یو وخت په ملتان د قرمطیانو سلطه وه دغې خوفناکې ویرې اچوونکې ډلې په عالم اسلام باندې تقریبا نیمه پیړۍ د ډار، ترهې ، قتل وغارت ظلم او تشدد بازار ګرم کړی وو دغه فتنه په ۲۶۷هجري (۸۹۱ عیسوي) کال کې رامنځ ته شوه د دغې فرقې باني یا جوړوونکی له قده ټیټ، پښې یې پلنې او سترګې یې سرې وې له دې وجې نه دغه ډله د قرمط او یا قرامطه په نوم ونومول شوه خلک د دوی په ظاهره په ساده لباس او پرهیزګارۍ متاثره شول . د دې ډلې باني ځان د حضرت علي رضی الله عنه تر اولادې پورې حضرت علي رضی الله عنه ته یې رسول ویل په ا‌ذان کې یې ترامیم وکړل بیت المقدس یې خپله قبله وټاکله په ورځ کې یې دوه ځله لمونځ مقرر کړ یعنې دوه رکعته سهار او دوه ماښام دغې ډلې په قرآن کریم کې هم لاسوهنه وکړه د جمعې په ځای ېې د دوشنبې ورځ مهمه ګڼله په هفته کې یې د دوه ورځو د کار نه کولو تلقین کاوو په ټول کال کې یې دوه ورځې روژه مقرر کړه، شراب یې حلال او د خرماوو رس یې حرام وګرځاوو د جنابت د غسل یعنې د صحبت نه بعد ځان مینځل یې عبث او د دې په ځای يې یوازې د اودس کول جایز ګڼل د حج ادا کول یې د کعبې په ځای په بیت المقدس کې وټاکل .د ساده ډوله خلکو نه علاوه په دغې ډلې کې بدماشان غله له پوځ نه تښتیدلي او لوټیره ګان شامل وو

د کوفې شرابي حاکم د دې ډلې مشر زندان ته ولیږه سبا ورځ یې د ده د وژلو تابیا وکړه حاکم د شپې د شرابو په نشه کې مست ویده شو د زندان کیلي یې د سر لاندې کیښوده د شپې د حاکم وینځې چې د دغې ډلې نه وه د حاکم د بالښت دلاندې کیلي راوخیسته نوموړي ته یې د تیښتې موکه ورکړه او کیلي یې بیرته د حاکم د بالښت لاندې کیښوده حاکم همغسې ویده وو په سبا د قرمطي د یو دم غیبیدو خبره خپره شوه اوس په ډلو ډلو خلک د دغې فرقې مریدان شول ورو ورو قرمطي فرقې زور واخیست.

د هر بیعت کوونکي نه یې یو یو دینار اخیست په لږ وخت کې یې زیات مال او دولت را غونډ کړ خلکو ته دغه عقیده ډیره اسانه مالومه شوه خلکو ته به د لوټ او تالان برخه هم ورکول کیده د عیاشي او فحاشي اجازه وه بعضې خلک خو د دوی د ویرې نه هم د دوی مریدان شول د دین عالمان به یې وژل چې خلک د دوی په خلاف د جهاد د پاره اماده نکړي.

قرمطیانو منظم لښګرجوړ کړ او ډیرې سیمې یې لاندې کړې تقریبا څلویښت کاله د عباسي خلیفه ګانو سره وجنګیدل هر ځل یې عباسي خلیفه ګانو ته ماته ورکړه قرمطیانو حاجیان هم لوټول او وژل هیچا کې د دغې فرقې سره د جګړې کولو توان نه وو ډیر امران او حاکمان د دغې فرقې تابع شوي وو خلک له ویرې د حج د فریضې د ادا کولو د پاره حج ته نشوای تلای خلکو نه به یې باج اخیست. حکومتونه سپه سالاران د دین عالمان او خلفا هم د دوی په وړاندې بې وسې وو. د عباسي خلیفه مقتدر بالله په وخت کې قرمطیانو بحرین ونیو د دوی سردار ابو طاهر وو نوموړي د حاجیانو لوټل پیل کړل په ۳۱۷ هجري کې ابوطاهر یو لوی لښکر سره مکې ته ورسیده نوموړي د حاجیانو وژل او لوټل پیل کړل په حرم کې یې تقریبا دوه زره حاجیان ووژل د وژل شوو جسدونه یې د زم زم په کوهي کې وغورځول حرم شریف یې په وینو ولاړه د حج په ورځو کې د دغې فرقې په لاس تقریبا شل زره حاجیان ووژل شول دغه ظالم په ګرز باندې د کعبې د دیوال نه حجرالاسود راجدا کړ د کعبې دروازه یې ماته کړه حجر الاسود یوولس ورځې هملته پروت وو د کعبې غلاف یې ټوټې ټوټې کړ ابوطاهر حجر الاسود د ځان سره بحرین ته یووړ بحرین ته په وړلو وړلو د حجر الا سود لاندې څلویښت اوښان مړه شول شل دوویشت کاله حجر الاسود د قرمطیانو سره په بحرین کې وو ابو طاهر په هیڅ قیمت د حجر الاسود ورکړې ته تیار نه وو د وخت خلیفه او امرانو د ډیر مال د ورکړې وړاندیز هم وکړ. د ده سره د جګړې کولو همت په هیچا کې نه وو ابو طاهر همداسې ظلم او ستم کاوو چې په ۳۳۳ هجري مردار شو اخر د مصر فاطمي حکومت حجرالاسود د قرمطیانو نه واخیست او بیرته یې په کعبه شریفه کې په خپل ځای نصب کړ.

د حجر لاسود بیرته د یو اوښ په واسطه بیرته راوړل شو البته د کعبې د غلاف په اړه مالومه نه ده او نه بیرته راواپس کړل شو.

شان وشوکت شراب او عیاشي د ملتان د حاکمانو پیشه ګرځیدلې وه هندي راجاګانو سره یې نزدې اړیکې وې چې د دوی د مرستې په وجه دغه تش په نوم مسلمان دولت قایم وي د دوی په حرم کې بیشماره ښځې وې د ساز او سرود محفلونه به یې جوړول او د ښکلو ښځو په تلک کې به د بهر نه راغلي مسلمانان نیول په شربت کې به یې نشه ورته ګډوله او وبه یې وژل ډیر زیات بیګناه خلک ددوی دلاسه ووژل شول سلطان محمود وغوښتل چې دغې فرقې ته سزا ورکړي داود د ملتان حاکم ډیرو د پوځ نه تښتیدلو ته پناه ورکړې وه. ده د راجه بجي رای بهاټیه مرسته هم کړې وه قرمطیانو د ملتان پخوانی جومات بند کړ په هغه ځای کې هیچا ته د لمونځ کولو اجازه نه وه البته دوی یو مندر وران کړ او په ځای یې جومات ودان کړ خلکو ته صرف په همغه جومات کې د لمونځ کولو اجازه وه د ملتان حاکم ته د سزا ورکولو او هلته د حقیقي اسلام د جاري کولو دپاره سلطان محمود یو لوی لښکر تیار کړ.

څنګه چې د پسرلي موسم وو سیندونه د اوبو نه ک وو یالې او نهرونه هم د سلطان د لښکر په مخ کې خنډونه وو د دې دپاره سلطان د انند پال د یوې علاقې نه تیر شو په ملتان یې د حملې کولو فیصله وکړه ها خو انند پال هم یو لوی لښکر تیار کړی وو سلطان د برق په څیر مخ په وړاندې لاړ د انند پال اولو دستو ته یې ماته ورکړه محمود د کابل د سیند ختیځې غاړې او د صوابۍ په لویدیځه غاړه انند پال ته ماته ورکړه انند پال د هنډ په سیمه کې د سند په سیند پورې ووت او د خپلې کورنۍ سره وتښتیده

د سلطان محمود د لښکر یوه برخه د د پهالیېې بهیره او جهنګ د لارې ملتان خوا ته روانه شوه خپله یې د لښکر یوه حصه د ځان سره د سوهدرې پنډي بهټیان چنیوټ او ملتان په خوا روان شو د ملتان حاکم داوود چې د انند پال د ماتې او د محمود د بریو خبر ورسیده خپلې کورنۍ سره د پنج ند په خوا وتښتیده د بعضې مورخینو په اند ماته یې وخوړه او وتښتیده د ملتان خلکو د محمود نه د امان غوښتنه وکړه او په اینده کې یې د حقیقي اسلام د قایمولو وعده وکړه سلطان د قرمطیانو عبادت ځایونه ونړول پخواني جوماتونه یې بیرته ودان کړل خلکو نه یې شل میلونه درهم تاوان وصول کړ ددې نه علاویې د کال شل زره درهمه خراج هم په دغو خلکو وټاکه ددین عالمان یې د اسلام د خپرولو د پاره پریښودل محمود ته خو ګامیابي نصیب شوه مګر هغه د داوود د نیولو او هغه ته د سزا ورکولو پریکړه کړې وه خو محمود ډیر ژر بیرته غزني ته لاړ ځګه چې ایلک خان د امو سیند نه را پورې وتی وو او د خراسان په سیمو یې حمله کړې وه

لیکوال: مختار احمد ګیلاني

ژباړن: بهیر ستانکزی

3 thoughts on “په ملتان د قرامطه فرقې حکومت/ ژباړن: بهیر ستانکزی”
  1. اوس هم دغه ملتان اودغه هیواد چې ملتان یې یو ښاردې دَټولې نړۍ او دګاونډیانو دپا ره دکینسر (سرطان) حیثیت لرې.زه نه پوهیږم چې افغانانو په تاریخ کې انګلیسانو ، روسانو، امریکایانو او نورو…….ماته ورکړیده .مګر دغه دکفارو تا ریخې لاس پوڅی هیواد چې قانون یې تر ډیره بریده انګریزی دی (کفرې) دې بیا هم افغانو دغه تیر (۳۶) کلونه په مړو سترګو سر ورته ټیټ کړی اود هیرا منډۍ په جعلې فتوې ګانو زموږ دهیواد والو وینه په تیرو درې نیمو لسیزو کې تو کړیده.

  2. زموږ ځنې بې وجدانه اوپست په نامه مسلمانان اوافغانان ددغه کفا رو دتا ریخې غلام اوامر منې اوددغه هیواد توصیف کوې. الله ج دې دغه هیواد په حرمت دحضرت محمد ص نیست اونابود او لاس پوڅې او مزدوران دې یې هم الله شرمنده او نیست او نابود کړې.امین

ځواب ورکول بلال واثق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *