ملیحه لودي

تاند- په ملګروملتو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي وویل چې د دغه هیواد پوځ القاعده او نورې سترې تروریستي ډلې په خپله خاوره کې له منځه وړي دي.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې وویل، پر پاکستان دا تور چې د تروریستانو پر ضد یې اغېزمن اقدام نه دی کړی، یومخ ناسم دی.

دې په ملګروملتو کې وویل، په زرګونو پاکستانیان له تروریزم سره په جګړه کې وژل شوي او دا له ترهګرۍ سره په جګړه کې د پاکستان د کلک هوډ ښکارندويي کوي.

مېرمن لودي بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي وویل، د پاکستان د تروریستي ضد عملیاتو په نتیجه کې القاعده او نورې تروریستي ډلې له منځه تللي دي.

اغلې لودي د دې لپاره چې ثابته کړي چې پاکستان پر سختدریځۍ باور نه لري وویل، پاکستان لومړنی اسلامي هیواد و چې یوه ښځه پکې صدراعظمه شوه.

3 thoughts on “په م.م. کې د پاکستان استازې: القاعده او نورې تروریستي ډلې مو له منځه وړي”
  1. تر کومه به خلکو سترګو کې خاوری اچوئ؟ یوه ورځ به مو الله ج تباه کړي. پاکستان مو د ترهګریز ډلو نه ډګ دی او تاسي یې نه منۍ.

  2. خو هغه بې نظیره بېچاره مو هم ووژله تر څو بله ښځه دې مقام ته زړه ښه نه کړي.
    د تروریستانو پلار خو ستاسو د پوځ له خوا په ډېر مهارت سره ساتل کېده او که د امریکا زور نه وای، لاتر اوسه به هلته ستاسو د پلازمېنې ترڅنګ ښه خوندې او مصؤنه ساتل کېده.

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *