په مورنۍ ژبې زده کړه يو شعار نه بلکې يو فطري او طبيعي حق دى چې انسان يې د ترلاسه کولو حق لري او حکومتونه وظيفه لري چې د دې حق د تامین لپاره لازم سهولتونه او مناسب شرايط مهيا کړي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د ٤٣ مادې حکم دى چې: (زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دى چې د لسانس تر درجې پورې وړيا د دولت لخوا تامينيږي. دولت مکلف دى چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تامين لپاره اغيزمن پرو ګرام طرح او تطبيق کړي، او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي.)
دا چې د افغانستان د اساسي قانون حکم دي چې په هره سیمه کې دي په هغو ژبو د تدریس زمینه برابره شي چې خلک یې پرې ګړیږي، خو له بده مرغه دا حکم تر اوسه پورې سم نه ده تطبیق شوي.
په دې کې شک نه شته چې د کابل په شمول د ځینو لویو ښارونو اصلي اوسیدونکي دري ژبي دي خو دا چې ډیري ناخوالي او جګړي په پښتون میشته سیمو کې وي نو اکثریت پښتانه ښارونو ته را کډوال شول او په ښاریاتو کې د دري ژبو او د نورو ژبو په څنګ کې یې یوه لویه کتله تشکیل کړه، دولت مکلف دي چې همدې لویې کتلې ته خپل حقه حقوق کما حقه تامین کړي.
چې د دې حقوقو په لړ کې یو هم په مورنئ ژبه د زده کړو لاره هوارول دي.
په مورنۍ ژبه زده کړې خورا ډیر اهمیت لري، او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د اذهانو د پیاړوي کولو او لازمې پوهي په سمې او لیږ وخت کې تر لاسه کولو کې مهم رول لوبوي، هغه څه چې یو ماشوم یې په خپله مورنۍ ژبه کې ژر زده کولاي او پرې پوهیدلاي شي هغه په نورو ژبو کې نه شي تر لاسه کولاي او نه شي پرې پوهیدلاي.
که چیري د یوه ماشوم د زده کړو اساس او بنیاد په مورنئ ژبې سره کیښودل شي نو د هغه د پوهې او ځیرکتیا د کچې په لوړولو کې مهم رول لوبولاي شي.
نو له دولت او په خاصه توګه د پوهنې له وزارت څخه مو دا هیله ده چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او په ښاریاتو کې پښتنو او نورو قومونو ته په خپلې مورنئ ژبې باندې د زده کړو لاره هواره کړي.
مورڼې ژبه دهر انسان الهي حق ده،چه له بده مرغه موږ د کابل پښتو ژبي اوسیدونکي له خپلې ( ژبڼې برخې ) څخه، نه یوازې چه محرومه یوو،خو زما دهیواد په سکه اواصلي ژبه باندې مسخرې هم کیږې .په کابل ښار کې ډیر میشته خلک ئې پښتانه دي ،که په پښتو ژبه ښوونې ته پامرنه وشي دې کې به زمونږ انساني حق ادأشوئ وي۰
۰«ــ«( ژبه )»ــ»۰
ژبه چه په عربۍ کې السان ورته وائي دهرانسان اوحیوان یوغوښنی غړئ دئ چه دهغې به وسیله دهرڅه مزه زبیښلی کیږي او په تیرولوکې مرسته کوي۰
اوانسان دژبې په باندې خبرې کولائ شي او دهر سړي ننئ حالت څرکندوي،ژبه دهرملت اوقام لهجه اوخبرې کول ښکاروي۰
مورنۍ ژبه یوزور(قوت) دئ چه د سړي دورځنۍ پوهې په لغت اوجملوکې ئې نړۍ تړلې ده ،اوهیڅ وخت ژبه په یوازيتوب بې له خلکونشي کولائ شته والئ ولري۰
په نړۍ کې د ځمکې په سرپنځه زره (۵۰۰۰) ژبې شته دي چه ډیرې ئې د چین د خلکو مورنۍژبه ده چه د تقریباً ۶۰۰ میلیونوخلکو۰
او په دوهمه درجه کې انګریزي ژبه ده چه تر حده ۴۰۰ میلیونه خلک په خبرې کوي۰
زمونږ پښتو ژبه هم د دې پنځه زروژبونه یوه برخه ده، چه زمونږدجګړې ځپلیوخلکو باندنئ او ننئ حالت څرګندوي،چه په دې هکله غواړم یو لنډشعر(خبرې) چه زما دزړه ننئ احساس یا حالت څرګندوي درنو لوستونکوته ولیکم :۰
زمـــا دنـیــکه زمـا دبابا ژبـه ده***یوه پخــوانۍ یوه پخـــوا ژبــــه ده
زما په زړه باندې ډیـوې بـلوي***ماته سـورلــمــر ماته رڼــا ژبـه ده
لـه ماشـومتـوبه یم آشنا ورسره***زمــا دادې زمــا دانــــا ژبــــــه ده
دنـورو ژبــو څـه کـیـنـه نه لرم***چـه پـه پوهـیـږم دمـعـنـا ژبــــه ده
چـــه تـکلـم او تـفـهـم په کـیـږي***څومره روښانه یوه بریښنا ژبه ده
دخپلې ژبې نه کوم ننګ نه لرم***ما تــه راکــړې پـاک الـلـه ژبــه ده
حـــمزه بابا وائي جنت ته په ځو***خالـده وائـي چــه رښـتـیـا ژبــه ده
څومره عالي مطلب
د پښتو ژبې سره خو دجهاد له پيله ستره ناغېړي شوې ده او په دې برخه کې هېچا او هېڅ مسول يو عادي مرکز هم جوړ نه کړ چې له دغه مرکز نه په اعظمي توګه ګټه اخيستل کېداى. موږ پښتانه لا هم منډې وهو خو شاته نه ګورو چې څه دي؟ د پختو ټولني خو هېڅ عږ هم نه شته. هو په قانون اساسي کې د سمبول په شان ورته اشره شوى خو په عمل کې به راشو د کرزي کرغېړنې دورې ته چې په دومره دالرو کې ده د ژبې د پيوړتيا او پرمختګ لپاره څه کړى دى ورپسې سيدمخدوم رهين پښتو نوره هم د مشکلاتو سره مخامخ کړه. موږ پښتانه همدا اوس د ژبې تکړه، پياوړي او څېړونکي بولو يو اوبل ته دومره پېچلي موضوع ګانې طرحه کوو خو بيا مو دې ته فکر نه دى چې له ژبې څه جوړ شوي.
موږ نه پوهيږي چې اوسني ولس مشر، د اطلاعاتو او کلتور وزير څه طرحه لري؟ دوى به دغه مطلب د تاند له لاري وويني او که نه.په کار ده چې په افغانستان کې د ننه فرهنګي مرکزونه او په تيره بيا په ځينو بهرنيو هېوادونو کې د ژبې دفرهنګ او ثقافت په نوم مرکزونه وپرانيتي که نه په څو کلونو کې به داژبه لهرې خوا ډيره محدوده شي ځکه چې ډير دوستان ېې په ملګريتوب کې ټيټه ګڼې او په ډاګه کوشش کوي چې ددې ژبې مخه ونيسي
کله چې رښتيا راشي په خپله ژبه ګړيږي او دبل لپاره خپله ژبه مه بدلوي ډير داسې پښتانه شته چې اصلي پښتانه دي خو بيا په کور کې په نورو ژبو خبرې کوي. د پښتو ژبې پسې ډيرو خلکو پښې رالوڅي کړي
ستا يادونه ډيره عالي ده موږ له نورو ژبو سره کرکه نه لرو خو داموډيره خوښيږي چې خپله ژبه مو پياوړي شي او د يوويشتمې پېړي په سطح پروګرامونه جوړ کړي، خلک وروزي او دارتلونکي نسل لپاره د ژبې اساس او بنياد پياوړي کړي