په مومندو کې یو قومي مشر د سیمې خلکو ته وینا کوي

تاند – د مومندو په ساپیو سیمه کې یوې پښتنې ښځې هغه وخت یو پاکستانی پوځي په تمانچه وویشت او وواژه چې غوښتل یې د هغې کور ته چې نارینه په کې نه ول، ورننوځي.

ویل کیږي چې کورنۍ پاکستاني پوځي ته وویل چې په کور کې یې سړي نشته او نه دې ورننوځي خو هغه چې ناوړه اراده یې لرله په خپل هوډ ولاړ وو، او ښځه یې مجبوره کړه چې تمانچه ور واخلي او ډزې پرې وکړي.

فعالان وایي چې پاکستاني پوځيانو د خپل وژل شوي ملګري جسد د شپې په تیاره کې وړی دی.‌

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون د پاکستاني پوځیانو له خوا د پښتنو په وړاندې دغه ډول چلند مکرر وباله او ویې ویل چې هغوی تیار دي چې د مومندو د قوم په غوښتنه هر چېرې احتجاجونه وکړي او د هغوی ملاتړ ته ملا تړلي ولاړ دي.‌

د مومندو پښتنو یو مشر د سیمې خلکو ته وینا کوي

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د یادې ښځې مېړانه ستایلې او یو شمېر فعالانو دغه ښځه د هغې د مېړانې له امله د «ملاله مومند» په نامه یاده کړې ده.

د چارشنبې په ورځ /د می ۱/ په مومندو کې د سیمې خلکو په دې مناسبت غونډې کړي او خپل غم او غوسه یې څرګند کړي دي.‌

په یوه ویډیو کې (د ویډیو لېنک) چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې یو ځایي مشر وایي، «دې خورکۍ نه یوازې د ساپيو بلکې د ټولو مومندو او ټولو پښتنو شمله اوچته کړې ده. دا د دوی اول ځل نه دی، دا څلورمه یا پنځمه دغسې پېښه ده چې دلته کیږي.»

نوموړي پاکستاني پوځ ته خبرداری ورکړچې له خپلو ناوړه کارونو څخه دې لاس واخلي که نه پښتانه به یې دوه دېرش داړې ورماتې کړي.

د پښتنو دغه مشرچې نوم یې نه دی یاد شوی په خپلو خبرو کې وایي، «دا پنجاب نه دی، دا د پښتنو سیمه ده،‌ دا پښتونخوا ده. دوی بار بار دلته مردار شوي دي خو شرمېږي نه او زمونږ په عزت باندې حمله کوي. زه قوم ته دا خبره کوم چې د شپې هر څوک په هره جامه کې کوشش کوي چې ستاسو کور ته درشي او مزاحمت وکړي صبر ورته مه کوئ او ویې ولئ.»

د مومندو پښتنو د یوې سیمې اوسېدونکي د پاکستاني پوځ له خوا د پښتنو د بې عزتۍ په وړاندې احتجاج ته راوتلي دي

په یوه بله ویډیو کې (د ویډیو لېنک) چې ټولنیزو رسنیو خپره کړې یو بل مشر وایي، «دا مونږ شاته کړي دي او د دوی هغه پلاران به هم شاته کړو. تاسو منظم شئ دا به سره له وردۍ منډې وهي.»

ویل کیږي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې له نژدې ۴۲ کالونو راهیسې د خپلو اجیرو ملېشو په وسیله په افغانستان کې افغانان وژني او نژدې یوه نیمه لسیزه کیږي چې د پښتونخوا او قبایلي سیمو پښتانه په یوه او بل نامه وژني او بې عزتي ور اړوي.‌

2 thoughts on “په مومندو کې یوې پښتنې ښځې یو پاکستانی پوځي وواژه”
  1. د همدي خور څخه مننه کوم او دا دټول پښتانه عزت يي پرځاي کړي ټولي پښتني خویندي او پښتانه وړونه دي همدا لار تعقیب کړي

  2. چې پلید حرامي طالیب او د آی ایس آی ترټولو زوړ بیشرمه ټازي ګلبدین به دې انجام ته څه وایي

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *