تاند- وسله والو طالبانو نن په جلال اباد کې د عدلیې پر ریاست ډله ییز برید وکړ.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل:«وسله والو سخت دریځو یو نیم ساعت مخکې د ننګرهار د عدلیې د ریاست پر ودانۍ برید وکړ او اوس د پولیسو او سخت دریځو ترمنځ نښته روانه ده.»

عبدالزي دا هم وویل چې نور پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او جګړه روانه ده. د ننګ

د ننګرهار د والي ویاند وايي چې تراوسه پوري د مرګ ژوبلو په اړه راپور نه لري.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی ادعا کوي چې د دوی وسله وال کسان ودانۍ ته ننوتي دي او د ودانۍ له منځه پر شاوخوا سیمو ډزې کوي.

طالبانو روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د مې له ۱۲ مې به پسرلني عملیات پیل کړي.

دوی پرون د خپلو پسرلنیو عملیاتو په درشل کې په کندهار کې لږترلږه ۵ تنه ووژل او ۲۲ نور ژوبل کړل.

طالب ځانمرګي چې په موټر کې یې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي و، د یوه ملکي روغتون مخته ځان والوزاوه.

په دې برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۲ تنه ژوبل شول او ۵ نور ووژل شول.

همداراز نن سهار وختي وسله والو طالبانو د کابل د هوايي ډګر لور ته دوه توغندي وویشتل خو له کبله یې هیڅ راز زیان نه دی پېښ شوی.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې توغندي ویشتل شوي دي.

2 thoughts on “په ننګرهار کې د عدلیې پر ریاست طالبانو ډله ییز برید روان دی”
  1. دخپلو مملکت ورانول او دخپلو ورونو وژل او بچیانو یتیمول د یو ه فاسد مملکت داستخباراتی اداری په لمسون جهاد نه بلکه یو حما قت او جهالت دی

  2. طالبه داخو جهاد نه دی . ته خو خپل ګران هیواد ورانوی . خپل مسلمان هیواد وال وژنی . هلته خو کافران نشته. دا ټولی کرګجنی فتواوی تاسو ته مولنا فضل الرحمن درکوی اوهغوی د نران شی خپل هیواد کی د اسلامی قانون پلی کړی. هلته د جمعی پر ځای د یکشنبی ورځ رخصتی ده. د فاحشو دروازی د خلکو پر مخ خلاصی دی. لطفا یوځل بیا د پر دا خپل جهاد فکر وکړه. که ته فرض محال سبا قدرت ته ورسیږی نو د شهیدانو کورنیو او یتیمانو ته به څه ځواب ورکړی.

ځواب ورکول Afzali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *