په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس چې ادعا کیږي د پېښې د عامل خدای رام دی

تاند – د ننګرهار ولایت په خېوه ولسوالۍ کې د جهادي قوماندان حضرت علي او د هغه د پلوي قوماندان ګل کریم کسانو ولسي خلکو ته سخته بې آبي وراړولې ده.

په یوه ویډیو کې چې د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده د یوې کورنۍ مېرمنې سخت فریاد کوي او وایي چې ډېر سخت ظلم ورباندې شوی دی او دا چې ولسمشرغني دې د هغوی د حال پوښتنه وکړي.

په ویډیو کې د غږېدونکیو ښځو او سړیو له ویناوو داسې معلومېږي چې د قوماندان ګل کریم یو سرګروپ د خېوې ولسوالۍ په یوه کلي کې له یوې نجلۍ سره واده کوي، کله چې ناوې وړي، نیمه شپه د نجلۍ ترور چې له ناوې سره وراباڼې تللې را ویښوي، وهي او ټکوي او بې ستره کوي یې. سرګروپ د نجلۍ ترورته وایي چې ورېرې یې پېغلتوب له لاسه ورکړی دی.

وروسته د واده زلمی خپل خسر او خواښې ته خبر ورکوي چې په چټکۍ سره شپه په شپه د هغه کور ته ځانونه ور ورسوي، او کله چې ور رسېږي هغوی هم بې ستره کوي.

د نجلۍ ترور په ژړا او فریاد کې وایي چې څو کسانو پرې تېری کړی دی، د نجلۍ د کورنۍ نورو ښځو ته یې لاس وراچولی، له غاړو نه یې غاړه کۍ او له غوږونو نه غوږوالۍ او نور سینګارتوکي په زور اېستلي او لوټلي دي. د نجلۍ ترور وایي چې د هلک د کورنۍ سړیو ورته وویل چې هغوی د حضرت علي او ګل کریم کسان دي او د ناوې په بدل کې به نورې نجونې ورکوي.

د ویډیو له خبرو نه داسې ښکاري چې په ورپسې ورځ مسئله نوره هم پراخېږي او په سلګونو وسله وال لنډه غر راټولېږي، بیا د واده هلک د ناوې بله خور په زور له ځان سره بیایي او ځان ته یې نکاح کوي.

د نکاح شویو نجونو پلار
د نکاح شویو نجونو پلار

په یوه بل ویډیو کلېپ کې چې په فیسبوک خپور شوی دی د نجلۍ پلار په ژړا او فریاد وایي چې هغه دا مسئله په ننګرهار کې له چارواکو او د بشري حقونو کمېسیون سره شریکه کړه، خو چارواکو ورته وویل چې دی غریب دی نو نشي کولی چې دا دعوه وګټي او په کار دی چې ترې تېر شي.

حضرت علي او ډلې یې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت له خپلو وسله والو سره یوځای د قوماندان احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې ترسیوري لاندې فعالیتونه کول.

ویل کیږي چې د حضرت علي او ګل کریم وسله والو لنډه غرو په ننګرهار کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته تر خواوشا درې کالونو پورې په بېلابېل ډول په خلکو ظلمونه وکړل، د جلال اباد د ښاریانو کورونه او شتمنۍ یې و لوټل او خلک یې د سرکونو په سر بې آبه کړل، خو دغه بهیر هغه وخت ټکنی شو چې پخپله د حضرت علي د کور ښځې د هغه د کوم سیال له خوا وتښتول شوې او پلار یې د چت پکي پورې راوځړول شو.

له ټولنیزو رسنیو څخه داسې ښکاري چې افغانانو په دې پېښه سخت ټکان خوړلی او په افغانستان سربېره د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په یوه اواز دا مسئله راپورته کوي چې ولسمشر دې نېغ په نېغه لاس په کار شي او د دې پېښې عاملانو ته دې سخته سزا ورکړي.

10 thoughts on “په ننګرهار کې د حضرت علي او ګل کریم وسله والو ولسي خلکو ته سخت سپکاوی ورواړاوه”
  1. دا دیر مردگاوان دی. دوی په درا نور کی هم خلک زورولی دی قتلونه یی کری دی د خلکو اوزمکی یی قبضه کری دی او په زوره واده کری دی. درانور کی ممتاز او مات حلیم او گل کریم د حضرت علی بدنام خومندانان دی چه په خلکو ظلمونه کوی.
    اشرپغني نه هيله كوو جه دا خومندانان ته سخت سزا وىكي

  2. چې هغه سیما سمر توړۍ به په کوم هیواد کې چکر وهي؟
    ترکومه ځایه چې معلومیږي پدې قضیه کې د هزاره ګانو څرک نه لیدل کیږی نو حقوق بشر هم څه نشي کولی. په ننګر هار کې د بشري حقونو څانګې هم رښتیا ویلی دي. که د څارنوال ، قاضي او یا د کوم بل کمیسیون غړو ته شل زره دالر سوغات ورکړل شي نو هغه پخواني کیسه چې ستاسو لونګۍ غواوخوړه ، به یوځل بیا تکرار شي.

  3. تاسو غم مه کوئ ولسمشر د عمري عدالت ټیکه دار شته کنه، هغه به مو لکه د فرخندي د قضیې په څیر غم وخوري…. په ذو الجلال چې دا ناخوالي او بې عدالتۍ ګورم ما ته ورڅخه د یوه خونړي انقلاب او اوښتون بوی راځي، چارواکو لږ په ځان او خپلو کورنیو وډار شئ لږ په ځان رحم وکړئ. د خدای په پار دا څه حال دی، قانون یوازې د غریب لپاره!!! چیرې قانون ماتونه ده، ظلم دی، سر زوري ده، غلا ده، په یو ډول نه یو ډول په کې یو لوړ پوړی یا ټیټ پوړی چارواکی ښکیل دی.

  4. اوس اولس ته په کار ده چی دا قوماندانان هر ځای د سپو په شکل مردار کړی او زما غنی او عبدالله ته دا وړاندیز دی چی دوه ورځی حکومت وکړی د نرانو په څیر او یاهم د داود خان په څیر نور ددی ټلوالی، رهبرانو او قوماندانو خلک تر سپوږمو رسیدلی او بهتره دا بولی چی د طالبانو سره یوځای شی اوس نو په تاسو کښی نه د سپین ږیری څوک مراعات کوی نه د ماشوم او نه د تورسرو داسی چی شوقیان یاست سکس فلمونه ډک کړی او شرم ځای خو دادی چی حضرت علی دی خپلی تښتول شوی مینی راولی دا یو بیشرمه وطن فروش سړی دی او ټول زمان یی حرامیان دی د خره زویه په حیامو لعنت شه

  5. دا ولس مشر ، دا دنړي راغلي کفار او دا تش په نامه دحقوق بشر، د داسي مظلومانو درد نه شي دوا کولي تاسو او دا دنړي خلګ لږ هم تر شاه ګوري چي د اسلام دمبارک دین دراتګ څخه وړاندي پر ښځو او کوچینیو اینجنو څه تیریدل، او کله په نړي کي حقوق بشر موجود وو، خو چي کله داسلام مقدس دین او د دواړو جهانو سردار حصرت محمد صل الله علیه وسلم داسلام لارښود او پیغمبر سو نو دښځو ، ماشومانو او حتی دانسانانو حقوق او حیثیت معلوم سو، خو دا دنړي کفار اوس بیا هم شرم نه لري د الله ج او دالله ج د دین سره يي دشمني را اخستي، دغه داسلام په نوم چي اوس کومي ډلي هر ناوړه کارونه کوي داهم دهمدي کفارو پروژي دي چي داسلام دبدنامولو لپاره يي طرحه کړي او غواړي نړي ته داسلام څیره په بل ډول وښيي ځکه که دا شیطاني جالونه جوړ نه کړي خو ټوله نړي به داسلام پیروه سي، نو ښه داده چي نور دغه کفري دیموکراسي (لکه بي روحه جسد چي ډیر ژر بد بوي او تعفن کوي) تیر سو او حقیقي اسلام ته مخه کړو بیابه ټوله نړي پر ارامه او سوکاله وي.

  6. داسی ښکاری چه د حضرت علی او دوستم ملیشی په جنایت او رذالت کی مسابقه او ابتکار چلوی د دواړو خبیثه بقایاوو پر وړاندی باید مجاهد علما او مؤمن حکام مجاهدانه عکس العمل وښیی ورنه د ټولو حیثیت د خاورو سره خاوری او چاته پزه نه پاتی کیږی .

  7. دې خلکو خو ځانونه ثابت کړل چې د لوط ع په قوم به پدې بې سرپوخه او بې مالکه هیواد کې پښې وراړوي. شهر نا پرسان دی او متفکر ولاړ حیران دی، لعنت دې وي پداسې حکومتدارۍ.
    زه نه پوهیږم چې ګل کریم څه کاره دی چې دا دومره مسلح لنډغر ورسره ګرځي او هیڅوک یې پوښتنه نه کوي. په ښکاره دا او جاهلین یې لکه شیخ وحشي اکرم یې هلکان ساتي. ظلمونه کوي خلک وهي ټکوي. په جلال اباد او ننګرهار کې خو داسې مځکې او جایدادونه نشته چې دوی غصب کړي نه وي، مګر په کلونو یې چا پوښتنه ونکړه. غټ علت یې دادی چې ګلمرجان د خاین حضرت علي د سر سیوری دی او دا خو لا څه کوې چې حضرت علي دامریکایانو، فرانسویانو، پاکستانیانو او ایرانیانو سره هم په یو وخت ارتباط لري او کومکونه ترې تر لاسه کوي خو هغه ورته کافي ندي او نه موړ شو. دا ملي خاین چې اسامه یې په خپل لاس د تورې بورې نه پاکستان ته وویسته مګر تر اوسه پرې چا باور ونکړ ازاد ګرځي. تر څو چې دا ډلې او ډلبازۍ جریان لري داسې ظلمونه به هم جریان لري.

  8. ښاغلی ولسمشر ته یوه مفته او مجانی مشوره:

    د ګل کریم بل ملګری حضرت علی په کابل کې ډاډه ګرځي که تاسو وغواړی مجرم ونیول شی او د قانون په چوکاټ کې ورته سزا ورکړل شي نو مهرباني وکړي حضرت علی را کلک کړی ، هغه به ټول مجرمین درته حاضر کړی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *