عادله راز

تاند- عادلې راز نن /یکشنبه/ په ملګروملتو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه کار پیل کړ.

دا لومړنۍ افغانه ده چې په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي سفیره ټاکل کېږي.

اغلې راز د افغانستان د دایمي سفیرې په توګه خپل باورلیک په نیویارک کې د ملګروملتو سرمنشي ته وسپاره.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی صبغت احمدي نن وویل چې عادلې راز د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال ویاندې او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه کار کړی او په خپله دنده کې بریالۍ وه.

اغلې راز په امریکا کې د حقوقو او دیپلوماسۍ په برخه کې ماستري کړې ده.

اوس په امریکا کې د افغانستان سفیره هم یوه ښځه ده.

په وروستیو ورځو کې د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو ريیسانو هم ښځې وټاکل شوې.

4 thoughts on “په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازې رسماً کار پیل کړ”
  1. سلامونه،
    آغلې خور عادلې راز ته د دا نوې وظیفې مبارکۍ وایم. او الله دې توفيق ورکړي ترڅو دافغانانو ژغ په م م م. کښې پورته کولای وشي.
    چې له زلمو نه پوره نه شوه ***** پشتون افغانه جینکۍ به دې ګټینه

  2. Women always worked side by side with Men. Many Pashtun fathers do not like their daughters go to schools and get educated, unfortunately.

  3. In the U.S., although women educational attainment surpassed men, but the gender wage gap is still in favor of men earning an average of $22/hour verses about $17/hour for females.

    During the last half century women workforce participation in the U.S. increased from 30% to 47% which still more than have of working age women are nonwage earners such as being a housewife.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *