تاند- د راپورونو له مخې د افغانستان د دولت دوو وسله والو ډلو د میدان وردک ولایت په نرځ ولسوالۍ کې نښته کړې ده.
راپورونه وايي چې په دې نښته کې د نرخ د ناکرارې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول وژل شوی دی.
د میدان وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي هم په نرخ ولسوالي کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جګړه تایید کړه، ویې ویل چې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول حسیب الله په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
خوږیاڼی وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته تېره شپه پیل شوه. تراوسه پوري د حزب او طالبانو ترمنځ د جګړې علت نه دی څرګند خو تر دې پخوا دواړو خواوو په وردک ولایت کې خورا خونړۍ جګړې کړي چې په نتیجه کې یې په سلګونو تنه وژل شوي دي.
په همدې حال کې افغان امنیتي ځواکونو هم په نرځ ولسوالۍ کې عملیات کړي او لږترلږه درې تنه وسله وال سختدریځي یې وژلي دي.
زه نه بوهيزم جه ولي حزب اسلامي ديوي خوا ددولت خير خواهي كوي دبلي خوا دطالبانو سره به شخره كي ولي ددولت نه كمك نه غواري جه طالبان دخبلي صاحي خخه به خنده كري .