حیات الله حیات

اورنګ مختار –

ميدان وردګ  که څه هم د کابل په ٣٠ کېلومترۍ کې پلازمېنې ته ترټولو نږدې ولايت دى خو بيا هم دغه ولايت ته په تېرو وختونو کې د نه پاملرنې له امله داسې کار نه دى شوى چې د ولس د هوساينې سبب شي، دغه ولايت اوس هم خورا زياتې ستونزې لري چې يوازينى لامل يې په تېرو څوارلسو کلونو کې د سيمه ييزو چارواکو بې غوري او د مرکزي ادارې نه پاملرنه وه، خوميدان وردګ ولايت ته د نوي والي حيات الله حيات په راتګ سره اوس په دغه ولايت کې ژور بدلون راغلى، د دې ولايت ټولې ٤٢ ملکي او نظامي ادارې د پخوا په پرتله څوځله پياوړې شوي او له مامور نېولې تر رييس او والي پورې هر وخت ټول پخپلو کارځايونو

(دفترونو) کې حاضر وي، د ولايت په کچه د ٨ سکتورونوبهير د پخوا په پرتله په کمي او کيفي لحاظ په پوره درز سره پرمخ ځي ، ټولنيزې او کلتوري چارې ښې شوې دي او په ځوانانو کې د هېوادپالنې روحيه ځواکمنه شوې ده،پي ډي سي او اداري غونډې په خپل ټاکل شوي وخت پيليږي او په تالار کې ټولې څوکۍ په اداري مشرانو ډکې وي. پر دې سربېره د مدني ټولنو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو وګړو سره ناستې او غونډې زياتې شوې دي او په ولايتي کچه په اداراتو کې غوڅ بدلون راغلى دى، ترټولو مهمه دا چې د يوشمېر ادارو مشران او کارکوونکي اوس د خپل مسئوليت له مخې  له خپل رسمي وخت هم زيات تشويقي کار کوي اوډېرى کار کوونکي تر ٥ او آن شپږو بجو پورې په دفترونو کې وي، د ولايت د مقام او ټولو اداري واحدونو دروازې د عام وولس پر مخ پرانستې دي اود هرچا خبره اورېدل کيږي او تر غور وروسته پرې اجراات کيږي، دا ټول هغه څه دي چې زموږ د وولسونو او اداري کارکوونکو په ګټه دي چې دوام يې زموږ د ولايت اوګران هېواد افغانستان د پرمختګ لامل ګرځي او موږ د نورو له احتياج او اقتصادي او اداري فقر څخه خلاصوي، تر دې وړاندې په تېرو څوارلسو کلونو کې که څه هم په ملياردونو ډالر افغانستان ته راغلل خو د نا سم مدېريت اوفساد له امله يې اغېز هومره نه و، چې تمه يې کېدله، همدا لامل شو، چې وولس له حکومت څخه واټن ونيو او ستونزې ځکه ډېرې شوې چې په دولتي اداراتو کې ظرفيت کم و، که چېرې په ميدان وردګ ولايت او د هېواد په نورو ولايتونو کې اداري چارې په همدې ډول په سمه توګه پر مخ ولاړې شي وولس به پر دولت باور زيات کړي او د مخالفت کچه به کمه شي چې له مخې يې سولې او پرمختګ ته پخپله زمينه برابريږي، يوه لويه ستونزه چې زموږ يو شمېر اداري مامورين او عام وولس ورسره مخ دى هغه د امکاناتو کمښت او د توقعاتو زياتوالى دى، دا په داسې حال کې ده چې هېڅکله هم بل څوک د بل چا هېواد او کور نه جوړوي ترڅو پخپله اړوند وولسونه او دولتي چارواکي لاس په کار نه شي، زموږ هيله له خپلو هېوادوالو څخه داده چې د خپلو هغو وروڼو او زامنو ملاتړ وکړئ، چې ستاسو په سيمه کې ستاسو په چوپړ لګيا دي او په بېلابېلو ادارو کې کارکوي، ځکه له کارکولو پرته ژوند بې مانا او له ستونزو ډک ژوند وي، که موږ په تېرو څوارلسو کلونو کې مناسب کار کړى واى، له امکاناتو مو سمه نتيجه پورته کړې واى او په اداراتو کې فساد نه واى رامنځته شوى اوسنۍ ستونزې نه رامنځته کېدې، خو اوس هم وخت دى راځئ له فرصت څخه په ګټې اخستنې خپلې ادارې په کارونو ښکلې کړو،د يوبل د مخالفت پرځاى د يوالي لار ونيسو او د قانون عملي کيدل ظلم نه، بلکې د ترقۍ پر لارګام وبولو، د خپل دولت او مشرانو در ناوى وکړو څود ظرفيت خاوندان شو او خپل هېواد له روان کړاو څخه وژغورو!

3 thoughts on “په ميدان وردګو کې اداري کړنې زياتې شوې دي”
  1. محترم والي صاحب بري دي غوا ړم.
    ستا بريا دخو ګياني دقوم بري ده مونږ دستا دبري په هيله .

  2. د داسي یوه والي صاب څخه د موثره او غوره کړنو هیله لرۍ،چي دی خپله پر یوه خارجي پروژه هم سر ماتوي او هم تر ګړنګونو لویږي

  3. ګران مختار صاحب خوش شوم چه دخپل هیواد د راتلونکی نیکمرغی په هکله می ستاسو څخه یوسم خبر واوریدلو که څه هم ځینو دوستانو د هغه په ریشتیاوالی باندی نیوکه کړیده خوزه به ستاخبرو ته د تایید په سترګو وګورم . ولی په یوه شی کی ستاسره سل په سلو کی پرته له کوم شک څخه موافق یم چه د غله حامد کرزی په وخت کی نه یوازی د وردګو ولایت بلکه د افغانستان ټول ولایتونه او ولسونه د کرزی د غلې او فاسدی اداری مافیا په منګولو کی را ګیر وواو د افغانانو د ابادی لپاره ورکړل شوی بیلیونونه دالر د کرزی د فاسدی اداری له لوری لوټ او تالا شول. ددغه مافیا هر غړی اوس بیلیونر دی او زموږ ولس لا همغسی سوالګر پاته شویدی. د ملی خاین حامد کرزی په وخت کی افغانان ولس ته هیڅ داسی کوم اساسی کار ونکړل شولو چه ددغه ولس د راتلونکی لپاره ورباندی اتکا وشی ، همداعلت دی چه خارجی مرستو په له منځه تللو سره زموږ ولس ټول نن بیکاره او د فقر او بدبختی سره مخ دی که د غله حامد کرزی اداری سم کار کړی وای په هیواد کی یی اساسی پروژی پیاده کړی وای – نو ولی به نن موږ وږی او بی کاره وو.
    د بدمرغی ځای دادی چه همغه د غلود مافیا مشر حامد کرزی په ډیره سپین سترګی سره نن د ملی زعامت ادعا کوی ، حال داچه ده د ابد لپاره زموږ ولس سوالګر او فاسد کړلو . افغان ولس باید هوښیار وی چه د کرزی دمافیایی غلو ډله چه اوس هم د واک ګونډه کولو ته بوڅ غوږونه ناسته ده ، باید د ملی زعامت په ځای د حساب او کتاب په موخه د زندان تورو خونو او د دار سر ته راوغوښتل شی .
    خایین کرزی نن ادعا کوی چه ده افغانستان ته ملی وحدت ورپه برخه کړ ((له ژوندون تلویزیون سره د حامد کرزی مرکه واوری)) ، خو هغه احمق پدی نه پوهیږی چه ده د افغانستان ملی وحدت د ابد پاره له منځه یوړلو ځکه چه ده هیواد د اکثریت توکم حق او حقوق په اقلیتونو باندی غصب کړل ده په ټوله اداره کی د پښتنو ونډه چه باید ۵۰ او ۶۰ فیصده وای ۲۰ فیصده هم نه وه زه داخبره د کوم تعصب له مخی نه کوم ځکه کاشکی غله حامد کرزی په اقلیت توکمونو کی دغه ونډه اهل د کار خلکو ته سپارلی وی هیڅ مهمه نه وه ځکه چه هغوی هم افغانان دی او په افغانستان باندی زړه سوځیږی، خو له بده مرغه چه ملی خایین حامد کرزی په اقلیتونو کی ښه غله او قاتلین په واک کی را وستل چه نه یوازی د هیواد اکثریت توکم یی ورباندی تباه کړ بلکه اقلیتونه یی هم په خپلو ناروا کړنو اوفساد سره لوټ او تالان کړ. مننه

ځواب ورکول نثار کندهار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *