د ننګرهار یو زورواکی فریدون مومند

تاند – د ختیځ ولایت ننګرهار په زړه جلال اباد ښار کې د ولایت مقام او شاهي ماڼۍ شاته دولتي ځمکه د ننګرهار د دوه زورواکو قوماندانانو له خوا په زور نیول کیږي.

په جلال اباد کې یوه مدني فعال چې ځان یې یوازې د محمد په نامه تاند ته ور وپېژاند، وویل، د ولسې جرګې د غړي فریدون خان مومند او د وسله والو د پخواني قوماندان سید غفار پاچا له لوري د شاهي ماڼۍ شا ته ځمکې په زور نیولو باندې کار روان دی.

همدارنګه د ټولنیزو رسنیو یوه فعال چې نه یې غوښتل د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم خپور شي، د محمد خبره تایید کړه او ویې ویل، په دې کار کې د والي محمد ګلاب منګل لاس هم شته.‌ نوموړي وویل، چې غفار پاچا یو ځل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي ونیو او بیرته یې د فریدون خان مومند او نورو غاصبانو په وینا خوشې کړ.

د ننګرهار دوه نور وسله وال زورواکي ظاهر قدیر او فضل هادي مسلمیار

ویل کیږي، چې د شاهي ماڼۍ لویدېځ لورته او د پخوانۍ سرحدي لوا او ورسره څېرمه ساحه د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شیرزي په وخت کې غفار پاچا او یو شمېر نورو زورواکو او غاصبانو په زور ونیوله او د والي په سلا یې ورته اسناد جوړ کړل چې په دې توګه هغه ځمکه چور کړای شوه.

په جلال اباد کې د تاند همکار وایي، چې د نوي پلان له مخې، چې یوه اندازه جزیات یې څرګند شوي، په دې ساحه کې چې اوس یې د غصب پر پلان کار روان دی، د فوټبال او کرکټ د لوبغالو په شمول یو شمېر دولتي او عام المنفعه ودانۍ موجودې دي او په پام کې ده چې هلته په دېرش جریبه ځمکه کې د باچاخان په نوم د کرکټ یو نړۍ وال لوبغالی او یو جمنازیوم جوړ شي.

ویل کیږي چې که دولت په دې برخه کې چټک  او پر وخت اقدام ونه کړي، وېره شته چې زورواکي په خپل ناوړه پلان کې بریالي شي، او د غصب بلا یادې دولتي او عام المنفعه ودانۍ او بېخبناوې له ستوني تېر کړي.

One thought on “په ننګرهار کې د ځمکو د غصب لړۍ د ولایت مقام پورې ورسېدله”
  1. نو ستاسی قوی منابع اوس فیسبوک او فیسبوک فعالان شول،شرم دی په والله ،نمد تاند آژانس اهمیت به له مابینه یوسی. حقیقت خو دا دی چی دغه زمکه د سردار داود خان شخصی ملکیت وو او د هغه د کورنی له لوری دا ملکیت و پلورل شو چی فریدون مومند ،معلم عزیز کامه وال او بعضی نورو دغه ملکیتونه په شرعی قبالو سره واخستل او د فرمان په اساس چی دا شخصی ملکیت وو تر هغی روسته وپلورل شو،زما په نظر که فریدون مومند غواری نو ستاسی آژانس به د قانون و حکمونو سره سم مجازات شی،او فیسبوکی منابع به مو هم مجازات شی

ځواب ورکول Momand ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *