ګډون کړی و.

د ويښ ځوانانو غورځنګ د بلخ ولايت مشر، غلام رسول ملکزي د غونډې پرانيستې وينا وکړه، نوموړي د خان شهيد پر شخصيت او مبارزې د خبرو تر څنګ په هېواد کې د ويښ ځوانانو غورځنګ پر فعاليتونو خبرې وکړې، چې په هېواد کې يې د لوی افغانستان مفکوره ژوندۍ ساتلې او پاللې ده.

د ويښ ځوانانو غورځنګ، بلخ ولايت مرکزي کمېټې غړي، عصمت خان بيا د دغه لوی مبارز پر ژوند ليک خپله مقاله واوروله.

عصمت خان د خان شهيد پر لومړني ژوند، ځوانۍ، سياسي مبارزې او هلو ځلو په خپله مقاله کې  خبرې کړې وې.

د مقالې په يوه برخه کې يې د خان شهيد بابا د شخصيت په اړه داسې ليکلي و: عبدالصمد خان اڅکزی د شلمې پېړۍ يوه ستره مبارزه څېره وه، دده کورنۍ او نيکونه د قوم مخور او منلي شخصيتونه و او  د انګريزي استعمار په خلاف يې د لوی افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو په ډګر کې مبارزه کړې ده.

په مقاله کې د خان شهيد بابا د هلو ځلو او د محکوم افغانستان د ازادۍ په برخه کې د سختو زغمل، زندان تېرول او په پای کې بيا هم د مبارزې دوام راخيستل شوی و.

د ويښ ځوانانو غورځنګ، د بلخ ولايت د اړيکو مسول، جاويد واک د خان شهيد ملي مبارزه تر نامه لاندې په خپله مقاله کې د خان شهيد پر سياسې مبارزې خبرې کړې وې.

په مقاله کې د لوی افغانستان په اړه د خان شهيد بابا نظر داسې راخيستی و: (( لوی افغانستان یو حقیقت دی چې جوړیږي به، مګر دا نه ده مالومه چې له کوم ځای نه به اداره کیږي او مرکز به یې په کوم ځای کې وي، زه فکر کوم هر ځای چې ښه مشرتوب وي له هغه ځایه به د دغه لوی هيواد اداره هم کېږي)).

د لوی افغانستان غوښتونکو او د خان شهيد بابا د لارې دغو لارويان د بابا پر لارې د لا تګ هوډ څرګند کړ او پر دغه لاره تګ يې د ځان وياړ وباله.

د ويښ ځوانانو غورځنګ د بلخ ولايت مرکزي کمېټې غړي، ذبيح الله احساس، غونډې ته په خپله وينا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع او د ګاونډيانو په تېره پاکيستان پر شومو موخو په سپينې خبرې وکړې.

نوموړي د لوی افغانستان د فکر پالنې او خورونې مسوليت پر هر افغان لازم وباله او زياته يې کړه، چې موږ بايد دغه فکر له يوه نسل څخه بل نسل ته ولېږدو، مګر دغه ارمان سر ته رسېږي او خپلواک، ځان بسايه او لوی افغانستان رامينځته کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د بلخ ولايت ځوانان  د هېواد ژغورنې او پالنې په موخه د ويښ ځوانانو غورځنګ ته راوبلل، چې ګڼ شمېر ګډونوالو ورته لبيک ووېل.

5 thoughts on “په مزار شريف کې د خان شهيد څلوېښتم تلين ونمانځل شو”
  1. د دغو غونډو پرځای دې د بلخ ولسوالۍ او د بلخ ولایت د نورو پښتون مېشتو ولسوالیو ځوانان دې ته کار وکړي چې په سیمو کې یې ښوونځي وده وکړي، د کانکور د تیاري کورسونه دې جوړ کړي، او په مجموع کې دې ته تعلیم تعلیم او تعلیم ته وده ورکړي. دا یوه سیاسي پېښه ده او له ګټې نه یې زیان ډېر دی.

  2. Well done i am really happy to hear that. the only solution for our problem and needs is Politics. Education without Politics is like life without education. Keep the struggles going on we are with you

  3. ګنډیرئ صيب ! د ستر مشر ياد سیاسي پیښه نه بلل کيږي ، تاريخ به د وطن اصلي بچي د ياده ونه باسي او مخکښ ځوانان به ېې په ښه ډول او شاندارو مراسمو لمانځي اود وطن ورانونکي اود دالخورو تالي څټي به د خلکو محکمو ته را کاږي او زمونږ خلک به هغه قصابان ونه بخښي چاچې ښوونځي سوځولي او ښوونکي ېې حلال کړيدي

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *