ویدیو لري –

تاند- په مصر کې د دوو ماشومانو د واده خبر تاوده بحثونه پارولي دي.

وروسته له دې چې د ۱۲ کلن زوم او ۱۱ کلنې ناوې عکسونه خپاره شول، د هلک پر پلار اعتراضونه پیل شول.

د مصر قانون هیچا ته تر اتلس کلنۍ وړاندې د واده اجازه نه ورکوي.

خو نصیر حسن خپل مشر زوی دوولس کلن عمر ته د نوموړي د تره لور، چې یوولس کلنه ده وکړه او د واده اعلان یې وکړ.

د هلک پلار د مصر الوطن ورځپاڼې ته وویل چې کوم ناسم کار یې نه دی کړی. ده وویل چې یوازې یې زوی ته کوژده کړې ده.

د دوی عکسونه د مصر په ګڼو رسنیو او حتي د امریکا په واشنګټن پوسټ او د بریتانیا په مېل او نورو ورځپاڼو کې هم خپاره شول.

خو کله چې د عمر پلار پوی شو چې کار یې غیر قانوني دی، ویې ویل چې زوی او د هغه کوژدنه به اتلس کلنۍ ته ورسېږي، هاله به واده وکړي.

2 thoughts on “په مصر کې د ۱۲ کلن هلک او ۱۱ کلنې نجلۍ واده”
  1. نجلۍ خو د د جسم نه پوره ښکاري خو هلک ډیر کوچنی دی… زه ددیرشو کالو یم او لا تر اوسه مجرد یم… خاورې به افغانستان جوړ شي… د خلکو وړو وړو ماشومانو ودونه وکړل او موږ په لونډۍ کې ږیره سپینه کړه.

ځواب ورکول Ghani khostai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *