ليکوال محمداکبر حقمل

(مقاله)

لومړی باید په مینه بحث وکړو مینه: هغه پیاوړتیا او قوت دی، چې موږ یې په واسطه کولای شو د یو چا د زړه ټول واک په لاس کې واخلو او د خپل ځان لپاره ترې په خپله خوښه کس جوړ کړو. مینه دومره پیاوړې ده، چې ترې په سالمه ګټه اخیستنې سره کولای شو مقابل لوری د خپلې مینې تابع کړو. پښتو ادب هم په دې برخه کې ريښتینی دی ځکه په یوه رواج شوې جمله یا متل کې وايي «انسان د مینې تابع دی».  موږ باید د هغه چا مینه قبوله یعنې ومنو څوک، چې په ريښتينې مینه پوهېږي نه د هغه چا، چې خپل په مینه نه پوهېږي او د ژوند له ريښتيني خوند څخه مو بې برخې کوي ځکه مینه هغه څه ده د کوم څه له لارې، چې زموږ ژوند خوږېږي او عمر مو اوږدوي. ارواپوهان وايي، چې ښه ژوند تېرول یعنې په مینه ژوند تېرول یا د ژوند له ملګري سره غوره او خوشحاله ژوند درلودل هر چا ته د عمر د اوږدېدو او پراخه کېدو سبب ګرځي او وايي څېړنو ښودلې ده هغه کسان کوم، چې خوشاله او خوښ ژوند ونه لري ډېر ژر به بوډا شي. دا چې مینه زموږ پر ژوند پورې تړلې سکالو(موضوع) ده یعنې زموږ هغه څه ته بدلون او غزونه ورکوي کوم څه، چې زموږ تر ټولو غوره سرمایه ده او موږ ته تر ټولو ډېر ارزښت لري نو بیا په حقیقت کې تر مینې بل مهم او ارزښناک څه شتون نه لري. د یو چا خپلول او درلودل مینې ته اړتیا لري. که له کوم کس سره مینه ولرئ او په خپلولو کې مو یې بار بار یا څو ځلې ماته خوړلې وي هغه ته باید د هغه د خپلولو په موخه له کچې زیاته مینه وکړئ او که چېرې یې تاسو په خپله شتمنۍ او دارايۍ خپل کړئ په حقیقت کې به ريښتينې مینه له تاسو سره ونه لري بلکه له هغه چا سره به ريښتینې مینه ولري کوم چا، چې له وړکتوب وروسته د لومړي ځل لپاره خورا زیاته او پاکه مینه ورکړې وي. هغه څوک، چې مینه نه درسره لري د وخت په تېرېدو سره کېدای شي بدلون ومومي یعنې د ډېرې مینې په ورکولو سره تاسو کولای شئ د مقابل لوري بشپړ زړه په لاس راوړئ. کله مو، چې د موخې د کس زړه په لاس راووړ او د خپلې مینې په دواړو اړخونو یعنې مینه ورکونه او مینه اخیستنه کې مو کومه تشه ونه درلوده نو هلته به تاسو له ريښتينې مینې څخه په ګټه اخیستنې سره وکولای شئ له خپل ژوند څخه په خپله خوښه بشپړ خوند واخلئ.

One thought on “په مینه مې خپلولی شې”
  1. اللهم حبب الینا الایمان و زینه فی قلوبنا وکره الینا الکفر والفسوق والعصیان و اجعلنا من الراشدین .الآیه
    الهی ! موږ ته د کامل ایمان مینه راکړی او زړه مو پری ښایسته کړی ،اصلا هغه مینه چه انسان ټولو لوړو انسانی مدارجو ته رسوی همداده بیا کولی شو هغه څه وغواړو چه ورکی خیر وی دا ځکه چه کله یو څه د انسان خوښیږی خو خیر ورکی نه وی او ښه انجام نه لری.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *